دپكتيكاولايت سيمه ییز مقامات وايي چې ددې ولايت دټولواداروكاركوونكوته د منجمنت يا ادارې درې ورځنى سيمينارپيل شوى دى.
دپكتيكا د والي وياند حميدالله ځواك ته وويل،دا سيمينارد يو، اس ،اې ،آې ډي يا دامريكا د پراختيايي ادارې په مالي لګښت جوړشوى .
دښاغلي ځواك په خبره په دې سيميناركې ګډونوالوته به داداري كارونوپه اړه روزنه وركړې شي اودغه راز دوى ته به دا هم وښودل شي چې د خپلوكارونوراپورنورو اداروته په څه ډول وړاندې كړي.
پكتيكا يوله هغوولايتونوڅخه دى چې په دولتي اداروكې يې خلك له ډيرو ستونزو څخه شكايت كوي.
Filed under: وروستي خبرونه |
څرګندون پریږدئ