دمشرانوجرګې يوشمېرغړي وايي انتخابات نه شي کېداى

د افغانستان د مشرانو جرګې يو شمير غړو د ولسمشرۍ د راتلونكو انتخاباتو د ځنډيدلو غوښتنه كړې ده .

په مشرانو جرګه كې د ارزګان ،پكتيكا ، ميدان وردګ، غزني او كندهار ولايت استازو نن په يو خبري كنفرانس كې وويل چې د ځيني ستونزو له امله لكه نا امني او د ځينو مواصلاتي لارو بنديدل د راروان كال د غبرګولي په مياشت كې انتخابات نه شي جوړيدلى .

 

نوموړو سناتورانو وويل چې ښه به وي چې دغه انتخابات د ستونزو له هواري ورسته د راروان كال په مني كې جوړ شي .

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون هم ويلي دي چې د انتخاباتو د جوړيدلو لپاره په راروان مني كې تيارى لري خو د افغانستان ولسي جرګه وايي چې انتخابات دې د افغانستان د اساسي قانون سره سم په خپل ټاكلي وخت سره جوړ شي

په جرمني کې دافغانانویوې ټولنې دانتخاباتودځندېدوغوښتنه وکړه

دجرمني په بایرن کې د افغانانوکلتوري ټولنې دانتخاباتودځنډېدو په هکله دمشرانوجرګې دیوشمېرغړیو دغوښتنې ملاتړ وکړ .

په بایرن کې دافغانانودکلتوري تولنې مشرمحمدامین بسمل تاند ته وویل چې دوی دمشرانوجرګې د یوشمېر غړیو د غوښتنې له اعلانېدو وروسته بیړنۍ غونډه وکړه اوپه دې سره سلا شول چې دهیواد په اوسنیوترینګلو حالاتوکې دانتخاباتولپاره شرایط نه دي برابرنوښه دا ده چې انتخابات وځنډول شي .

نن د مشرانو جرګې د جنوبي ،جنوب ختیځو اومرکزي ولایتونو یوشمېرغړیو په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دوی په سیمو کې حالات په داسي ډول دي چې خلک نه شي کولی دخپلې رایې حق استعمال کړي نو باید انتخابات دحالاتوترښه کېدا پوري وځنډول شي .

د دوی له غوښتنې وروسته دانتخاباتو دخپلواک کمیسون ویندوی ذکریا بارکزي وویل چې که په اوسني وخت کې انتخابات ترسره شي ، دهیواد د شمالي ولایتونو خلک به په پراخه پیمانه په انتخاباتو کې ګډون وکړي خو دجنوبي اوجنوب ختیځو ولایتونو د رای ورکوونکو شمېربه خورا کم وي چې دا مسئله دانتخاباتومشروعیت ترپوښتنې لاندې راوستلی شي .

دجرمني په بایرن کې دافغانانو دکلتوري ټولنې داعلامیې بشپړمتن د خبرتیاوو په برخه کې ولولئ کړئ

په غزني کې وسلې اومهمات ونیول شول

د غزني ولايت امنيتي چارواكي وايي چې په دغه ولايت كې يې يوه اندزه وسلې او مهمات نيولي دي .

باختر دولتي خبري اژانس د غزني والي د وياند اسماعيل جهانګير له خولې ليكلي دي چې په دغه وسلو كې ، درې ميله كلاشينكوف ، دوه ميله تفنچې او يو شمير نورې سپكې او درنې وسلې شاملې دي .  

د دغو وسلو په ارتباط څوګ نه دي نيول شوي .

په دې ورستيو كې په غزني ولايت كې د دولت د مخالفينوفعالیتونه زیات شوي او وسلوالو طالبانو د افغان او بهرنيو ځواكونو په وړااندې خپلو بريدونو ته زور وركړى دى .

په نیمروزکې دتښتول شویومرستندویانودخلاصون هڅې

دافغانستان په لویدیځ کې چارواکي وايي چې دخوراکي موادو دنړیوال پروګرام د هغو پنځو تنو کار  کوونکو د خوشې کولو لپاره يې هڅې روانې دي چې دجمعې په ورځ په نیمروز ولایت کې تښتول شوی دي.

 

د ورکړل شویوراپورونوله مخې دغو پنځو کسانو په  نیمروز ولایت کې خوراکي مرستې  ویشلې چې د  نامعلومو وسلوالو  لخوا  وتښتول  شول.

د  نیمروز  والي غلام  دستګیرازاد خبریالانوته وویل چې امنیتي  ځواکونو ددغو کسانو د موندلو او خوشې کولو  لپاره  پراخ عملیات  پیل کړیدي او دوه تنه مشکوک کسان یې هم نیولي دي خو لا کومې حتمي  نتیجې ته ندي  رسیدلي.

د ډبليو،اف ،پي ، دغه 5 تنه افغان كاركوونكي  دجمعې په ورځ دنيمروز ولايت په يوه سرحدي ولسوالۍ كې په داسې حال كې چې خلكوته يې خوراكي مواد ويشل وتښتول شول

ميدان وردګ ولايت سره دحيواناتو

دميدان وردګ ولايت سره دحيواناتو درملنې په خاطرد درملومرسته وشوه

د کرنې او مالدارۍ وزارت  د حيواناتو د درملنې او واکسين په خاطر د ميدان وردګ ولايت دکرنې رياست سره د يوه اندازه درملومرسته وکړه

دمرغومي ١٢ مه

دميدان وردګ ولايت د کرنې او مالدارۍ ريس انجنينر فضل عمر په وينا دميدان وردګ ولايت چې  ټول غرونو پوښلې دى  دمالدارۍ لپاره ښه مناسب دي خو د زيات غرنيزتوب له امله پکې د ژمې په موسم کې زياته واوره کيږي او د واورې د اورښت له امله پکې ژويې او کورني حيوانات زيات زيانمن کېږي چې د سږ کال ژمې لپاره پکې د حيواناتو د درملنې او واکسين په خاطر د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د يو اندازه درمليزو توکيو مرسته شوې ده چې پکې ( ٤٠ )څلويښت زره د PPR وآکسين دوا،( ٥٠ )پنځوس زره د انترتوکسيما واکسين،(٥٠) پنځوس زره د انترکس واکسين،(٣٠٠) درې سوه دليوني سپي واکسين او( ٦٠ )شپيته ليتره د پارانيل شربتونه شامل دي.

د کرنې ريس په وينا د دغو ردملو په توزيع کېدلو سره به دکورنيو حيوناتو د ناروغيو کچه راټيټه شي.

مګر په  مجموعي ډول باندې دحيواناتو دناروغيو د له منځه وړلو لپاره دغه درمل کافي نه دي.

په پکتیکاکې دمامورینولپاره دادارې کورس

دپكتيكاولايت سيمه ییز مقامات وايي چې ددې ولايت دټولواداروكاركوونكوته د منجمنت يا ادارې درې ورځنى سيمينارپيل شوى دى.

 

دپكتيكا د والي وياند حميدالله ځواك ته وويل،دا سيمينارد يو، اس ،اې ،آې ډي يا دامريكا د پراختيايي ادارې په مالي لګښت جوړشوى .

 

دښاغلي ځواك په خبره په دې سيميناركې ګډونوالوته به داداري كارونوپه اړه روزنه وركړې شي اودغه راز دوى ته به دا هم وښودل شي چې د خپلوكارونوراپورنورو اداروته په څه ډول وړاندې كړي.

 

پكتيكا يوله هغوولايتونوڅخه دى چې په دولتي اداروكې يې خلك له ډيرو ستونزو څخه شكايت كوي.

 

زلزلى افغانستان او پاکستان هم ولړزول

مسوولين وايې چې د افغانستان په وخت د شپې په (12:50) د ريکتر په کچې (6،2) درجې يويې زلزلې د پلازمينې کابل په ګډون د افغانستان شمال ختيځې سيمې لړزولي دي.د رپوټونو له مخې د دغې زلزلې ټکانونه په کابل کې څه باندې يوه دقيقه دوام کړئ. د دغې زلزلې مرکز بدخشان ښودل شوی.د بدخشان د پوليسو مشر فضل احمد نادري اسوشيتدپرس ته ويلې چې زلزله ځواکمنه وه، خو دا چې له خپل ګرځنده ټليفون څخه له دوې سره خبرې کوي د دې مانا لري چې د ټليفونونو برجونه لا پر خپل ځای ولاړ دي. نوموړي ويلې، د زلزلې د زيانونو د معلوميدو له پاره بايد رڼا ته انتظار وويستل شئ.
بلخوا د پاکستان په لويو ښارونو کې هم د زلزلې ټکانونو خلک له خوبه پاڅولئ او ويل کيږي‌ چې په ځينو برخو کې له ويرې له کورونو بهر وتي دي.

دوه زره اتم کال په افغانستان کې د ځان وژونکو بریدونو کال

په دوه زره اتم میلادي کال کې افغانستان د یو سل اودوه ویشت ځان وژونکو بریدونو شاهد و چې شاوخوا زر تنه ملکیان یې ووژل. په دغو بریدونو کې محدود شمیر بهرني پوځیان او دافغانستان ددولت امنیتي کارکوونکي هم له منځه تللي دي.

 

ویل کیږي چې وسله والو طالبانو ته یو شمیر کسان وایي چې ځان مرګی برید روا دی ځیني علماء بیا دغه حملې ناروا ګڼي او د اسلام د مبین دین له نظره ځان مرګی برید له خود کشي سره مترادف ګڼي.

 

که ځان وژونکی برید روا وي یا ناروا خو دا پدیده اسلامي نه ده ځکه چې د اسلام په صدر کې د صحابه و بیا د تابعینو په وختونو کې دې ته روا نه دي ویل شوي او په معاصره نړۍ کې ددې بریدونو مبتکرین د سریلانکا تامیل پړانګان یادیږي چې هغوی مسلمانان نه دي.

 

په افغانستان کې له دوه زره پنځم میلادي کال راپه دې خوا ځان وژونکي بریدونه دود شوي دي او سره له دې چې وسله وال طالبان د دې بریدونو قربانیان ډیر بهرنیان یادوي خو د موثقو بې پرې رپوټونو له مخې په دوه زره اتم کال کې یې د ملکي کسانو تلفات شاوخوا زر تنو ته ورسیدل

دپاکستان پوليسو130 تنه په سرحدي صوبه کې د ترهګرۍ په تورنيولي

 دجيو خبري رسنۍ تيرماښام د سرحد صوبې د ايالتي پوليسو له قوله ويلي ، چې 130 تنه د ترهګريزو عملياتو دترسره کولو په تور نيول شوي دي .

خبرځای زياتوي ، چې پوليسو دچورلکو په بدرګه د مخالفينو  پټن ځايونو  بمباري کړي او ياد شوې شمېر کسان دجمرود په سيمه کې نيول شوي دي .

دزابل په ولايت کي يوتن وسله وال طالب ووژل شو

دزابل ولايت دنوبهار په ولسوالۍکې پرون د امنيتى  پوځونو له خوا يو تن وسله وال طالب  ووژل شو .

   دزابل ولايت د امنيه قوماندانۍ  د امنيت آمر دګروال غلام جيلانى وويل : دغه مخالف وسله وال سړى  د نوبهار ولسوالۍ  کې د ملي پوليسو او ائتلاف دپوځونو دګډ فعاليت په بهير کې  وژل شوې دې او يو کلاشينکوف ، يوه مخابره او يو موټر سايکل هم ددي  فعاليت په بهير کې  د امنيتي  پوځونو لاس  ته ورغلې دى .

پو ليسو څوارلس ماينو نه د لو ګر په ولايت كې كشف اوشنډ كړل

د كور نيو چارو و زارت مطبو عا تي د فترخبر وركړ : څوارلس ماينو نه چې د افغا نستان د خلكو ددښمنا نو له خوا ددغه ولايت د الياس خان كلى دسړ ك په تګلورى كې ځاى پر ځاى شوي و پرون د پو ليسو له خوا كشف او شنډ كړاى شول

يوه ډله ډار اچوونکې د خوست ولايت د يعقو بيو په ولسوالې کې ونيول شول

دملى دفاع وزارت خبر ځايو نه وا ئې يوه ډله ډار اچوونکې د خوست ولايت د يعقو بيو په ولسوالې کې ونيول شول.

 دملى دفاع و زارت ويندوى مطبو عا تى دفتر خبر ورکړ :

 يوي ډلې دار اچوونکو په دي وروستيو وختو کې د خوست ولايت ديعقو بيو په ولسوالې کې د ملى اردو د يو تن سر تيرى په کور باندى بريد و کړ چې په دغى ولسوالې د ٢٠٣ لمبر تندر قول اردو  يو جزو تام له ډار اچوونکو سره مقا بله و کړه او دغه ډله ئى له وسلو سره ونيوله .

دهلمند ولايت دموسي کلا ولسوالې د ولسوال شل تنه ساتونکې له دښمن سره په نښته کې ووژل شول

دهلمند ولايت دوالې ويندوي  داود احمدى وويل:  په دغو کسانو باندى پرون ددولت دوسله والو مخالفينو له خوا ددغه ولايت دکجکې  ولسوالې  د شاه کاريز په سيمه کې  ناڅاپى  بريد وشو او ووژل شول  چى په وژل شويو کسانو کې د يو ساتونکې مور هم شامله  ده ، دي غوښتل خپل زوي دجګړي له ساحي  څخه وباسي .

  په دغي ښځي  باندي  د طالبانو له خوا په قصدي ډول ډزي وشوي  په دي نښته کې دطالبانو  د ډلې  دوه تنه افراد هم وژل شوي دي  . د موسي کلا ولسوال ملا عبدالسلام اوس په کابل کې دي 

 دموسي کلا ولسوال يو وخت دطالبانو له ډلې سره و خو وروسته ددوي له عملونو سره مخالف شو او له دولت سره يوځاي شو او دهلمند په ولايت کې يي د امنيت  د تامينولو  او دبيا رغاوني دبهير دګړندى کولو ژمنه وکړه .

2009

دکابل ورځپاڼوته کتنه،٤شنبه،دمرغومې ١١

ويسا

 ویسا  خپلواکې  ورځپاڼې د خپل  لومړي  مخ  په سر کې دا خبر ورکړې چې طالبان د افغان او نړیوالو  ځواکونو  پر  ضد  پخپلو  عملیاتو  کې  له  پرمختللو  وسایلو  نه  کار  اخلي.

ورځپاڼې  د موضوع  په دوام  لیکلي دي  چې  له  دا  ډول  وسایلو نه په  تیرو  دوو کلونو کې  زیاته استفاده  شوې  ده.

ورځپاڼې په  یو  بل  مطلب  کې د اوبو  او  برېښناد وزیر د استیضاح  کولو لپاره د خلکو ځینې غوښتنې هم  راخيستې دي.

د  ورخپاڼې  په  وینا  د اوبو  او برښنا  وزیر د برښنا  د ورکولو  په برخه کې  له خلکو سره کړې  ژمنې  ندي  عملي  کړي.

پاکستان وايي هندپولوته پوځيان ورلېږلي

تاند – پاکستان ادعا وکړه چې هند د سې شنبې په ورځ خپل پوځيان له پاکستان سره ګډې پولې ته استولي دي .

پاکستان دا ادعا يوه ورځ وروسته له دې وکړه چې پخپله دغه هيواد پولو ته سرتېري ولېږل .

 

خو دا په داسي حال کې ده چې هند په کلکه وايي چې داسي هيڅ کاريې نه دى کړى چې له کبله يې  د دوو هيوادونوترمنځ موجود کړکېچ نور هم زيات شي .

 

پريوبل سرحدونو ته دځواکونودلېږلوله تورونوسره سره دواړه هيوادونه وايي چې دحملې نيت نه لري.

خو ساسي څارونکي د دواړو هيوادونوترمنځ دبې اعتمادۍ په وړاندې خبردارى ورکوي  او وايي چې پولوته دځواکونولېږل ، حتى که شمېر يې کم هم وي ، د کړکېچ دپراختيا سبب کېداى شي او د دواړو هيوادونوترمنځ داړيکو دعادي کېدو هلې ځلې له ستونزو سره مخامخولى شي .

 

هند اوپاکستان تراوسه پوري درې جګړې کړي او دې سابقې ته په پام سره د دواړو هيوادونوترمنځ په ټيټه پيمانه پوځي تحرکاتوت هم اندېښنې پارولى شي .

 

که څه هم ډېر سياسي کارپوهان باور لري چې د دواړو هيوادونوترمنځ د څلورمې جګړې احتمال کم دى .نه يوازې له دې امله چې هند به له جګړې ګټه ترلاسه نه کړي بلکې پرپاکستان هرراز حمله ددغه هيواد نوى ملکي حکومت بې ثباته کوي اودپوځ واک زياتوي . 

په امريکا کې دهندوستان پخوانى سفير لاليت سينګ  وايي : کله چې خلک د جګړې خبره کوي ، ګومان نه کوم چې مقصد به يې په رښتيا جګړه وي ځکه چې جنګ نه اټکلېدونکې نتيجې لرلى شي 

په هند کې ډېر کارپوهان وايي دجګړې اوازې په پاکستان کې د دې لپاره توده کړاى شوې چې له اصلي مسئلې، چې تروريزم دى، پام په بله کړي .

 

 

 

په سروبي کې وژل شوي کسان دحزب اسلامي نه بلکې ملکي خلک دي

بيګايوه بجه ايتلافی ځواکونو د سروبي ولسوالې په يخ ډنډ سيمه کې نهه کسه ووژل او رسنيو ته يې وويل چې موږ نهه طالبان وژلي پېښه دسروبی  ولسوال تاييد کړې ده خودا يې وويل چې تر اوسه معلومه نه ده چې دا نهه کسه رښتيا هم طالبان دي او که ملکي وګړي .

 اوس معلومه شوه چې نهه وژل شوي ، ملکي خلک دي او د سيمې اوسيدونکو نهه مړي په اوږو بار او دجلال اباد کابل پر لويه لار  ايښي او دغه عمومي لار يې له دريو بجو راديخوا

د ترافيکو پر مخ تړلې ده . کله چې وضعيت نور هم ترينګلې شو نو پوليسو د لاريون پر برخوالو ډزې وکړې . دسيمې اوسيدونکو روهی ويبپاڼې ته ويلي ، چې اوس يې ټيپان  کابل ته روان کړي.

دا له خوست راوروسته تر ټولو لويه دملکي خلکووژنه ده ، چې امريکايي ځواکونو تر سره کړې ده

ننګرهار:دخيبر لاره د ترافيکو پرمخ تړل شويده

د کوزي پښتونخوا په خيبر اجنسي کې دوسلوالو اورپکو پرضد له تيرماښام راهيسي دپاکستاني  فوځيانولخواعمليات پيل شوي چې له امله يې پېښورته غځيدلي لاره دترافيکو پرمخ تړل شوي، د رپوټونو له مخي په يادو عملياتو کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبلي هم اوښتي دي،دډيورن پر کرښه د تورخم په ښارګوټي کې د افغان سرحدي پوليسو مشرعبدالمنير تره خيل وايي پاکستاني پوليسو دوي د لاري تړل کيدو خبر ورکړيدي،دده په وينا د جلال اباد اوکابل دموټرو تم ځايونه ته خبر ورکړي ترڅومساپر پاکستان ته دتلوپه نيت رانشي،دتره خيل په ويناخوبياهم په سلګونو خلک تورخم راغلي دي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي،دخلکو له منځه محمد قاسم دټيلفون پر کرښه اريانا تلويزون ته وويل د لاري تړل کيدو له کبله د خلکو ستونزي مخ په ډيريدو دي،دده په وينا له خلکو سره ښځي ،ماشومان،ناروغان او نور موجود دي چې دلاري خلاصيدو په تمه ناست دي،د تورخم د ګمرک مئسولين وايي ددوي کارونه هم دلاري تړل کيدوله امله له خنډونو سره مخ شويدي،خو د يو شميرخلکو په اند که لاره ژر ترژره د ترافيکو پرمخ خلاصه نشي نو کيداي شي په سيمه کې د خوراکي توکو د کمښت د ستونزي سربيره ګڼي نوري ستونزي هم را ولاړي شي،د يادوني وړ ده چې د خيبر په اجنسي کې وروسته له هغي د پاکستاني فوځيانولخوا دغه عمليات ترسره کيږي چې پدي وروستيو کې د لاري په اوږدو کې دخلکو دتښتونو سربيره په افغانستان کې نړيوالو ځواکونو ته په اکمالاتي موټرو باندي وسلوال بريدونه زيات شوي وه،

هرات : ناقانونه سیم کارډونه نیول شوي

د هرات ولايت پوليسو په دغه ولايت کې د غيرقانوني او نه راجستر شويو سيم کارتونو د پيرلو په تور يو تن نيولی.  د هرات ولايت د امنیې قومندانۍ وياند نورخان نيکزاد وايې چې له نيول شوي کس نه د بيلا بيلو شبکو اتیا عدده سيم کارتونه چې ثبت شوي ندي تر لاسه شوي. د هغه په وينا له دغو سيمکارتونو نه د سړي تښتونو او د خلکو په ګواښنه کې ګټه اخيستل کيدله.

یوبااحساسه افغان دهلمندي کډوالو سره مرسته وکړه

په سویډن کي میشت بااحساسه او وطن دوسته شاعر میرویس میرخیل وردګ  دهلمندي کډوالو سره د۱۰۰۰ امریکائې ډالرو مرسته وکړه چي دبېنوا اڼټرنیټ پآني دلاري به دچهارشنبې په ورځ دهغه نورو مرستو سره یوځای چي دبېنوا پاڼي ادارې ته رارسیدلي دي پرهغو وویشل شي . بېنوا انټرنیټ پاڼه دټولو هغوخواخوږو افغانان دمرستو څخه مننه کوي او دلوی خدای دعظیم دربار څخه ورده اجرونه غواړي .

دیادولو وړ ده چي مخکي تر دې هم زیات شمیر افغانانو ترخپله وسه خپلي مرستي دبېنوا پاڼي مستندویه صندوق ته رالیږي دي چي دهغه جملې څخه :

په ډنمارک کي عرب شاه چمتو

په ناروې کي دو پښتنو خوندو شاعره او شاهده

په دوبۍ کي د یوه ملي سوداګر له خوا چی  نه غواړي نوم یی خپور شي

په کندهار کي انجینر حسن

دالمان څخه  ناصر حبیبزي

دکاناډا څخه  کبیرالینګاري

دډوبۍ څخه هدایت الله نسیمي

دلندن څخه عبدالخالق ،نظري او فیض محمد

دسویډن ، اسټرلیا ، امریکا او یو شمیر نورو هیوادو څخه یوشمیر اافغانان چي نه غواړي نوم ئې خپور شي 

په پېښور کې د محرم په مياشت کې دي افغانان بیځایه نه ګرځي


په پېښور کې د افغان کډوالو د رياست له خوا پر افغانانو غږ شوى، چې د محرم په مياشت کې له بې ځايه گرځيدو څخه ډډه وکړي.
 
پېښور: په پېښور کې د افغان کډوالو د رياست له خوا ايس سي پي آر ډي ته په يوې راليږل شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې افغان کډوال دې د محرم الحرام د مياشتې له لامله له بې ځايه گرځيدو څخه ډډه وکړي او د گرځيدو پر مهال دې د افغان سيټيزن اصلي کارډونه وگرځوي او پوټو سټيټ دې نه گرځوي.
 
اعلاميه زياته وي، چې افغان کډوال دې د کوربه هېواد پاکستان قوانينو احترام وکړي،هغه کډوال، چې په کيمپونو کې ووسيږي له کيمپونو څخه دې ښاري سيمو ته نه راځي او  د ښاري سيمو کډوال دې په خپلو کورونو کې ووسي او د اړتيا وړ توکې دې له اوسه څخه راونيسي.

طالبانوته دملي اردوسرتيري تسليم شوي

له فراه ولايت څخه بېنوا ويبپاڼي ته رارسيدلي راپورونه وايي چي ددغه ولايت په مركزكي تيره شپه دملي اردو ديوه قوماندان شيرخان كندهاري( چي اصلي دبغلان ولايت اوسيدونكي دي) اودقوماندانۍ دپوليسوترمنځ نښته شوي ، دمعلوماتوله مخي دشيرخان اوقوماندانۍ ترمنځ دځينوترنګلتياوو له مخي دغه پېښه رامنځته شويده، دراپور پراساس له نښتي وروسته دشيرخان ټوله ځواكونه له خپلوڅلورو فوځي مركزونوچي دفراه ښارامنيتي كمربندتشكيلوي پريوه نامعلوم لوري تللي دي اوددوي پرپوستوملي پوليس ځاي پرځاي شويدي.

بلخوا دوسلوالوطالبانو وياند قاري يوسف احمدي په يوه خپره شوي خبرپاڼه كي ويلي چي تیره شپه ماښام له اتو بجو نه تر څلور بجو  د فراه ولايت دمرکز فراه ښار  دامنيتي کمربند دپوستو قومندان  شيرخان کندهاري  له خپلو عسکرو او وسلو سر ه يو ځاي دطالبانو له لیکو سره یوځاي شويدي، داحمدي په ويناشيرخان  لدوي سره ديوه ارتباط له مخي يوځاي شوي اودوي ته يي د فراه ښار  دباغ پُل ،فرقي زنځیر ،شیخانو کاریز او مساوادو د دوراهي پوستي  تسلیم کړيدي، دده په ويناله تسليم شويوسرتيرو سره ورته څلور پیکا ماشیندار ،دوه دواتیا ملي متري  ټوغندي ،اوه راکيټ لانچري  ،دوه امريکايي توپانچي اوزيات شميرمهمات په لاس ورغلي دي.

بېنوا ويبپاڼي دپيښي دلاروښانتياپه موخه دفراه دامنيتي چارواكوسره دتماس هڅي وكړي چي په نتيجه كي يوه امنيتي چارواكي دنوم نه څرګندولوپه شرط دپوليسواوشيرخان ترمنځ شخړه تائيدكړه اودايي ومنل چي شيرخان له خپلوپوستو څخه تللي دي خو له طالبانوسره دده پريوځاي كېدو يي ناخبري وښوده.

ننګرهار:د سيني بغل ناروغي زياته شويده

که څه هم د ژمي په موسم کې دماشومانو د سيني بغل، ستوني او د زکام ناروغي معمولي وي خو سږ کال د روغتيايي مئسولينو په وينا دغه ناروغي ډيره زياته شويده،د ننګرهار دپوهنتون روغتون مئسول ډاکټر محمد ناصر کاموال وايې دوي ته هره ورځ د کوچنيو ماشومانو دسيني بغل دومره زياتي پيښي راځي چې دوي ورته رسيدګي نشي کولاي،په دغه روغتون کې څوتنو اريانا تلويزون ته وويل د بيلابيلو ولسواليو څخه خپل کوچني ماشومان روغتون د درملني لپاره راوړي خو دلته يې سمه درملنه نه کيږي،د دوي په وينا په بسترکې دوه دري تنه پراته وي چې  که روغ هم شي نو بيرته په ناروغي اخته کيږي،
د پوهنتون روغتون سرطبيب ډاکټر محمد ناصر کاموال هم د خلکو دغه ستونزي مني او وايي په روغتون کې د ناروغانو لپاره څلويښت بسترونه لري خو دوي ته هره  ورځ کې له څلويښتو تنوڅخه زيات کسان مراجعه کوي،دده په وينا زياتره ناروغان بيرته له روغتون څخه د ځاي او درملو د نشتوالي له امله رخصتوي،د ډاکترمحمد ناصرکاموال په ويناکه يې دغه ستونزه هواره نشي نو کيداي د ماشومانو مړينه نوره هم زياته شي،
دجلال ابادپه ښارکې دپوهنتون روغتون دعامي روغتيا له روغتون وروسته دويم لوي روغتون دي چې د پوهنتون د محصلينو لپاره جوړ شوي خو دزياتوناروغانو ددرلودو له امله له ستونزو سره مخ دي.

دپروان ځانمرګې برید 2تنه وژلي او 13 نور ټپیان کړي

 د پروان په چاريکارو کې ځانمرګي بريد دوه ملکې وګړي ووژل اودغه راز یې دوه امريکايي سرتېري ، یود ملي امنيت کارکوونکى او لس تنه عام وګړي ټپيان کړل . د پروان والي عبدالجبار تقوا هم دغه مرګ ژوبله منې او وایې چې ځانمرګي بريدکوونکي په برید کې د يوې سرمه يي کرولا موټر څخه ګټه پورته کړې ده.  دغه برید نن سهاردولایت دودانۍ مخې ته هغه مهال ترسره شوکله چې دپروان والې عبدالجبار تقوی دامریکایې ځواکونو سره دخپل کارپه دفتر کې ناسته درلوده. ویل کیږې ځانمرګي خپل موټر د ولايت د ودانۍ مخ ته د امريکايي ځواکونو د ولاړو ټانګونو  په منځ کې والوځاوه او يو ټانګ يې زيانمن کړ. بل لورې ته د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې وياند انجنير هارون زرغون  له نامعلوم ځاى څخه د ټېليفون په کرښه رسنیود دپیښې مسؤلیت په غاړه اخیستې دی. زرغون ادعا کړې چې په برید کې د بهرنيوځواکونو  پنځه پوځي موټر له يو شمېر امريکايې سرتېروسره له منځه وړي دي چې په وژل شويوکسانو کې دبګرام یو امریکایې چارواکى هم شامل دى .

په پروان کې په بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید وشو

نن سهار د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې ددغه ولایت ودانۍ ته نږدې د بهرنیو ځواکونو په عسکرو ځانمرګي برید وشو.
د پروان چارواکو پیښه تایید کړې ده خو د دقیقو تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
د حملې مسئولیت د حزب اسلامي مخالفې ډلې په غاړه اخیستی دی.
قاری منصور چې ځان ددې ډلې ویاند بولي وايي، چې حمله په بګرام کې میشت د پي ار ټي ډلې په عسکرو د سیف الله په نوم د بغلان ولایت یوه اوسیدونکي کړې ده.
نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې په حمله کې د پي آر ټي پنځه موټره له منځه تللي دي او د بهرنیو ځواکونو یو قومندان هم پکې وژل شوی دی.
پروان په افغانستان کې له آرامو ولایتونو څخه ده چې دا پکې لومړنی ځان مرګی برید بلل کیږي.

 
د يادونې وړ ده، چې د روان زيږديز کال له پيل راهېسې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې ١٢٢ ځانمرګي بريدونه شوي چې ډېرى قربانيان يې عام وګړي دي .

لښکرګاه : دنجونو ديوه ښوونځي بنسټ کېښودل شو

د هلمند په لښكرګاه كې د نجونو لپاره د يوه نوي ښوونځي  د بنسټ ډبره  کېښودل شوه.ددغه ښوونځي چې د  لښکرګاه ښار(  سي  تري ) سيمه  کې په  يوه پراخه  ځمکه  جوړېږي  د کار پرانسته   د والي محمد ګلاب منګل لخوا وشوه. د هغه په وينا، ددې ښوونځي  له جوړېدو سره به ډېرې هغه نجونې چې لرو پرتو ښوونځيو ته نه شواى تللى اوس  په خپله سيمه کې زده کړې کوي . دغه ښوونځى دعربي متحده اماراتوله لوري د  يوه کال  په  موده کې  د پنځه سوه زره امريكايي ډالرو په لګښت جوړېږي .

کابل: دری تنکۍ خویندي ړانده توغندي ووژلي

د کابل پوليس وايي چې تېره شپه د اتو بجو په شاوخوا کې د کابل ښار په لوري دوه توغوندي راغلي دي چې يو يې په افشار سيمه کې پر يوه استوگن ځي لگېدلى دى چې درې تنه نجونې يې وژلې او درې تنه نور سيمه ييز وگړي يې ټپيان کړي دي .د وژل شویو نجونو اکا فرامرز وویل چې د ده وریرې هره یوه  دیارلس، څورلس او شپاړس کلني وي چې راکټ ټوټي کړې .د پلازمیني د پوليسو مشر ايوب سالنگي وويل چې توغوندي د پغمان له لوري راتوغول شوي دي، د توغنديو د نور زيان په اړه تر دې مهاله معلومات نه دي په ډاگه شوي . افغان چارواکي وسله وال طالبان د دغه راز بريدونو په کولو پړه بولي.

په کندهار کي یو ځانمرګي برید مرګ ژوبله واړوله

نن ماز د یګرپه کندهار کي یو ځانمرګي بریدکونکي  وروسته ترهغه چي د پولیسو لخوا شکمن وپېژندل شو او تر تعقیب لاندي راغی خپل ځان د کندهار هرات پر لویه لاره د پاغ پْل امینتي پوستې ته څیرمه والوزاوه :

د کندهار ولایت امینه قومندان مطیع الله قاطع بېنوا ته وویل چي په پیښه کي د دریو پولیسو دوژل کیدو تر څنګ یو ملکي وګړی هم خپل ژوند دلاسه ورکړی دی . او ددریو پولیسو ترڅنګ دوه ملکي وګړي ژوبل شوي دي

دیادولو وړ ده چي دغه پیښه د نوي والي ډاکټر توریالي ویسا تر راتګ وروسته لومړی ځانمرګې حمله ده چي په کندهار کي رامنځ ته کیږي .

دخوست امنيتي چارواکويوتن ماين ايښودونکي نيولي دي.

دخوست امنيي قوماندانۍ پوليسودصحراباغ سره څيرمه سيمه کې  يوتن دريموټ کنټرول اوماين سره لاس په لاس نيولي

دخوست امنيي قوماندان سمونوال عبدالقيوم باقي زوي وايې چې نوموړي تن هغه مهال ددوي پوليسولخوا نيول شوي چې غوښتل يې  دصحراباغ څخه راتلونکي دپوليسو په موټريزکاروان پسي ديوپولچکي لاندي ځاي پرځاي کړي ماين وچاودوي

امنيي قوماندان زياتوي چې نيول شوي تن اوس مهال له دوي سره په  امنيي قوماندانۍ کې په توقيف کې دي اوتري پوښتني اوګرويږني روانې دي

دخوست امنيي قوماندان سمونوال باقي زوي وايې  چې پوليس اوسمهال په دي بريالي شوي چې دخوست په هره سيمه کې ددولت وسله والو مخالفينو هررازتر هګريز بريدونه اوپلانونه له وړاندي شنډکړي اوعاملين ونيسي او د قانون  منګلوته يې  وسپاري

بلخوا دخوست په يعقوبيوولسوالۍ دمليوپه سيمه کې دصابرخون په نوم ديوتن چې وړاندي په دولت کې دنده ترسره کول وسله والوطالبانويې دتوپک په ډزوسره دهغه شپږکلنه لوروژلي خوددولت وسله وال مخالفينوپه دي هکله تراوسه خبرې رسنيوته څه نه دي ويلي .

خوست کي سهارني ځانمرګي لویه مرګ ژوبله واړوله

دموټر بم په چاودنه کې اوه تنه مړه  او لږ ترلږه درې پنځوس ټپيان شويدي .

نن ورځ ديولسو بجو په شاواخو دخوست ولايت داسماعيل خيلو او مندوزيو ولسوالۍ په دروازه کې يوتن ځانمرګي بريدکوونکي دموټر بم چاودنه کړي  چې له امله دڅلورو تنکيو زده کوونکو په ګډون اوه تنه دولتي سرتيري وژل شوي او لږ ترلږه درې پنځوس تنه نور دولتي سرتيري ملکي مامورين دښوونځی زده کوونکي او عام خلک ټپيان شويدي .

دخوست ولايت مرستيا والي طاهر خان صبري ته وويل  چې دورځې يولسو بجو په شاواخوا يو تن ځانمرګی بريد کوونکی چې دچاوديدونکو توکو ډک سرف موټر ورسره و غوښتل يې ولسوالۍ ته يې دننه کړې خو   دسرتيرو لخوا يې مخه ونيول شوه هماغه شيبه بريدکوونکي موټر ته انفجار ورکړ او زوروره چاودنه يې رامينځ ته کړه چې له  امله يې دڅلورو تنکيو زده  کوونکو په ګډون اوه تنه دولتي سرتيري ووژل شول   او درې پنځوس تنه نور ټپيان شول ده زياته کړه زمونږ دجنايي اوکشفي ادارو دمعلوماتو له مخې په ټپيانو کې دولتي سرتيري يو شمير تنکي زده کوونکي   او اکثره ملکي وګړې شامل دی ښاغلي طاهر خان همداراز وويل چې په پيښه کې دولسوالۍ ودانۍ ته هم زيان اوښتی او يو شمير خونې يې ترډيره بريده ويجاړې شويدي دښاغلي صبري په قول دبريدکوونکي دهويت په اړه کره معلومات  دبريدکوونکي دهويت په اړه څيړنې  رواني دي ديادولوده چې دغه دموټر بريد په داسې حال کې په نوموړي ولسوالۍ ترسره شو چې پرون ورځ دخوست ښار اړوند صحراباغ ته څيرمه يو تن  ماين ايښودونکي لاس په لاس دامنيه قوماندانۍ دپوليسو لخوا دريموټ کنترول وسايلو سره يوځای نيول شوی و.

کرزیه زمونږ لوټونکي اعدام کړه

د سرپل په ولایت کې هغه دوه تنکۍ نجوني چې پرې ډلیز جنسي تیري شوي له ولسمشر کرزي څخه غوښته کوي چې پر دوي تیري کونکي په عام محضر کې غرغره کړي. د دغو دوه نجونو څخه یوه یې انیسه ده چې ۱۲ کاله عمر لري او پرې شاوخوا یو کال دمخه پینځو تنو جنسی تیری وکړ. دوهمه نجلۍ د ۱۳ کلونو ده چې سامعه نومیږي . سامعه او پلار یې چې نه یې شوای کولای دغه پیښه په ژبه بیان کړي د بینوا ویب پاڼي همکار ته په کابل کې وویل چې ولسمشر کرزي د څه باندي یو کال په تیریدو لا هم تیري کونکي نه دي نیولي تر څو یې محاکمه کړي. هغوي ویل چې ولسمشر کرزی باید دا تیري کونکي د دوي مخې ته غرغره کړي . ها خوا د سرپل ولایت امنیه قوماندان محمد بلال نیرم وویل چې په سامعه باندي د تیري په تور یې ۹ کسان نیولي او د سنګچارک ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته یې د زیاتو څیړنو لپاره استولي  دي. پر ۱۲ کلنې انیسې باندې بیا جنسي تیري کونکي نه دي نیول شوي خو یو شمیر پولیس چارواکي د غفلت په تور له دندو ګوښه کړای شوي دي. د دغو نجونو کورنۍ اوس کابل ته را کډه شوي دي. ها خوا د سرپل په ولایت کې د هغې پیښي عاملین هم نه دي نیول شوي چې د پارلمان د وکیل پاینده محمد د زوی له خوا تر سره شوي ده. د وکیل پاینده محمد زوی هم په یوې ۱۴ کلنې نجلۍ جنسي تیری کړی خو هغه مسله تر اوسه همدغسي نه څرګنده پاتې ده.

په سوات کې نجوني ښونځو ته له تګ منع کړای شوي دي

یوه ځایي طالب قوماندان د پاکستان په سوات سیمه کې ټولو نجونو ته امر کړی چې ښونځیو ته د نه ځي که نه نو د دوي له خوا به ورته سخته سزا ورکړل شي.  دغه قوماندان خپلو ټولو پلویانو ته امر کړی چې په سوات کې د نجونو ټول ښونځي تر لسو ورځو پورې وتړي. ولسمشر کرزي سمدستي د دې  قوماندان دغه خبرداری د بشر  پر  ضد یو عمل بللی .کرزي ویلي چې شته دغسي کسان چې په افغانستان کې هم ورته خبرداري ورکوي خو نجوني د هلکانو په څير ښونځیو ته د تلو حق لري او دواړه دولتونه به یې د دې  حق د خوندي توب لپاره کارکوي.

په سعودي کې يوکلنه جينۍ حاملداره شوې

په سعودي عربستان کې يوه يو کلنه جينۍ حامله شوې، ددې جينۍ روغتيايي ډاکټر وايي چې دا په نړۍ کې يوه نادره ښکارنده (پديده) ده.

 

 له روغتيايي څېړنوڅخه ترلاسه شوې پايلې ښيي چې کله ددې جينۍ مور حامله وه نو دوو سپرمونو(تخمکو)  يې په ګېډه کې نمو کړې وه دا دليل دى چې يوه تخمه لويه شوې چې جينۍ ترې جوړه شوې او بله ددې جينۍ په بدن کې لويه شوې  چې اوس يې له امله حاملداره ده.

 

 

د کرکټ ملي لوبغاړي حاجيان شول

د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله په سعودي عربستان کې داسلام د پنځم رکن حج د فريضې په ادا کولو سره حاجيان شول.د کرکټ د ٢٠١١ کال د نړيوال جام د غوراوي دڅلورم پړاو په سياليو کې چې شاوخوا دوه مياشتې مخکې په افريقايي هېواد تانزانيا کې ترسره شوې وه افغانستان ددې سياليو اتل شوى و.ولسمشر حامد کرزي په يوه ځانګړي فرمان ددې وياړ په ترلاسه کولو حکم کړى و، چې د کرکټ ملي لوبغاړي دې حج ته ولېږل شي. د افغانستان د کرکټ بورډ رييس الله داد نوري له ولسمشر حامد کرزي څخه مننه وکړه، چې ملي لوبغاړي حج ته ولېږل.
هغه زياته کړه : (( لوبغاړو لپاره  تر ټولو ښه جايزه همدا ده.))د کرکټ د ملي لوبډلي لوبغاړي د حج د فريضې له ادا کولو وروسته د مرغومي يا جدي په لومړۍ نېټه کابل ته راستانه او خپلو کورونو ته ولاړل . د ملي لوبډلې کپتان يا مشر نوروز منګل له ولسمشر څخه مننه وکړه چې دوى يې حج ته ولېږلو، هغه وويل : (( ډېرې جايزې مې ترلاسه کړې، خو د ولسمشر لخوا حج ته لېږل زموږ تر ټولو مهمه جايزه او انعام ده. ))د ملي لوبډلې بل لوبغاړي او پخوانى کپتان رييس احمدزى هم وايي چې ټوله لوبډله په دې چې حج يې ادا کړ، ډېر خوښ دي .هغه زياتوي : (( موږ د حج د فريضې د مراسمو د ادا کولو پر مهال په هېواد کې د سولې او امنيت ترڅنګ د کرکټ د نړيوالو سياليو د برياوو لپاره هم دعاګانې وکړې . ))

په پکتيا کې يوې ترافيکي پېښې اتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

ابراهيم رحيمي(خوست)  ياده شوې پېښه نن سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د ګردېز_کابل پرلويه دتېرې په کنډو کې رامنځته شوه چې له امله يې څلور تنه مړه او په همدومره شمېر سره نور ټپيان شول چې ټپيان د ګردېز ملکي روغتون ته ليږدول شوي او دامهال تر در ملنې لاندې دي.

 

د ګردېز د عامې روغتيا ر‌ئس ډاکټر احمدشاه په وينا د ټپيانو حالت نازک ښودل شوى دى.عيني شاهدانو تاند ته وويل پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې يو سراچه موټر له يو ټانکر سره ټکر وکړ او ياده شوې مرګ ژوبله يې واړوله.

د تېرې کنډو يوه داسې سيمه ده چې هر کال په دې سيمه کې دا ډول ډېرې پېښې رامنځته کېږي چې يوه مياشت وړاندې هم په دې سيمه کې يو سراچه موټر له سړکه واوښت او څو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

دځانمرګې بریدکونکې په ګډون 4 تنه ووژل شول

نن سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د غزني په ښار کې د اطلاعاتو اوکولتور رياست او د ولايت دمېلمستون مخ ته يوه ځانمرګي بريد، د بريد کوونکي په ګډون څلور تنه ووژل . د غزني د امنيه قوماندان محمدزمان په وینا  یوځانمرګې بریدکونکې  چې په تونس موټر کې سپور ؤ اوغوښتل په ښآر کې دننه چاونه ترسره کړې خو خپلې موخې ته له رسیدو وړاندې یې چاودېدونکي توکي، وچاودېدل . امنیه قومندان زیاته کړه ، په چاودنه کې دځانمرګي بریدکونکې سربیره د تونس  موټرچلوونکى او دوه لارويان هم وژل شوي او پنځه تنه ټپیان شوې دې. بل لورې تنه دغزنې ښار دمرکزې روغتون مشرداکتر سماعیل جهانګیر هم روغتون ته دپنځو تنو ټپیانو دوروړل کیدو خبر ورکوي.دځینو باورې سرچینو په حواله بريد کوونکى په يوه تونس موټر کې سپور و، خو کله يې چې غوښتل له موټره کښته او خپل هدف ته ځان ورسوي، له موټر څخه دهغه دکښته کېدو په حال کې چاودنه وشوه

په ننګرهارکې٤٠ تنه دنشه يې توکوداستعمال اوقاچاق په بنديان دي

دننګرهاردمحبس چارواکې وايي چې څلويښت تنه زندانيان يې دنشه يې توکوداستعمال اوقاچاق په تورنيولې دي،دننګرهاردمحبس مديرسيدناصريوسف زئ وويل څلويښت تنه زنديانيان اواوه تنه نوردزندان دبلکونوامرين اوکارکوونکويې په دې تورنيولي چې په زندانيان نشه يې توکي هيروين چرس اونور پلورل نوموړي وويل نيول شوي بنديان يې دنورو زندانيانو بيل په يوبلاک کې بنديان کړي ترڅو خپله سزا وويني اوهغه څوک په ګوته کړې چې له بهره يې نشه يې توکي زندان ته داخلول،دننګرهاردمحبس مديرپروينا په نشه يې توکو روږدو زندانيانوته ددوي دطبي کارکوونکوترڅنګ دعامي روعتيا اوځنيونورو خيريه مؤسسولخوا درملنه پيل شوي چې په اونۍ کې يوځل ورته دطبي معاينې لپاره ورځي،چې ورځ ترورځه يې روغتيا مخ په ښه کيدوده،په زندان کې داغه هڅې وروسته له هغې پيل شوي چې څو ورځې وړاندې دنشه يې توکو پرضددميندوغږترسرليک لاندې يوې غونډه کې يوې ميرمن بي بي شرين وويل: چې څوکاله کېږي چې ځوى يې په دې موخه زندان ته اچولى چې له چرسو وژغورل شي خواوس په پوډرو روږدي شوي،بي بي شريني پوليس اودزندان مسؤلين په دې ګرم ګڼل او ويل يې چې په زندان کې دنشه يې توکو سوداګري شروع کړيده،دمحبس دمدير په وينا پخوا يې هم دزندانيان دکورنيوسره چې محبس ته به راتله په کراتونشه يې توکې نيولي،خواوس په دې توانيدلي چې ترڅواصلي خلک ونيسي اوعاملين يې په ګوته کړي،دننګرهار په محبس کې دمګړي ٧١٧ زندانيان دتوروتمبوشاته شپي ورځې تيروي چې ٢٦ يې ښځينه دي او اوه تنه به يې سبا(سې شنبه ) دلوى اخترپه مناسبت دولسمشرکرزي په فرمان خوشي شي

ولسي جرګه: له طالبانو سره د خبرو اترو په نوي پړاو کې مونږ ته د ګډون بلنه نه ده را کړل شوي

بینوا ویب پاڼي ته د ولسمشر کرزي یوې نژدې سرچینې په دې شرط چې نوم یې خپور نه شي دا ومنله چې ډیر ژر به په عربي متحده اماراتو کې د طالبانو سره د افغان دولت د سولي خبري پیل شي.د دغو خبرو لومړۍ پړاو د کوچني اختر په ورځو کې د سعودي عربستان په جدې  ښار کې تر سره شوی وو. سرچینې وویل چې ولسمشر کرزي څو ځله د دې خبرو د طیاریو په اړه په کابل کې د عربي متحده اماراتو له سفارتي چارواکو سره خبري کړي دي. په ورته وخت کې د ولسي جرګې د د دیني چارو کمیسیوبن مشر عطاالله لودین هم دا ومنله چې ډیر ژر به دغه خبري پیل شي. لودین وویل چې په دې ناسته کې به د ده د معلوماتو له مخې پر افغان دولت او طالب وسله والو سربیره، د افغانستان ملي ټلواله او یو شمیر نور سیاسي ګوندونه هم برخه واخلي. ښاغلي لودین وویل چې په دې خبرو اترو کې د ګډون لپاره تر اوسه ولسي جرګې ته بلنه نه ده ورکړل شوي. ولسمشر کرزي ته ورنژدې سرچینې وویل چې په دې خبرو اترو کې به د سولي تر خبرو هم معامله ستره وي. سرچینې وویل چې ښایي دولت ضد وسله والو ته د حکومت ځییني  برخې هم وسپارل شي.

زلمی خلیل زاد: له ځینو طالبانو سره خبري شوني دي

په  ملګرو  ملتونو کې د امریکې استازي زلمي خلیل زاد ویلي چې له  ځینو طالبانو سره چې سولي ته  تمایل لري خبري اتري شوني دي. نوموړي دغه خبري د امریکې له ( سي، ان، ان) ټلویزیوني شبکې سره په مرکه  کې وکړي. د  خلیل زاد دغه خبري  په داسي حال  کې رسنۍ را اخلي چې پرون د امریکې  دفاع وزارت  افغانستان ته د یرشو زرو نورو سرتیرو د  استلو پریکړه  قطعی  کړه.  خلیل زاد وویل چې د دوي د معلوماتو له مخې په طالبانو کې داسي منځ لاري مشران شته چې خبرو ته  حاضر دي خو افغان  دولت  او نړیوال متحدین باید په دې موضوع کې داوس  په پرتله  له  زیات پیاوړي دریځ څخه کار  واخلينوموړي سیاسي ډیالوګ  د  افغانستان د کشالۍ دهوارولو لپاره یوه  ممکنه لاره  په ګوتو کړه چې وایې واشنګټن یې نه ردوي.

کابل: دری پښتانه ماشومان لیلام ته ایښودل شوي دي

د کابل په قمبر څلورلاري کې د هلمند ولایت میشتو کډوالو د لوږي او تنګ دستۍ په سبب خپل دری  ماشومان  خرڅلاو ته ایښي دي. د قمبر څلور لاري ته څیرمه دمګړۍ په لسګونو هغه هلمند میشته کورنۍ ژوند کوي چې د ناټو ، طالبانو او افغان دولت د جنګ جګړو د ویرې  له امله دغلته را کډه شوي دي. د محمدګل په نامه یوه کډوال چې په یوه زړه خیمه کې له خپلو څلورو ماشومانو او میرمني سره له کړاونو ډک ژوند تیروي په داسي حال کې چې بي اختیاره یې اوښکي په ګونځي کونځي مخه را رواني وي د  بینواویب پاڼي   ته وویل چې ده خپل دوه ماشومان خرڅلاو ته ایښي تر څو د کورنۍ د پاتیو کسانو ژوند پرې وژغوري. هغه وویل چې یوه لور یې څلورنیم کلنه ده چې صبره نومیږي او زوی یې میراجان دی چې د  دوه نیمو کلونو دی. په دې پنډ غالي کې یوه بل پښتانه چې ځان یې اخنزاده را وپیژانده وویل چې دی هم حاضر دی خپله دوه کلنه لور د تنګ دستۍ او لوږي له امله د هغې د ژوند او د خپلې کورنۍ د ژوندي پاتي کیدو لپاره په ۱۵ زره افغانیو وپلوري.اخنزاده وویل چې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې  یې یوازي یو ځل او هغه هم آش خپلو ماشومانو ته ورکړی او دوه تنه د سړي هوا له امله سخت ناروغ دي.
هغه له ټولو  کور دننه او بهر میشتو افغانانو غوښتنه وکړه چې د خپل افغاني احساس له مخي له دوي سره مرستي وکړي.

د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي ښونکی ومړ

د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي تکړه ښونکی حسن ظمیر صافی د ورپیښي ناروغۍ له امله تیره ورځ د ۷۹کلونو په عمر له دې نړۍ څخه سترګي پتي کړي. مرحوم صافي تر پینځوسو زیات ادبي اثار لیکلي چې زیات یې د تاریخې په اړه دي. د نوموړي تر ټولو مشهور اثر ( نظر بر  مبادي تاریخ) دی چې په زرګونو ټوکه چاپ او تکثیر شوی دی. نوموړي د هند په یوه روغتون کې ساه ورکړي او ټاکل شوي چې جنازه یې کابل ته راوړل شي.

سترې محکمې د لوي اختر ورځ اعلام کړه

د افغانستان سترې محکمې په رسمي ډول د راتلونکي اونۍ د یکشنبې ورځ ( عرفه) او دوشنبې ورځ د مبارک لوی اختر لومړۍ ورځ په ګوتو کړه. د سترې محکې عالي شورا وویل چې دا اعلام له سعودي چارواکو او افغان  عالمانو او ستور پیژندونکو سره تر ګډو څیړنو وروسته شوی. سږ  کال په داسي حال کې د لوی اختر نیټه یوه اونۍ دمخه  د رسنیو او ملي ټلویزیون له لاري اعلامیږي چې د حج مراسمو ته د ګډون لپاره تلونکي  ګڼ شمیر زایران له په ټولو ولایتونو کې پاتي دي.هغوي شکایت کوي چې سږ کال د حج پروسته د تیرو کلونو په پرته له زیاتو ستونزو سره مخ ده او په قوي احتمال به یو شمیر زایران حج ته له تللو پاتي شي.
افغان چارواکي ټټر وهي چې دوي به له ستونزو سره سره د دې جوګه شي چې ټول زایران حج ته ولیږدوي.

په کندوز کي یو سړي خپله ښځه ووژله

دکندوز ولایت په مرکز دکندوز ښار د څلورمې ناحيې په سيمه  کي یو سړي خپله ښځه هغه وخت په چاقووژله کله چي ئې خپلي ښځي د هغه لپاره د مېوې سره چاړه  د هغه کوټې ته وروړه .

د نوموړي ولایت دقومندانۍ د امنيت آمر سمونوال عبدالرحمن اقتاش پژواک ته نن وویل چي ياد شوى تن، چې عصبي ناروغي  لري د ډاکټرانو د هدايت په اساس په خپل کور کې په يوه بېله کوټه کې ساتل کېده .نوموړي ويل چې تېره شپه کله چې د هغه ښځې ورته له ميوې سره چاړه يوړه، نو سړي چاړه را اخېستې او خپله ښځه يې ورباندې وژلې ده .
ده زياته کړه چې  پوليسو قاتل نيولى دى  

په بادغیس، بامیانو، غور، غزني او بدخشان کې سختو واورو بشري ناورین ته لاره هواره کړي ده

د بادغیس، بامیانو، غزني، بدخشان او غور ولایت خلګ او په ملی شورا کې استازي وایې چې دغلته د دریو ورځو راهیسي سختي واروي وریدلي او د زیاتو ولسوالیو او مرکزونو تر منځ غزیدلي واټونه د تګ راتګ پر مخ تړل شوي دي. په ولسي جرګه کې د غور ولایت وکیلي میرمن رقیه نایل بینواویب پاڼي ته په کابل کې ویل چې له تیرو دریو ورځو راهیسي د اوو ولسوالیو لاري تړل شوي او هلته خلګو ته هیڅ راز مرستي نه دي رسول شوي او ګمان کوي چې ګڼ شمیر کسان به د لوږي او سړې هوا له امله مړه شوي وي. په ورته وخت کې د کندز ولایت استازی معین مرستیال بیا وایې چې د دوي په ولایت کې د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې ریاست له لوري هغسې مرستي نه دي شوي چې باید شوي وای. مرستیال تور ولګاوه چې دغه اداره بي کفایته ده چې د ژمي له را رسیدو دمخه یې باید یوه لاره لټولي وای. له بل لوري په پارلمان کې د بدخشان ولایت استازی سلطان محمد اورنګ هم د بدخشان ولایت له یو شمیر لري پرتو ولسوالیو سره د
شویو مرستو په اندازه کې د کموالي په باب سرټکونه کوي. نوموړی وایې چې دغلته مرستي کمي رسول شوي دي او هغه غنم چې مرکزي دولت دوي ته استولي له ټیټ کیفیت څخه برخوردار دي چې حتی د انسانانو د خوارک وړ نه دي.د یادوني وړ ده چې تیر کال د سړي هوا او متواترو واورو او لوږې له کبله شاوخوا زر تنو افغانانو د ملک په بیلا بیلو سیمو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

ننګرهار کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

د ننګرهار په ولایت کې د افغانستان، ایران او پاکستان د کتابونو نندارتون پرانیستل شو. په دغه دری ورځني نندارتون کې د دریو واړو ملکونو یو شمیر لیکوالانو خپل په سلګونو ټوکه کتابونه  نندارې   او خرڅلاو ته ایښي دي. دغه نوښت د افغانستان د اطلاعاتو او کتلور وزرات دی او د دې نندارتون لګښت هم د وزارت پر غاړه دی.

عاجل خبر:د پوهنتون ښونکی نصرالله ستانکزی مړ شو


د افغانستان د معارفو تکړه روزونکی او د پوهنتون ښونکی استاد نصر الله ستانکزی تیره ورځ په ناڅاپي توګه له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړي. ولسمشر کرزي د استاد ستانکزي مړینه یوه نه جبرانیدونکي ضایعه وبلله او د نوموړي کورنۍ ته یې د لوی خدای له دربار څخه د جمیل صبر غوښتنه وکړه. استاد ستانکزي د خپل عمر ډیره موده د ننګرهار په پوهنتون کې د زدکړیالانو روزني ته ځانګړي کړي وه. نوموړی د ننګرهار پوهنتون له تکړه او مسلکي روزونکو څخه شمیرل کیده.

بلخ: یو ملاامام په یوې ماشومې جنسي تیری کړی

د بلخ ولایت پولیسو هغه ملا امام نیولی چې څه موده دمخه یې په یوې پینځلس  کلني نجلۍ جنسي تیری کړی وو. پولیسو د بینواویب پاڼي ته وویل چې دغه پیښه د نهرشاهي په ولسوالۍ کې شوي وه او ملا امام د کندز ولایت ته پښي سپکي کړي وي.  که چیرته محکمه په یاد ملا امام دغه جرم ثابت کړای شي نو نوموړی د پانسۍ له سزا سره مخ کیدای شي. په ورته وخت کې په بلخ ولایت کې د یوې
پینځه کلني نجلۍ د خرڅولو مخه نیول شوي ده. دغه نجلۍ د خپلي کورنۍ له خوا د  لسو زرو افغانیو په بدل کې خرڅلاو ته وړاندي کړای شوي وه خو د ملګرو ملتونو د دفتر یو چارواکي په دې معامله کې مداخله کړي او د نجلۍ کورنۍ ته یې د پیسو د ورکړي په بدل کې د دې پیښي مخه نیولي ده.

نن شپه د یلدا شپه ده

نن شپه چې د قوس د میاشتي وروستۍ شپه ده د یلدا له شپې سره برابره ده . د یلدا شپه د اویستا په کتاب کې ذکر شوي چې د زردشتیانو له خوا به د خاصو مراسمو په ترځ کې نمانځل کیده. دغه شپه د افغانستان په ګاونډیو ملکونو لکه ایران او تاجکستان کې هم لمانځل کیږي. د یلدا شپه د کال تر ټولو
اوږده شپه ده چې خلګ یې د انارو او هندواڼي په خوړلو سره لمانځي او یادونه یې کوي.

طالبانو هغه دوه ورو ڼه چى څه موده مخكې يى دپكتيكا ولايت دخير كوټ له ولسوالې څخه تښتولې و ووژل

دپكتيكا ولايت د والى ويندوى حميد اله ژواك دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه دوه وروڼه چې يو ئى دوه مياشتى مخكې په ملى پو ليسو كې شا مل شوى و او بل ئى ا زاد كارو بار درلود څه موده مخكې دطالبانو له خوا ددغه ولايت د خير كوټ له ولسوالې څخه وتښتول شول ا ومړى يى پرون ددغه ولايت د خوشا مند په سا حه كى وموندل شول.

د انساان په شخصیت کې د وینې د ګروپ رول – رپوټ

د انسان په شخصیت کی د وینی د گروپ رول


هغه څیړنې چی د چاپان په یوه انستتیوت کی د وینې په ګروپ شوي دا ښیي چی انسان ځینی شخصی   ځانګړتیاووی د وینی په ځانګړیو ګروپونو پورې اړه لري چې په لاندې او لنډ ډول تاسو ته وړاندې کیږي:

د O ګروپ وینه:

دا کسان رهبریت ډیر خوښوي، د اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره همیشه کوشش کوي، ډیر صادق، جدي او پر خپلو وړتیاوو ډیر اعتماد لري. د ددې کسانو منفي خصوصیات غرور، حسادت او رقابت ته زیاد میلان لرل دي.


د A ګروپ وینه:


د ددې کسانو همغږي، سوله و نظم ډیر خوښیږي. د نورو خلکو سره د ګډ کار سره ډیره مینه لري. دا کسان ډیر حساس، صابر او مهربانه دي. د ددې کسانو منفي خصوصیات لجاجت او نه استراحت دي.


د B ګروپ وینه:


دا ډله کسان ډیر نوښتګر او د هر ډول محیط سره ډیر ژر کولی شی ځان سمبال کړي. دا ډله خلک ډیر سخت ځان پرسته کسان دي، او ډیر ځله کارونه داسې خوښوي چې د خپلی سلیکې سره سم او خپلواکی سره یې پر مخ بوزی. هر کله چې دا کسان پر خپله خپلواکۍ ډیر اصرار وکړی کیدای شي چې ددوی په تاوان تمامه شي.


د AB ګروپ وینه:


دا ډله خلک ډیر آرامه او لطیف وي، د خلکو سره ډیر په ملایمت رفتار کوي. دا کسان اکثرآ غیر صمیمي وي او د تصمیم په نیولو کی هم معمولا مشکل لري.

Follow

Get every new post delivered to your Inbox.

%d bloggers like this: