ميدان وردګ ولايت سره دحيواناتو

دميدان وردګ ولايت سره دحيواناتو درملنې په خاطرد درملومرسته وشوه

د کرنې او مالدارۍ وزارت  د حيواناتو د درملنې او واکسين په خاطر د ميدان وردګ ولايت دکرنې رياست سره د يوه اندازه درملومرسته وکړه

دمرغومي ١٢ مه

دميدان وردګ ولايت د کرنې او مالدارۍ ريس انجنينر فضل عمر په وينا دميدان وردګ ولايت چې  ټول غرونو پوښلې دى  دمالدارۍ لپاره ښه مناسب دي خو د زيات غرنيزتوب له امله پکې د ژمې په موسم کې زياته واوره کيږي او د واورې د اورښت له امله پکې ژويې او کورني حيوانات زيات زيانمن کېږي چې د سږ کال ژمې لپاره پکې د حيواناتو د درملنې او واکسين په خاطر د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د يو اندازه درمليزو توکيو مرسته شوې ده چې پکې ( ٤٠ )څلويښت زره د PPR وآکسين دوا،( ٥٠ )پنځوس زره د انترتوکسيما واکسين،(٥٠) پنځوس زره د انترکس واکسين،(٣٠٠) درې سوه دليوني سپي واکسين او( ٦٠ )شپيته ليتره د پارانيل شربتونه شامل دي.

د کرنې ريس په وينا د دغو ردملو په توزيع کېدلو سره به دکورنيو حيوناتو د ناروغيو کچه راټيټه شي.

مګر په  مجموعي ډول باندې دحيواناتو دناروغيو د له منځه وړلو لپاره دغه درمل کافي نه دي.

څرګندون پریږدئ