مقالې

وجه – یوه لنډه کیسه 

پېښه داسې وه چې دډېرو ورځو نه زۀ د اوسېدو لپاره د يړ کوارټر په درک کې ووم. په پېښور کې د کرايې په کوارټر پسې ګرځېدل ماته د خودکشۍ کولو نه زيات ګران کار ښکاري. خلک دومره سپين سترګي دي چې تۀ به ولاړ ئې او کنځلې به درته پېل کړي:
 ” کوارټر چرته دى وروره! د کرايه دارو دې خداى بېخ وباسي دومره ډېر شوي دي چې په خپلو کورونو کې مو هم نۀ پرېږدي”.
 يا به په ظاهره ډېر په نفرت سره ووائي ” يره د دې کابليانو د لاسه کوارټر خالي چرته پاتې کېږي. دوى خداى روک که چې مونږ تې خلاص شو”. خو په زړۀ کې به د افغانستان د ورانۍ او تباهۍ دعا غواړي چې د کرايې دا کوارټرې خو “ابادې” په کابليانو دي.
 د ډېر کوشش نه وروسته مې يړ ځاى پيدا کړو. کرايه ئې زما د وس نه لږه زياته وه خو ځاى راته لږ ښۀ ښکاره شو نو ويل مې چې وخت به پکې په ارام تېر کړو. ماشومان هم خوشاله شول چې ځاى ښۀ دى خو زمونږ ارام يواځې دوه ورځې ړ. درېمه ورځ مونږ سهار وختي د خوب نه په شور او غوغا راويښ شو. چا چې مونږ ته کوارټر په کرايه راکړى ړ هغوى پخپله هم مونږ سره دېوال په دېوال اوسېدل. د دېوال د بلې خوا نه د هغوئ په کور کې د يړ سړي د تېزو ښکنځلو او د ښځو د ژړا اواز مونږ ډېر وارخطا کړو. زه په معامله د ځان د پوهولو په تکل کې وم چې د کور نه يوه بوډۍ ښځه راووتله او په چغو چغو بهر لاړه. شاته ورپسې يړ سړى هم راووت او د کوارټرو د لوئي ګېټ نه ئې بهر ديکه کړه. د سړي د خُلې نه د کنځلو يړ سېلاب بهېدو. د هغۀ عمر به د دېرشو کالو خواړشا ړ، سُوربخنه توره ږيره او شنې سترګې ئې وې. ښځه چې په کوڅه کې پناه شوه نو هغه هم په تېزۍ سره بېرته کور ته ننوت. اوس زه په دې فکر کې شوم چې دا بوډۍ ښځه او دا سړى به څوک وي؟ په دې کې د هماغه کور نه هغه هلک چې مونږ ته ئې کوارټر په کرايه راکړى ړ راووت. ويښتۀ ئې خوارۀ وارۀ او کميس ئې هم د يړ طرف نه شلېدلى ړ. زۀ ئې چې ولاړ وليدم نو سلام ئې وکړ. ما ترېنه سمدستي پوښتنه وکړه:
 ” يار دا څۀ لانجه ده؟ خېر خو دى کنه؟”
 ” بس څۀ ووايم جي! دا زما مشر ورور دى، ډېر ورسره پعذاب يو خو څۀ وکړو په علاج ئې نۀ پوهېږو”.
 ” دا ښځه څوک وه؟”
 ” دا مې مور ده جي.”
 دې ټکي په ما باندې سم سر وګرځاوۀ. په حيرانتيا سره مې ورته وويل:
 ” مور دې ده؟ نو دۀ خو ډېره ووهله او ډېرې ناروا کنځلې ئې هم ورته وکړې؟ دا ولې؟.”
 ” بس جي دغسې دى نو. پلار هم وهي، مور هم وهي، خوئيندې ترېنه هم په اور کې دي او مونږ خو پرېږده!.”
 ” دا څه کار روزګار کوي؟”
 ” هيڅ نۀ کوي جي. که کار ئې کولى نو غم مو څۀ ړ! بس کور ناست وي، کله مور وهي او کله پلار. د څلورو مياشتو تبليغ له مو ولېږلو مونږ ويل که سم شي. څلور مياشتې مو په ارام تېرې کړې خو درې څلور ورځې کېږي چې بيا راغلى دى. د تبليغ نه مخکې مو ورسره څۀ نا څۀ ګوزاره کېدله خو اوس بېخي کار خراب دى.”
 دې خبرو او هغه منظر زۀ ټوله ورځ پرېشان کړى وم. مازيګر چې کور ته راغلم بيا مې شور تر غوږو شو. هماغسې ښکنځلې او غوغا. دا ځل ئې د يړ ورور سره جنګ ړ. ماښام ئې ورور سره د ښځې او دوړ بچو د کور نه بهر کړو او په ښکنځلو او دړکو ئې رخصت کړو. د شپې تر ناوخته د دغه دېوال د هغې خوا نه مونږ هغه هغه څۀ واورېدل چې اورېدل ئې نۀ وو روا. سحر بيا په شور راپاڅېدو. چې خبر شو د تبليغي يوې پېغلې خور ځان ته اور اچولى ړ. په دې ورځ زما چوټي وه او ټوله ورځ په کور کې وم. غرمه چې مې کتل پلار ئې د پښې نه نيولى ړ د ګېټ دننه ئې د کوارټرو په مخکې راښکلو او لتې او سُوکان ئې ورکول. چې ښۀ ئې پرې ځان ستړى کړو نو بيا ئې د ګېټ نه بهر کړو او لاړو کور ته دننه شو. نوره نو خبره د برداشت نه بهر وه. دروازې ته ورغلم او زنګ مې ورته وواهۀ. په ذهني توګه مې ځان جنګ ته هم تيار کړى ړ خو د کور نه د هغۀ کشر ورور راووت او سمدستي زما په مقصد پوئي شو. د لاس نه ئې ونيولم او ځان سره ئې د ګېټ نه بهر راوويستلم. بهر ئې راته غلي غوندې وويل:
 ” پرېږدئ جي! تاسو ولې په دې معامله کې ځان ککړوئ. سپک انسان دے هسې نۀ چې څۀ غلط حرکت وکړي.”
 ما ورته ښۀ په غصه وويل:
 ” تاله شرم نۀ درځي چې هغه درله مور او پلار وهي او تۀ ورته د دله غوندې پروت ئې؟ تۀ څۀ ماشوم خو نۀ ئې …..”
 هغه لږ غلى شو او بيا ئې ډېر په افسوس سره وويل:
 ” تاسو څۀ خبر يئ جي! زما دوه نور مشران ورونه ئې سره د ښځو شړلي دي. هغوئ خو سرکاري نوکري لري ځان له ئې کورونه په کرايه ونيول. مونږ به چرته لاړ شو. بس د دغو درېو کوارټرو کرايې ته ناست يو. نور هيڅ نۀ لرو.”
 ” ښه…. نو تۀ دوه نور مشران ورونه هم لرې؟… تاسو ټول په شريکه د دې يړ کس غم نۀ شئ کولى؟”
 ” څۀ غم ئې وکړو جي؟ مړ ئې کړو؟ که مړ مو کړو نو دۀ ته هيڅ نقصان نۀ رسي خو مونږ به ټول عمر په جېل کې پراتۀ يو او په کلي اولس کې به بېل شرمېږو. دوه کاله مخکې ئې دلته دوه تربوران ووژل. مونږ د دې ځاى نه وتښتېدو قبائيلو ته او يړ کال مو ډېر په تکليف کې تېر کړو. مونږ ويل هغوئ به ئې بېرته ووژني نو مونږ به هم ترېنه خلاص شو خو هغوئ هم ونۀ وژلو. دغه دى سرې سترګې ګرځي. تبليغ هم پرې اُلټه اثر وکړو. نو اوس مونږ څۀ وکړو؟.”
 ” نو ستاسو به ټول عمر همدا حال وي؟”
 ” اړ جي… مونږ خو ورسره عادت شوي يو. بله لار مو نشته. سبا له به مې مور او پلار بيا راشي. دوه ورځې وروسته به ئې بيا وباسي. کله کله ما هم وشړي. خو يوه شپه بل ځاى وکړم او بيا راشم. بس دغه ژوند دى او مونږ سره د صبر نه بله لاره نشته. خو تاسو ئې پرېشان کړي يئ په دې مونږ خفه يو. ټول کرايه دار د دې لانجو نه تنګ دي. پرون راته هغوئ هم کوارټر خالي کړو.” “هغوئ” سره ئې مخامخ کوارټر ته اشاره وکړه.
 ماښام په څۀ پسې بهر ته وتلى ووم. چې بېرته راغلم نو هغه بوډۍ مور ئې مونږ کره ناسته وه. په ډېر بد حال کې وه. زړۀ مې پرې وسوځېدو. ستړي مشي مې ورته وويل. ځوي مې راته وويل چې دا بېرته خپل کور ته راغلې ده خو هغه سړى ئې نۀ پرېږدي. زنانه ړ ته ئې خپلې کيسې کړې وې ټولو ورسره ژړل. زۀ ئې خوا کې کېناستم او د لږ ساعت چوپتيا نه پس مې ورته وويل:
 ” ترورې دا ځوي دې ولې داسې دى؟.”
 ” وئ ځويه! خداى دې چاله داسې اولاد نۀ ورکوي. خداى دې ما مرداره کړي چې داسې اولاد رانه پېدا کېدۀ. خداى دې ….”
 ” ستا څوک خپلوان نشته چې دا ورباندې سم کړې؟”
 ” ځامن مې ډېر دي، ورونه مې هم شته خو هيڅوک هم ورته څۀ نۀ وائي. که چا ووژلو پيسې هم ورکوم خو هيڅوک ورته څۀ نۀ وائي….”
 ” تاڼه کې پرې رپورټ ولې نۀ کوې؟”
 ” وئ ځويه، دوه کاله مخکې مې پې رپورټ کړى ړ. پوليسو يوه مياشت پس بيا راخوشې کړو او چې راغى په هماغه ورځ ئې راله ملا ماته کړه. بيا يړ کال په اسپتال کې ووم.” دې سره سم هغه په ژړا شوه.
 نور نو ما هم څۀ نۀ شو ويلى خو همدغه وخت په جومات کې د ماښام د لمانځۀ لپاره اذان وشو. د اذان د اورېدو سره زما ذهن ته يوه بله خبره راغله د هغې د عملي کولو لپاره سمدستي پاڅېدم او نېغ جومات ته لاړم. د لمانځۀ څخه وروسته خلک يړ يړ د جومات نه وتل خو زۀ هلته يوې غاړې ته کېناستم. کتل مې چې ملا امام څۀ وخت بهر راوځي. همدغه وخت مې خپل ګاونډي تبليغي هم په جومات کې وليدو چې په خشوع خضوع سره ئې لمونځ کولو. خو ما کوشش کاوۀ چې د هغۀ په لور ور ونۀ ګورم. کله چې زيات خلک د جومات نه ووتل نو ملا امام هم ورو ورو راووتلو. زه د جومات په دروازه کې مخې ته ورغلم او سلام مې پرې واچاوه. هغۀ په لږه حيرانتيا خو په ورين تندي وعليکم سلام ووايۀ. ما ورسره د يوې خبرې کولو خواهش څرګند کړ او هغۀ راسره ومنله. د جومات د دروازې نه يړ طرفته مې بوتلو او بيا مې ورته په تفصيل سره د خپل ګاونډي ټوله کيسه تېره کړه. هغۀ زما د ټولو خبرو د اورېدو نه وروسته وويل:
 ” ستا څو ورځې کېږي چې دې محلې ته راغلى ئې؟”
 ” پنځۀ ورځې”
 ” او زما پنځۀ کاله وشول. زۀ ئې ډېر ښۀ پېژنم او هغه څۀ راته معلوم دي چې ستا دا خبرې ئې يړ فيصد هم نۀ دي …..”
 ” نو محترم مولوي صېب، تاسو بيا ولې د دۀ غم نۀ خورئ؟”
 ” وروره! زۀ غريب سړى يم. که جومات ته څوک راغى او لمونځ ئې راپسې وکړو ښه ده که نه نور زما څۀ کار دى!! هيڅوک د چا په کار کې کار نلري. زۀ ځان له ولې کار وګورم؟….”
 ما که هر څو کوشش وکړ چې مولوي صېب يړ څۀ کولو ته راضي کړم خو هغه دې خبرې ته هم نۀ ړ تيار چې زما تبليغي ګاونډي ته نصيحت قدرې وکړي. د هرې خبرې سره ئې دا دليل ويلو چې ” زۀ ځان له ولې کار وګورم؟”. خو اخر ئې يوه مشوره راکړه چې دلته د تبليغيانو يړ مشر دى، هغۀ سره خبره وکړه کېد شي چې هغه ئې پوهه کړي.
 د تبليغيانو په مشر پسې سهار وختي ورغلم. هغۀ ته چې مې ټوله خبره وکړه نو ډېره بده پرې ولګېده. ويل دا ټول درواغ الزامات دي. مخکې که هغه هر څنګه ړ، ړ به خو اوس هغۀ څلور مياشتې لګولې دي. هر مازيګر مونږ سره ګشت له ځي. پنځۀ وخته مونځ کوي او د پېغمبر ټول سنت ئې ژوندي کړي دي. ما ورته وويل که زۀ درواغ وايم د جومات د ملا امام نه پوښتنه وکړئ. د ملا امام د نوم په اورېدو د هغۀ په تندي ځلېدونکې توره دايره څو ځل راټوله او خوره شوه او بيا ئې په کراهت سره وويل:
 ” خداى دې ورته هدايت وکړي خو دغه سړى د الله د لارې په پتنګانو پسې ډېره پروپيګنډه کوي”.
 له هغه ځايه نېغ تاڼې ته لاړم او په تاڼه کې مې ناستو پوليسو ته ټوله کيسه تېره کړه. هغوئ کې يړ وويل: “داسې وړې وړې خبرې د هر کرايه دار او د کور د خاوند ترمنځه راځي. مونږ درله څۀ وکړو؟ روغه درله وکړو؟ ”
 ما ورته وويل ” ما سره ئې هيڅ معامله نشته چې زۀ ورسره روغه وکړم. خپله مور، خپل پلار او ورونه خوئيندې ئې په عذاب کې دي …. ”
 يړ چې پکې مشر ړ هغه زما خبره ماته کړه او وئې ويل ” نو تاته څۀ تکليف دى؟ تۀ خپل کار سره کار لره. په پردو کورونو کې چې هر څۀ کېږي ستا ورسره څۀ کار دى. دا خو تاڼه ده څۀ حُجره خو نۀ ده چې د ورونو روغې جوړې به پکې کوو؟”.
 د تاڼې نه تر کوره مې ټوله لاره هم په دې سوچ تېره کړه او خپل خېر مې په همدې کې وګڼلو چې رښتيا هم د چا په کار کې زما څۀ کار. چې ما سره د چا کار نشته نو زما ورسره څۀ کار!!!. په کور کې لږ ساعت کېناستم او بيا خپل کار ته روان شوم.
 دفتر ته چې ورسېدم د ملګرو ترمنځ يړ تود بحث روان ړ. هر چا خپل خپل دليل ويلو. د بحث موضوع دا خبر ړ چې پاکستان د نړۍ نهم ناکام رياست دى. ملګرو ماته اخبار راکړو چې د ناکامۍ وجه ئې هم وګورم. ما اخبار هماغسې په مېز کېښود او ورته ومې ويل:
 “وجه ئې ماته معلومه ده.”
 
 پېښور

One Response

  1. هسي مېنه مي تالا ده چي پښتون یم
    بس همدا زما ګناه ده چي پښتون یم

    دبل چا وینه د سرو زرو په بیه
    خوزما وینه وړیا ده چي پښتون یم

    هر چي بل ئې هست و نیست په غینمت وړي
    هغه چاره نن په ماده چي پښتون یم

    ماشومان مي په بمونو باندي وژني
    په ما جوړه کربلا ده چي پښتون یم

    ما په زوره دخپل کورکلي څه باسي
    وائې همدغه دي سزا ده چي پښتون یم

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: