سوله

د ســـولــی جــــرګه 

د ډاکټر صلاح الدین سعیدي لیکنه:                                                                                  

                                                                                                                       

د وطن دقدر وړ شخصیت او پوه ښاغلی استاد روستار تره کی د سولی د جرګی تر سرلیک لاندی لیکنه می چه ددوی طرحه ده  د دعوت په درنه ویب پاڼی  کـــې  په ۲۱/۳/۲۰۱۰ نیټه ولوستله.

اجازه غواړم چه یادونه وکړم چه د ښاغلی روستار تره کی د لیکنو نه مو همیشه ګټه اخیسته او ددوی لیکنی مونږ ته د لیا زیاد تعمق، تفکر ، لار ښود  وی او وی به. په ډیر احترام ځانته اجازه ورکوم چې ددوی ددرنو او با ارزښته لیکنوڅخه په خپل وار  مننه وکړم. الله تعالی دی دوی ته نور هم ښه روغتیا او قوت ورکړی چه د افغانستان او سولی په ګټه خپلی هلی ځلی جاری وساتی.

په ډیری درناوی اجازه غواړم چه ددی طرحی په هکله خپلی ملاحظی او د دی طرحی بعضی عملی او غیر عملی اړخونه او یوسلسله مفاهیمو ته په همغه ډول چې په دی طرحه کې راغلی خپل برداشت له هغو څخه – تاسی سره شریک او ستاسی پام ورته جلب کړم. هدف او مرام دادی چه دا طرحی د مسودو په بڼه د لیا غور لپاره هراړخیزه حلاجی او د خیر او خلاصون لیاری او نسخی په ګوته شی. خبر نه اوږدم او په نیغه مطلب ته راځم. 

 په دی طرحه کې راغلی:

د سولی جرگه به مثابه نیروی سوم مصلح و میانجی به قصد ایجاد فشار و اعمال نفوذ از طرق مسالمت آمیز بالای مراجع داخلی و خارجی بحران افغانستان ، برای انتقال کشور از حالت جنگ و بحران به صلح و ثبات سیاسی ایجاد گردیده است . د سولی جرگه حزب سیاسی نیست و به قصد احراز قدرت سیاسی بوجود نیامده است .

 مونږ په دی باور یم چه د افغانستان خلک او د نړی ټول خیر اندیشه انسانان د افغانستان او سولی په هکله د جرګو، کنفرانسونو ، سیمینارونه او ناستو تدویرول چه په هغو کې د ځان او د نورو د پوهولو، د افغانستان او د سولی په هکله د مشاکلو د حل لیاری لټول، عملی مؤثرو ممکنو اقداماتو د عملی کولو نسخی او د خیر او خدمت په مقصد جوړیږی هرکلی کوی او هغه  یو ښه او ضروری اقدام ګڼی چې په ډیر و مواردو کې حتی الترناتیف  او بدیل نه لری.

 مونږ په دی باور یم چه داسی ناستی ولاړی باید مشخص تعریف او خپل صلاحیتونه او حدود ولری او هرډول تخلف ددی تعاریفو او حدودو نه لکه د بن د کنفرانس به غیر مشروع   عواقب منځ ته راولی او داسی حرکت به ددی په ځای چه مشکل او ستونځه حل کړی خپله به مشکل سازه شی . لدی کبله پورتنی صراحت یو مطلوب صراحت دی چه په عمل کې باید ددی صراحت په چوکاټ کې کار وشی.  

 ددی طرحی په بله برخه کې راغلی:

د سولی جرگه صرفآ به عنوان یک گروپ فشار برای تحقق داعیه صلح ایجاد شده است.   باتدویر لویه جرگه موسسان و تصویب قانون اساسی جدید رسالت استقرار صلح که بدوش د سولی جرگه  است ، به پایان میرسد . آنگاه « د سولی جرگه میتواند با در نظر گرفتن امکانات و ظرفیت های خود و با ملاحظه نتیجه بدست آمده از ارزیابی اوضاع ، به مثابه هسته تشکیل یک تشکل سیاسی و یا جبهه متحد ملی در حیات سیاسی آینده کشور نقش بازی کند . به این منظور مرامنامه و پروگرام کاری د سولی جرگه عند الموقع  به اطلاع عامه رسانیده میشود.

 مونږ په دی باور یو چه لمړی جمله باید داسی تکمیله شی: د سولی جرګه صرفآ به عنوان یک ګروپ فشار برای بیرون رفت از مضیقه وحالت رقتبار امروزی و تحقق داعیه صلح ایجاد شده است.

زمونږ هدف او مرام ددی مطلب نه دادی چه مونږ  په عمده ډول د خپل کار استقامت او هلی ځلی  په اوس او  آینده باندی متمرکز کړو. تيره د اوس او راتلونکی لپاره و ځیړو او په تیره کې بند پاتی نه شو. په  توی شوو شیدو جړل به کار و نباسی. 

 منږ په دی باور یو چی ددی طرحی په دی برخه کې هغه اولنی مقصد او تعریف چې د سولی جرګه یو دریمه قوه او دسیاسی فشار وسیله ده په معیین مفهوم نفیه کوی او یو حزبی شکل مومی چه د فعلا لپاره دا د اولنی تعریف نه معین تجاوز او یا هم د وخت نه مخکی خبر بولم چه کیدای شوه شفاهی وړاندی شی. 

 لدی کبله چې د سولی جرګی او نورو مشابه جرګو نومونه سره ورته دی او لوستوونکی مغشوش او ګیچوی چه د کومی جرګه څخه خبر کوو. خو په هر صورت د ددی سولی جرګې او مشابهو جرګو د غړو او فعالینو د انتخاب او انتصاب میکانیزم د جنجال سبب کیدای شی . معیار او محک د بحث وړ او مشخص واضح حدود د لیا نو هم دبحث موضوع ګرځی. عمومی قاعده بیان شوی او په عمل کې دا قاعده اجراکول د جنجال سبب کیدای شی. داد  سولی جرګه  چې مونږ ورته یو متحده جبهه هم ویلای شو کیدای شی چه معین هدف د تحقق لپاره توافق وکړی  اما همغسی چه وویل شول چې دا د سولی جرګه  معیین سیاسی حزب نه دی نو بیا د غړو او فعالینو انتخاب هم په همدی معیار  هم لږ څه پراخی حوصلی او لیدلوری ته اړتیا لری..   مسلم ده چه په دی پراخوالی کې د سره خط نه تیریدل مجاز نه دی.

 ښکاره ده چې داسی دسولی جرګی لنډی او لنډمهاله برنامه ولری او په بعضی مواردو کې انقلابی روشونه غوره کیږی. په اوږد مهال ډول باید د نورمالو ، قانونی او دیموکراتیک چینلو ته قوت ورکړ شی. زمونږ په پوهه د قانون او د  نظام د اصلاح لیاری باید د قانون او نظام د منلو له لیاری مخ ته لاړی شی. په دی بنسټ  ددی طرحی په پورتنی متن کې د (….موسسان و تصویب قانون اساسی جدید رسالت…) نه داسی معلومیږی چه د افغانستان د اوسنی اساسی قانون  د تعدیل او اصلاح خبر نه ده مطرح. بلکی د  افغانستان د نوی اساسی قانون په هکله د تصویب خبره مطرح ده.

مونږ په دی باور یو چه د افغانستان اوسنی قانون باید تعدیل اوبنسټیز اصلاحات او تعدیل شی . د افغانستان په  اوسنی اساسی قانون کې د دولت  د دری ګونو قواو تر منځ تعادل نه شته، د ټاکنو برخه یی زیاتی خلاوی لری. 

مونږ افغانستان ته د پارلمانی نظام او غیر مستقیمی  دیموکراسی چه پارلمان رﺋیس جمهوری او رﺋیس جمهور پارلمان ته صدراعظم  او صدر اعظم پارلمان ته د کابینی د رای اخیستو مسأله مطرح کړی – تأکید کول غواړو.

د مدرن تخنیک او مدرن انفرسترکتر  مونږ ته دا امکات برابروی چه خلکو ته  اداره   نږدی نژدی اود ولسوالی اداری اصلی اداری مرکز باندی تأکید کوو. د ولایت اداروه صلاحیتونه باید مرکز او ولسوالیو ته انتقال شی. وسطی اداری حلقاتو  رول باید تضعیف او په تدریج د له منځه وړو باندی تأکید کوو. سره له دی چه دا  وروستی خبری دی  اما د افغانستان اداره خلکو ته نږدی کونه  د اوسنیو قوانینو په چوکات کې هم تر یوه حده ممکنه ده.

 مونږ په دی هکله لسهاوو نورو تغییراتو باندی تأکید کوو .مونږ په دی باور یو چه دا هغه خبری او تدابیر دی چې مقدماتی کار ته همدا اوس اوس اړتیا لری.

ددی طرحی بله برخه کې لولو: ” 2 ــ  شورای عالی :

ذیصلاح ترین مرجع تصمیم گیری است ، که از ۹ تن اشخاصی که دارای شهرت نیک و سابقه کار در جهت تآمین صلح در افغانستان هستند ، ترکیب شده است …..  تا زمان تشکیل شورای عالی یک کمیته موقتی وظائف محوله را انجام میدهد . ”

 ددی جرګې ۹ کسیزه او نور د فعالیت لپاره پیشنهاد شوی کمیټی  غړی او مشران به په کوم مشروعیت څوک تعیین او یا نصبوی؟  داچه کمیته مؤقت به چاته جوابګو وی هم د تعمق وړ ده. ددی مؤقت کمیټی د جلساتو ځای او مصارف او مشابه مکانیزم روښانول په کار دی.

 زمونږ په پوهه دنړی او د ملل متحد ، اروپایی   ټولنی  او نورو مؤثرو او خیرخواه ادارو معنوی او مادی مرستو جلبولو ته ددی کړنلارو او برنامو د عملی کولو او د سولې جرګی د کارونو د مخ ته وړلو لپاره شدیده اړتیا شته. مونږ په دی باور یو چه د کابل اوسنی حاکمیت که په ریښتیا  د افغانستان د لانجو حل او ددی وضعی نه د افغانستان د خلکو کاږل او سولی ته کار کول غواړی نو دداسی حرکتونو د غوړیدو  او پرمختګ لپاره مرستی وکړی. د افغانستان پارلمان باید د داسی پروژو لپاره چې په وطن کې د دیموکراسی ریښی کلکو او عمق ورته ورکوی مالی او معنوی مرستی وکړی.

ددی طرحی بله برخه کې لولو: ” کمسیون صلح ازکلیه امکانات تماس ومفاهمه با مقاومت مسلح استفاده مینماید وزمینه تدویر کانفرانس بین الافغانی رافراهم می آورد .”

 دا کار د نړیوالی همکاری او مرستی ته کلکه اړتیا لری او ارتباطی کړی او افراد به امنیتی مشکلا ت او ستونزی ولری . په دی هکله په افغانستان کې د مؤثر منابع سره هماهنګی او کو اودینه پکار ده.

 ددی طرحی بله برخه کې لولو:  دو ــ  کانفرانس بین الافغانی :  الف . « د سولی جرگه » از طریق تماس با مراجع بین المللی علاقمند حل قضیه افغانستان چون « س ، م ، م » ، اتحادیه اروپا و سازمان کانفرانس اسلامی ،  تدویر کانفرانس بین الافغانی را در رآس اجندای کاری خود قرار میدهد .  درین کانفرانس که تحت سرپرستی « س ، م ، م »  تمویل و دایر میگردد ، علاوه به شخصیت های افغانی دارای تقوای سیاسی و سوابق نیک ، نمایندگان طرف های درگیر جنگ چون مقاومت مسلح ، حکومت کابل و ائتلاف نظامی بین المللی اشتراک مینمایند .

به این منظور اوربند اعلام و نافذ میشود و به نمایندگان مقاومت مسلح تضمینات لازم امنیتی اعطاء میگردد .”

 زمونږ به پوهه ددی کنفرانس دغړو غوره کول چې د موجه اعتراضو سبب نه شی، معیارونه دپورتنیو ملاحظاتو سره سم د غور وړ دی. ددی کارعملی میکانیزم اوفورمول چه دا اصول اوقواعد وټاکي جدی ډیری پام لرنی او لازم جرﺋت اواحتیاط او پراخ لید لوری ته اړتیا لری.

ددی طرحی بله برخه کې لولو: ”…. تشکیل حکومت انتقالی در صدر اجندای کانفرانس بین الافغانی قرار دارد .”

 ددی مسألی مادی او امنیتی اړخونه د تعمق وړ دی. مدرن کادری سیاسی او مشروع حاکمیت هغه مطالب دی چه باید پری توافق وشی. هرمسلکی پوه سړی حتمی نه ده په هغه سیاسی پست کې مؤظف شی چه سیاسی مشروعیت ته اړتیا لری . په دی برخه کې د نړی تقلبی بی طرفی لکه څنګه چې د افغانستان په دی وروستی ټولټاکنو کې اعلام کړای شول د منلو وړ نه ده.

زمونږ په پوهه دا نړی ټوله انتقالی  او مؤقته ده.  نو بیا په مؤقتی او انتقالی بیا انتقالی نوم  ایښودل راته کلکه او جوته  خبر نه ښکاری..

باید دا قبول کړو چه افغانی ټولنه اوس خپلی بلی انکشافی مرحلی کې قرار لری چه د لس کالو نه د مخه توپیر لری. له بلی خوا زمونږه عملی تجربه په افغانستان کې داسی ده چه مؤقتی خلک غواړی دایمی(العیاذ بالله)  شی(….. یدرککم الموت ولو کنتم فی بروج المشیده). نو مونږ په دی باور یم چه  دمؤقتو او انتقالی دورو په ځای د نورمال سیستم د جوړولو لپاره کار کول په کار دی.   که نړیواله ټولنه او نړیوال سازمانونه زمونږه سره مرسته کوی او باید یی هم وکړی نو هغوی ته پکار ده چه په افغانستان د خلکو د حاکمیت لپاره د ریښتنینو دیموکراتیکو انستیوتونو د تقویه او اتوریته ورکولو لپاره کار وشی.

 مونږ د دیموکراتیک سیستم  د پارلمان، د ټاکنو، د اساسی قانون او داسی نورو اصولو او مبادیو چې همدااوس په افغانستان کې د سیستم له لحاظه موجود دی مخالفت نه لرو. مونږ دهغوی د ریښتینی او درستی لاری د غوره کولول او ریښتینی محتوی ورکولو په هڅه یو.  داسی نور مطالبو غوښتنه کوو.

 مونږ په دی باور یو چې مثبت ایجاد شوی دیموکراتیک  انستیوتونه باید په نورمال ډول کار وکړی او د مافیا له لاسه ووځی.

مونږ په دی باور یو چه په تیرو زیاد پاء فشاری په دی مانا چه په توی شوو شیدو ماتم وکړو زمونږ مشکل نه شی حلولی.  مونږ ته په کار ده چې په دی تمرکز وکړو چې د دی مضیقی نه څنګه د افغانستان خلک او وطن خلاص کړای شی.  

 ددی طرحی بله برخه کې لولو: ”سه ــ  تشکیل حکومت موقتی :

حکومت انتقالی محموله گذار از جنگ به صلح در یک مرحله انتقالی است  و لا اقل سه سال دوام مینماید .

 حکومت انتقالی از لویه جرگه مشروعیت اخذ میکند .  لویه جرگه پس از اعطای مشروعیت به حکومت منحل میگردد و بار دیگر با آماده شدن مسوده قانون اساسی  جدید برای  تصویب  آن  دائر میگردد .

قبل از تشکیل حکومت انتقالی «  س ، م ، م » از اعضای خود که بصورت مستقیم یا غیر مستقیم درگیر جنگ افغانستان هستند ، مطالبه میکند تا از طریق فشار های دیپلوماتیک ( تنزیل مناسبات دیپلوماتیک ) ، حقوقی ( بازپس گرفتن شناسایی ) ، اقتصادی ( تنقیص کمک های خارجی ) و قضایی  ( تعقیب جنگ سالاران حامی حکومت )  ، حکومت کابل را ناگزیر به استعفآ بسازد .

همزمان با استعفای حکومت کابل حکومت جدید موقتی ازجانب « س ، م ، م »  وجامعه بین المللی به رسمیت شناخته میشود . ” 

مونږ په دی باور یو چې حکومت او د هغه مشروعیت اخیستل یو نهایی و غیر قابل تغییر جوړښت او مشروعیت نه دی. حکومتونه او د هغه غړی هره ورځ کولای شی داسی حرکت او کار وکړی چه د اعتماد د بیرته اخیستو موجب شی. نو په هغه صورت کې بیا چه لویه جرکه منحل وی دا مشکل به څوک حل کړی. هغه وزیر چه د لوی جرګی نه د اعتماد رای تر لاسه کړی نو د تخلف او یا صریح موجه او یا غیر موجه تخلف په صورت کې به یی څوک عزل کړی؟

داهم دقیقه  خبر نه ده چه اوسنی حکومت او پارلمان دی تر هغه کار کوی چه تر څو ټاکنی تر سره شی.  ددی لپاره حداکثر نیټه او زمان معیینول په کار دی.  په دی هکله لسهاوی سوالونه بی ځوابه دی.  

مونږ د دایمی سیستم جوړولو او په دی ډول  د استقرار د طرحو د جوړولو او عملی کولو په فکر کې یو. په لنډ وخت کې نوی تعدیل شوی اساسی قانون او د هغه پر بنا نوی دولتی نظام او حکومت چه د خلکو نه یی مشروعیت تر لاسه کړی وی اړتیا شته.  دداسی میکانیزمو طرحی او مسودی جوړول او د افغانستان خلکو ته  د نوی اساسی قانون پربنا وړاندی کولو او نهایی کولول باندی باید کار وشی.

مونږ مؤقت حکومتونه ولیدل و وینو چه یو واری د قدرت واګی په لاس کې ونیسی او دقدرت مزه ووینی نو بیا یی نه پریږدی.

علمی،  مسلکی متخصصینو ته ، د اساسی قانون مسوده جوړول او نور مشابه فنی خواوی برابرول د امکاناتو  او سیاسی ارادی په وجود کې مشکل نه لری.  

مونږ په دی باور یو که نړیواله ټولنه په ریښتیا و غواړی، مادی او تعهداتی امکانات برابر کړای شی په دی برخه کې زیاد کارونه د سیستم سازی او د دموکراسی د د انستیوتونه د نهادینه کولو لپاره کیدای شی.

که نړیواله ټولنه او د افغانستان خلک و نه غواړی او غیر فعاله اوسی نو دا حد اقل کارونه هم نشی کیدای .

دداسی حکومت جوړول چه دخلکو لخوا، پرخلکو، د خلکو په واسطه او د خلکو په خدمت کې حکومت جوړولو ته کار په کار دی. په دی پیړی کې داسی حکومت او داسی اداری یواځی او یواځی هغه وخت منځ ته راتلای شی چه د خلکو اراده ورسره وی. د افغانستان خلک مسلمان دی او انتخاب یی معلوم دی.

دا یو مسلم حقیقت دی چې افغان ولس د دری لسیزو ډیر قربانی ورکول او دادی د نورو جګړی او منازعات حلوی. داهم واقعیت دی چه ملت د سیاسی لحاظه په پارچو پارچو ویشل شوی. داسی پارچی هم شته چه د خبرو اترو دمیز کیناستل نه غواړی. خو ټول ته پکار ده چه خپل ځای و پیژنی او د ټولنی د سیاسی څیری جزء و ګڼی  او نه کل. که څوک داسی کوی نو مطمینا چه خطاء کار کوی او وطن کې سوله نه غواړی. هغه ځواکونه چې په وطن د جنګ او ورور وژنه کې خپل سیاسی موجودیت وینی باید د ټولو نورو سیاسی ځواکونو لخوا او د خیر خواه انسانانو په ارادی د ملت نه تجرید کړای شی.

دا یو واقعیت دی چه دا ملت سوله غواړی او د جکړی نه نفرت لری.

دا یو واقعیت دی چې افغانستان یو داسی قوی زعامت ته اړتیا لری چې دا هیواد د جګړی له میدان نه وباسی.

دی مقصد ته عملی کار کول او رسیدل  د ټولو خیرخواه انسانانو د لاس ورکونی په بنسټ،ګډ تفاهم او مشترک کار ته اړتیا ده.

مونږ په دی باور یو چې مشترک مقصد ته د رسیدو لپاره داسی تدابیر ونیول چه عملی وی او د ټولو خیرخواه افغانانو مشترک مساعی را جلب کړی. 

مونږ په دی باور یو چه سیاسی ګوندونه، جمعیتونه ، ټولنی، حرکتونه، جبهی اوسیاسی پلاتفورمونه په یوه ټولنه کې د ټولنی د مطروحه مسایلو د حل نسخی وړاندی کوی او لری.  تر هغه ځایه چه مونږ خبر یو د سولی مطروحه جرګه په یو پراخه توګه ددی خیر او سولی لپاره کار کول غواړی. داسی کار کول چې په لږو قربانیو ډیر نتایج تر لاسه شی.

 مونږ په دی باور یو چه د افغانستان او سولی د تحقق نسخی نه سل دی او نه هم ۱۸۵ . نو د افغانستان سیاسی ګوندونو،  جمعیتونو، سیاسی ټولنو ، او پلاتفورمونه او ټولو خیر اندیشو کسانو ته په کار ده چه د مقدسو او مشابه اهداف د تحقق او تر لاسه کولو لپاره لاس سره وکړی او د سیاسی ټولنی او حرکت جوړول د جیبونو د ډکولو او څوکیو د نیولو په مقصد نه – بلکې د خدمت لپاره استعمال شی. سیاسی قدرت ته رسیدل د خلکو د خدمت لپاره عبادت دی .راځی په داسی عبادت کې برخه واخلو. زمونږ مقصد دادی چه په هرځای او هر مقام اوهر محل کې چه یو ددی انسانی اهدافو او مقاصدو لپاره تر خپل توانه آواز اوچت کړو او عمل وکړو.

باور لرو چې د هرعمل د پیل لپاره نیت شرط او مهم او اولی قدم دی. نیت د زړه او قلبی خبر ده او الله تعالی پر زړونو آګاه دی(والله علی مانقول خبـیر).  

تاسی ته معلومه ده چې په وطن کې د اعتماد مزی شلیدلی او هر د خیر آواز، لیکنی  اواوږد شوی لاس ته هم په تردید او شک کتل کیږی.  دا حالت باید تغییر وکړی. ددی لپاره کار کول پکار دی. زه غواړم په دی ځای کې تأکید وکړم   چه په دی لیکنه کې زمونږ بعضی طرحی او تأکیدات چه په لمړی  اوسطحی نظر په بعضی مواردو کې التقاطی هم بریښی ددی مانا نه لری چې ګواکی د سولی د جرګې د عمده طرحواو یا هم متفکرینوسره به خلاف لری.

 مونږ په دی باور یو چه په اکثرو موارد کې عین ارزشونه او اصول تأﺋیدو او کار ورته کوو. خو مونږ دلته لازمه وګڼله چې  یو ځل بیا په دی  نکاتو تأکید وکړو او هغه متبارز کړو.  

 دا ښکاره خبر ده چې نسخی او تجاویز د شرایطو او حالاتو په بدلیدو بدلیږی. په دی ځای کې یو ځل بیا د تأکید ګڼو چې په کلکه اړتیا شته چې دا طرحه او داسی نوری ورته طرحی لکه د محترم انجینیر احمدافغان طرحه ( منتشره  ماه جنوری جرمن آنلاین-آریائی- آزمون ملی-دعوت- صدای افغان- هیواد و ویسا ) د حزب اسلامی طرحه او داسی نوری طرحی سره کیښودل شی او ددوی څخه ان شاء الله  بله هر اړخیزه طرحه جوړه او وړاندی کړای شی – نو به بهتره او عملی اړخونه زیات ولری.    

 والسلام علی من اتبع الهدی

2 Responses

  1. درست پښتون له کندهاره تر اټکه
    سره يو د ننګ په کار پټ او اښکار
    اوس يواځی ه په دی لاره کی زه نه یم
    پښتانه دی راپسی کتار کتار

  2. يم خړ پښتون خړ مې ژوندون دی
    خړو جامو کې به فردوس جنت له ځمه
    زه دي قربان ترهغه چاسم
    چه دپښتون قوم دراتلونکي غم کوينه

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: