بهرني طالبان د هلمند اوسېدونکي ډاروي

افغانان په دې جګړې ځپلې ولايت کې وايي، چې زياتره ياغيان پښتانه، نه دي او له نورو هېوادونو څخه راغلي او د ځايي خلکو په وړاندې له ظلم  او زور څخه کار اخلي. 

 په هلمند کې د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريالانو ليکنه

عبدالجليل لا اوس هم خپه دی، چې له لښکرګاه څخه خپلې ولسوالۍ، خانشين ته  په لارې کې د طالبانو له ناوړه او خراب چال چلن سره مخامخ شوی و.

د عبد الجليل، په  نوم،  يو سړي وويل: “زه ښا رته د کاروبار لپاره راغلی وم. د بېرته تګ  پر مهال په لارې کې طالبانو ودرولم.  هغوی ولټولم او په جاسوسۍ يي تورن کړم. بيا يي خپل مرکز ته يوړم.  له ما څخه يي زياتې پوښتنې وکړې او راته يي وويل، چې حکومت ته جاسوسي کوم. هغوی راته ګواښ وکړ، چې که بيا د لښکرګاه په لوري راشم نو وبه مې وژني.”

 دا ځوان وايي نوموړي طالبان افغانان نه، بلکې بهرنيان و او په هغه مرکز کې هم ټول هغه بهرنيان و، چې هغه يي ورته د څېړنو لپاره وړی و. 

هغه وويل: “هغوی زياتره پنجابيان و. پاتې نور د  نورو هېوادونو و. که هغوی افغانان وای، نو دومره به خپه شوی نه وای. اوس بهرنيان له موږ سره لوبې کوي.”

هغه وويل د ياغيانو په مرکز کې يوه پلا له نېکه مرغه هغه يو ځايي طالب وليد، چې د مخه يي ورسره پېژندل او هغه ورسره په خوشې کېدو کې مرسته وکړه. 

 د بهرنيانو شتون په جګړې ځپلې ولايت هلمند کې يوه چاودېدونکي موضوع ده، چې پرله پسې په کې د ياغاينو او نړيوالو پوځونو تر منځ سختې جګړې روانې وي کله ناکله هره ورځ يو ځانمرګي بريد ترسره  کيږي. زياتره اوسيدونکي وايي امنيت د هغوی ستره ستونزه ده.

 په هلمند کې خلک د امنيت د خرابوالی پړه يوازې په افغان طالبانو نه اچوي، بلکې په هغو طالبانو يي اچوي چې په پاکستان کې روزل کيږي او له پولې دې خوا ته رااوړي.

په پاکستاني ښارونو، لکه کويټې او پېښور کې، ديني مدرسې او د روزنې مرکزونه ځانمرګي بريد کوونکي او جهادي جنګيالي روزي او هغوی بيا افغانستان ته راليږي او د بدمرغيو لامل کيږي.

 دې موضوع د افغانستان اړيکې له ګاونډي پاکستان سره خړې پړې کړي دي. ولسمشر حامد کرزی او پروېزمشرف په برالا  په يو بل باندې تورونه لګولي دي. افغان ولسمشر خپل پاکستاني سيال تورن کړی، چې د بنسټپالو مخه نه شي نيولای او مشرف بيا په خپل وار په کرزي باندې په خپل هېواد کې په پېښو باندې د ناخبرۍ پړه اچولې ده.

 ايران هم په دې وروستيو کې طالبانو ته د وسلو د چمتو کولو له امله تر نيوکو لاندې راغلی دی. د هلمند اوسيدونکي وايي چې اوس د ايران د بلوچستان د سيستان له جنوب ختيځ ولايت څخه جنګيالي افغانستان ته رااوړي او د هلمند ولايت ته راځي. بلوچان د ايران د ډېره کيو شيعه ګانو برعکس سني مسلمانان دي.

افغانان په دې باور دي، چې تهران په لاسي ډول جنګيالي افغانستان ته رااستوي.  څنګه چې د ايران د هستوي دستګاه په وړاندې ناندرۍ روانې دي، ايران غواړي نړيوال پوځونه دلته بوخت وساتي ترڅو ونه شي کړای په ايران باندې بريد وکړي.

 د هلمند اوسيدونکي وايي په هغو ولسواليو کې چې د طالبانو په لا س کې دي، د افغاني طالبانو په پرتله بهرني طالبان برلاسي دي.

له پاکستان سره په پوله د ګرمسېر او دېشو پرتې ولسوالۍ  او همدارنګه خانشين اوس د بهرنيو طالبانو له خوا چليږي او د زياترو خلکو په وينا شمېره يي له کورنيو طالبانو وراوړي.

 په دې سيمو کې اوسيدونکي خلک ادعا کوي، چې دغه بهرني طالبان ورسره ډېر ناوړه چال چلن کوي. په هغوی کې پاکستانيان، چيچينيان، ازبکان او بلوچان شامل دي. 

هغه اوسيدونکي چې د افغان حکومت تر لاس لاندې سيمو ته تګ راتګ کوي وايي، چې کورونو ته د بېرته ستنېدو پر مهال له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان کيږي. بهرني طالبان هغوی دروي او حکومت ته په جاسوسۍ يي تورنوي. يو زيات شمېر ادعا کوي، چې د ورځو ورځو لپاره په بند کې ساتل کيږي، ترڅو خپل خپلوان يي راشي او د پيسو په بدل کې يي خوشې کړي.

د خانشين اوسيدونکي، 23 کلن رحمت الله وويل: “ټول واک د بهرنيو طالبانو په لاس کې دی. هغوی څنګه چې زړه يي وغواړي ددې ولسوالۍ په اوسيدونکي باندې ظلم او تيری کوي.”

 هغه وويل: “په خانشين کې يو لږ شمېر افغان طالبان شته. زياتره يي پنجابيان يا بلوچان دي. له ځايي خلکو سره ډېر ناوړه سلوک کوي. که څوک لښکرګاه ته ځي، نو له راتګ څخه وروسته يي نيسي.  خپل مرکز ته يي وړي، د جاسوسۍ تور پرې لګوي او بيا يي وهي ډبوي.  جريمه کوي يي، پيسې ترې اخلي او بيا يي خوشې کوي.”

زيات خلک له دې خطر سره مخامخ دي او له دې امله نه غواړي له بهرنيو طالبانو سره مخامخ شي.

رحمت الله وويل: “زما ورور له شپږو مياشتو راهيسي په کور کې اوسيږي.  هغه له کوره بهر نه وځي. که لاړ شي، نو خدای پوهيږي، چې څه څه چل به ورباندې وشي.”

د طالبانو يو قوماندان، چې د نوم د نه ښوولو په شرط يي خبرې کولې، په سيمې کې د بهرنيو طالبانو د شتون پخلی وکړ.

هغه وويل: “هغوی د جهاد د سپېڅلې هدف لپاره دلته راغلي. هغوی له شريعت سره سم جګړه کوي. هيڅ بهرنی طالب د قوماندان په توګه نه ټاکل کيږي.”

نوموړي قوماندان د يو لړ ناوړه چال چلن خبره ومنله.

هغه وويل: “داسې خبرې پېښېدای شي، په تېره بيا د دېشو او خانشين په ولسواليو کې چې له پاکستان سره په ګډې پولې پرتې دي. خلک بايد موږ ته ووايي، ترڅو له دغه ظلم او تيري سره مقابله وکړو. موږ چا ته اجازه نه ورکوو، چې ظلم او وحشت وکړي.  موږ يوسيستم لرو او که څوک ناوړه چال چلن وکړي، نو پوښتنې ګروېګنې ورڅخه کوو.”

خو په عمل کې دا سيستم نه پلی کيږي او کار نه کوي.

د دېشو د ولسوالۍ يو اوسيدونکي، 35 کلن ماموخان وويل: “افغاني طالبان له موږ سره ښه چال چلن کوي. خو پنجابيان او بلوچان خراب خلک دي.  هغوی له موږ څخه پيسې اخلي، وهي ډبوي مو او په خپلو بنديخانو کې مو اچوي.”

 هغه وويل، له دې امله د ېشو ولسوالي تر يوې کچې پورې عادي ژوند نه لري.  ماموخان وويل: “کله چې کاروبار خاوندان، سوداګر او نور خلک  دلته راشي او موږ ته د خدمت خبرې وکړي دا بهرني طالبان يي نيسي  او د ناتو او يا افغان حکومت ته په جاسوسۍ يي تورنوي او د مرګ له سزا سره يي مخامخ کوي.”

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سيمو کې له محاکمې پرته د اعدامونو بېلګې هم موجودې دي. په دې کې د کابل اوسيدونکی، خبريال، اجمل نقشبندي سر له تنې جلا شوی و، چې د اپريل په مياشت کې په نادعلي کې نيول شوی و او د ګرشک په ولسوالۍ کې يو پنځلس کلن هلک غرغره شوی و. له موسی کلا، سنګين، ګرشک او نورو ولسواليو څخه د خلکو په وړاندې د غرغره کولو رپوټونه هم رسېدلي دي. خو امينتي ستونزې او ليرې ځايونو ته د نه رسيدا ستونزې ددې رپوټونو پخلی ګرانوي.

د ماموخان د وينا له مخې د ظالمانه چال چلن په وړاندې بهرني جنګيالي مسوول دي.  

 هغه وايي: “زموږ په ولسوالۍ کې د ګوتو په شمېرافغاني طالبان دي. زه له هغوی سره هر راز مرسته کوم، ځکه که څه پېښ شي، هغوی بيا هم افغانان دي.”

بهرنيان زياتره د هلمند په سهيلي سيمو کې شتون لري، خو داسې جنګيالي هم شته چې نورو ولسواليو ته لاره پيدا کوي.

د هلمند ولايت شمال ته د موسی کلا ولسوالي د فبروري د مياشتې راهيسې د طالبانو تر سپين بيرغ لاندې ده او څو مياشتې کېږي له جنګ جګړو او جنايتونو څخه بېغمه ده، هغه چې د دغه ولايت نورې پاتې سيمې ورسره زياتې مخامخ دي. د اوړې په بهير کې زيات شمېر اوسيدونکو د طالبانو له ادارې څخه خوښي څرګندوله  او ويل يي هغه امنيت چې هغوی راورستی د هغوی له خوا له لګول شوو محدوديتونو څخه خورا زيات ارزښت لري.

د ځايي استوګنو د وينا له مخې د موسی کلا په څېر شمال ته پرتو ولسواليو ته بهرنيو طالبانو مخ په زياتيدونکي توګه لاره موندلې ده.

په هلمند کې د ملي اردو مشر قوماندان، تورن جنرال غلام محمد غوري اسوشيټيد پريس خبري اژانس ته ويلي و چې په موسی کلا کې بهرني جنګيالي شته او ښايي د ځايي قومي مشرانو او حکومت تر منځ د سولې په خبرو اترو کې خنډونه رامنځته کړي.

هغه له اسوشٍيټيډ پرس سره په يوې مرکې کې ويلي و: “موږ له طالبانو څخه د موسی کلا د نيولو لپاره له قومي مشرانو سره خبرې اترې پيل کړي. قومي مشران هم ددې طالبانو په اړه اندېښنمن دي، ځکه بهرني جنګيالي لکه عربان، چيچنيايان، بلوچان او ازبيکان هلته په موسی کلا کې موجود دي.”

 http://www.bloguna.com/helmand/view/2211

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: