نن سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د غزني په ښار کې د اطلاعاتو اوکولتور رياست او د ولايت دمېلمستون مخ ته يوه ځانمرګي بريد، د بريد کوونکي په ګډون څلور تنه ووژل . د غزني د امنيه قوماندان محمدزمان په وینا یوځانمرګې بریدکونکې چې په تونس موټر کې سپور ؤ اوغوښتل په ښآر کې دننه چاونه ترسره کړې خو خپلې موخې ته له رسیدو وړاندې یې چاودېدونکي توکي، وچاودېدل . امنیه قومندان زیاته کړه ، په چاودنه کې دځانمرګي بریدکونکې سربیره د تونس موټرچلوونکى او دوه لارويان هم وژل شوي او پنځه تنه ټپیان شوې دې. بل لورې تنه دغزنې ښار دمرکزې روغتون مشرداکتر سماعیل جهانګیر هم روغتون ته دپنځو تنو ټپیانو دوروړل کیدو خبر ورکوي.دځینو باورې سرچینو په حواله بريد کوونکى په يوه تونس موټر کې سپور و، خو کله يې چې غوښتل له موټره کښته او خپل هدف ته ځان ورسوي، له موټر څخه دهغه دکښته کېدو په حال کې چاودنه وشوه
Filed under: وروستي خبرونه |
څرګندون پریږدئ