نن ماز د یګرپه کندهار کي یو ځانمرګي بریدکونکي وروسته ترهغه چي د پولیسو لخوا شکمن وپېژندل شو او تر تعقیب لاندي راغی خپل ځان د کندهار هرات پر لویه لاره د پاغ پْل امینتي پوستې ته څیرمه والوزاوه :
د کندهار ولایت امینه قومندان مطیع الله قاطع بېنوا ته وویل چي په پیښه کي د دریو پولیسو دوژل کیدو تر څنګ یو ملکي وګړی هم خپل ژوند دلاسه ورکړی دی . او ددریو پولیسو ترڅنګ دوه ملکي وګړي ژوبل شوي دي
دیادولو وړ ده چي دغه پیښه د نوي والي ډاکټر توریالي ویسا تر راتګ وروسته لومړی ځانمرګې حمله ده چي په کندهار کي رامنځ ته کیږي .
Filed under: وروستي خبرونه | Tagged: وروستي خبرونه |
څرګندون پریږدئ