طالبانو ته د پرانیستی لیک د ځواب په ځواب کې

دلوی او کامیابونکي لایزال د کایناتو څښتن په  نامه
څه موده وړاند ې مې د بینوا په ویب پاڼه کې د ښاغلي عبدالله لیکنه ولیدله چې د  طالب ورونو څخه یې يو څو پوښتنې کړې وې . لیکنه مې خدای شته په ډېر غور سره ولوستله ، شاید نورو افغانانو ورونو هم لوستې وی. د لیکنې   د ارزښت په اړه خپله زه قضاوت نه کوم . مګر حقیقت راباندې ګران دی که څه هم زما سر پکې قربانیږی .
د عبدالله ورور لیکنې پسې متصل د میوند سادات صیب په نوم یو بل ورور هم ښایسته لیکنه کړې وه او د عبدالله لیک ته یې ځواب ویلی وه.
ورورنو : تر هر څه د مخه زه نه عبدالله پیژنم او نه هم میوندسادات صیب او په دې مو یقین وشه چې نه دحکومت سره کار کوم او نه هم کومې بلې اینجو سره چې بیا به سادات صیب راباند ې تور ولګوی
چې دا هم ډالرو مست کړی دی.
رابه شو خپلو خبروته : د طالب نوم نه مې څومره ښه راځي ځکه چې یو وخت زه هم د قران د  حفظ کولو لپاره بستره په شا طالبۍ پسې له کوره وتی وم.  طالب العلم څومر لوړ مقام لري چې د عالمانو په صف کې راځي او خوږ نبی اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلی چې العلما ورثه الانبیا یعنی عالمان د نبیانو وارثان دي . که حقیقت ته ځیر شو نو همدا ملایان دي چې زمونږ د ژوند دنیایی ډیره برخه سمبالوی. که ملا نه وی نو ز مونږ نکاح به څوک تړي ، که ملا نه وی نو زمونږ د بچیانو په غوږونو کې به څو ک دالله نوم یادکړي ، که ملا نه وی نو څوک به مو جنازې وکړي …………………………….
اما اوس راځو دې ته چې ملایتوب ځانته صفات لري او هرهغه څوک چې د ملایې درجې ته ورسیږی نو هغه ته ملا ویل کیږی نه داچې یو څوک تش په نامه د طالب او ملا دعوه کوی او هغه بیا هم په رښتیا ملا شو .
ساداته وروره قسم دی چې زما نه به د سرو صلیبی لښکرو سره زیاته دښمني نه لري، ساداته وروره زه په دې پوهیږم چې دا کفار صلیبیان او د انسانانو غوښه خوړونکي د څه لپاره زمونږ خاورې ته را غلي . که رښتیا در ته وایم چې ته به لا د کفارو پرضد مبارزې ته  نه وي دانګلي اما زه د خدای فضل دی دا ویاړ لرم. خو حقیقت راباندې ګران دی.
ساداته وروره طالبان هغه څوک دي  چې د وطن ابادي غواړي نه ورانی ، طالبان هغه څوک دي چې د اسلام کامیابی غواړي نه بدنامي، اصلي طالبان هغه څوک دي چې د خپل ملت سر لوړي  او سوکالي غواړي نه د خپل ملت ازار ا خلي……………………………..
خو رابه شم ستا داسلامی امارت په نوم تنظیم ته ، اسلامی نوم څومره ښه نوم دی چې ورباندې یې ا یښی خو افسوس چې په رښتیا هم اسلامی وای. خو خیر د مجبوریته به ورته د اسلامی امارت نو م واخلم.
وروره: د اسلامی امارت دصفاتو څخه به خبر یی او که نه؟ په اسلامی امارت کې امیر دخلکو  له خوانه ټاکل کیږي  او مسلمانان یې د امارت کولو ته هڅوی نه ای اس ای له خوانه؟
ته به ښه خبر یې چې د اسلامی امارت امیر حضرت عثمان رضی الله عنه هم د اسلامی امارت امیر وه د شپې له خو ابه دعربو په کوڅو کې پلي ګرځېده تر څو د غریبانو له احوال څخه ځان خبر کړي. نو هغه وه داسلامی امارت چارواکی .
د اوسني اسلامی امار ت امیر او د ای اس ای د جابرې او ظالمې ادارې سوداګر ملامحمد عمر تراو سه نه  دملت په وړاند ې څرګند شوی او نه یې هم چا څېره لیدلې. یوه ورځ زما یو ملګر ی دطالبانو په وخت کې قندهار ته سفر کړی وه او هلته یې د ملاعمر دتقریر په یوې جلسې کې اشتراک کړی وه . ویل یې کله چې وخت د امیر صیب  تقریر کولو ته و رسید نو د سټیج مخې ته یوه توره لویه پرده وغوړیده او ملاصیب  عمر یې تر شا خلکو ته په پټه تقریروکړ او بیرته دپردې ترشاورک شو چې هیچا هم ونه لید. د ملاصیب ددې لوې کارنامې څخه فکر کوم ډیری وطنوال خبردي.
نو اوس خپله فکر وکړه چې ملاصیب په کوم دلیل خلکوته خپله مبارکه څیره  نه ښکاره کوله.او و لې یې ځان پټولو ؟ عبدالله وروره که ځواب راولېږې نو ښه به وي

ښه اوس راځو د طالبانو صاحبانوحرکاتوته چې کوي یې (. بیا هم یادونه کوم  چې د هغه طالب او عالم څخه  مې ځان قربان دی چې د اسلام او افغانستان لپاره صادق وی نه دای ا س ای لپاره)
ساداته وروره یوڅّولنډې قصې  ستاستود طالبانوپه اړه درته کوم هیله ده چې ویې لولې.
 زه یو وخت د حقوقو پوهنځي محصل وم نو زما سره په پوهنتون کې یو محصل د زراعت د فاکولتې څخه وه چې غالباّ د غزنی ولایت څخه وه . نوموړی محصل د امتحانونو د شروع کیدو څخه مخکې رخصتۍ کې خپل کور ته لاړ ترڅو د امتحانونولپاره اماده ګی ونیسی . کله چې غزنی ته رسیږی نو دغزنی طالبان صاحبان یې د ولسوالۍ په سرک دروی ا و له موټره یې کیباسی ، طالبان صاحبان یې بیک تالاشی کوی ګوري چې ټول بیک د چپټرو(درسی مو ادو) څخه ډک دی . طالبان صاحبان ورڅخه پوښتنه کوی چې څه کار کوې محصل ورته وایی چې د زراعت پوهنځی محصل یم بیا ورته دملاصیب مریدان وایی چې ښه د شیطانی علوموزده کړه کوې  بلاخره طالبان صاحبان ورته دبیک ټولې چپټرې سوځوی او فقط د ا سلامیاتو مضمون ورته پریږدی بیا ورته وایی چې که بیا پوهنتون ته تللی وی نو ښه به درته نه وی. محصل بیچاره د طالبانو اخطار ته په جدي سترګه نه ګوری اوفکر کوی چې هسې طالبان به غصه ول . لنډه دا چې محصل بیچاره بیرته پوهنتون ته راغی او امتحانونه یې شروع سول خو کله یې امتحان ورکړ نو د امتحانونو په نیمایی کې ورته د کورڅخه ټیلیفون وشوچې طالبانو زمونږ کورمحاصره کړی او وایی چې ژر ترژره موږ ته د شیطانی علومو محصل حاضر کړی که نه نو ټول کور به مووسوځو. محصل بیچاره چې خبریږی خپل عذر استادانو ته وړاندې کوی او فاکولته په دریم صنف کې پریږی.
نو اوس ته خپله قضاوت وکړه چې دنیا په څه کې ده او طالبان صاحبان عصری علوموته شیطانی علوم وایی نو ایا دا هم د صلیبیانو سره وه که بله څه خبره وه؟
یوبل دوست مې د وردګو ولایت دسید اباد ولسوالۍ څخه دی قصه کوله چې طالبان وایی موږ ځکه پلونه ورانوو چې دې کې د امریکایانو پیسی لګیدلی دی . نو وه طالبه وروره ته خولږ فکر وکړه چې صلیبیان خوپل ، کلینیک ، مکتب ، سرک له ځانه سره واشنګټن  اولندن ته نه شي وړلای چې ته یې ورانوی . او که داسې وی نو ته هم د امریکایانو په موټَرسایکل ګرځې . د جاپان لوکس کروزیین  کې  ګرځې او د روس وسله استعمالوی نو بیا خو ته هم د صلیبیانو وسایل استعمالوی؟ زه دا نه وایم چې جهاد دې ونه شي . جهادبه کیږی د قیامت تر ورځې پورې . اما طالبه وروره تا خو د وطن ټوله ځمکه په خپلو وطنوالو سره تبۍ ګرځولې نو چیرته ولاړشي ته وایه ؟
ساداته وروره خفه نشې ځکه څه چې لیکم احساسات مې دی نه دبل چا خبرې او په خدای درته قسم خورم چې همداسې ده.
وروره : ته به خبر یې او که نه  چې د دالارام په ولسوالۍ کې تېره هفته د ملکی وګړو  یو مینی بوس موټر په بم والوت او ۲۵ بیګناه ملکی افغانان پکې په شهادت ورسیدل. قصه داسې وه چې طالبانو صاحبانو د صلیبیانو لپاره دسړک غاړې ماین ایښی وه اما کله چې د ملکی افغانانو موټر ورسید نو ماین بیچاره خو  په دې نه پوهیږی چې دا ملکیان دی او که صلیبیان بس پرې چوی. نو انفجاریې وکړاو بییګناه ملکی افغانان یې په شهادت ورسول . نو اوس ته خپله فکر وکړه چې صلیبیان خو زمونږ او ستاسې د وژلو ، ختمولو، لوټولو…. پسې راغلي نو طالبه وروره ته خو بیا افغان  ځانته وایی ، مسلمان ځانته وایی او مجاهد ځانته وایی نو ولې ځای ناځای نه ګورې او ماین ښخوي؟ ساداته وروره که امریکایان او صلیبیان ز مونږبیګناه وطنوال شهیدانوی ګیله مو ورڅخه نشته ځکه چې هغوی د ا سلام دښمنان دی او هیڅکله د مسلمانانو دستان کیدای نشی نو ته ولې دهغوی سره سیالی کوی؟ په دې هم ښه پوهیږی چې د یو مسلمان وینه تویول د ټول امت مسلمه وینه تویول د ی چې په ایات شریف کې هم روښانه شوې. نو په دې حساب که امریکایان بیګناه افغانان وژنی اوکه تاسو طالبان صاحبان یې وژني د قیامت په ورځ به په یو صف کې ولاړ یاستی ځکه چې فعل مویودی.
ساداته وروره په جنوب کې داسې ډېرې قصې شته چې دملکی وګړیو موټر په شخښ سوی ماین وربرابر سوی او ملکیان یې شهیدان کړی. حتی په داسې سیموکې هلته د طالبانو پوره۱۰۰٪ حاکمیت دی او هیڅ صلیبی او اجیر هلته نشی تللی.
نو سادات صیب لږفکر وکړه چې طالبان چا راوستل ، چاوجنګول ، د چا داهدافو لپاره وجنګیدل .. …..ا وجنګیږی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
بینظرې مردارې د فرانسې لوموند ورځپاڼې ته خپله ویلی وه چې د طالبانو اداره برتانیه کوله، رهبری یې مونږ کاوه ، امریکا او سعودی عربستان یې مالی ملاتړ کاوه او زمونږ د اهدافو لپاره جنګیږی.
بله دا چې په اوس وخت کې د طالبانو حرکات اوسکناتو ته وګوره چې څه کوي. خو دې ته نه ګوري چې راځه د بلې طریقې څخه استفاده وکړه او هغه د علم له لا رې همدا صلیبیبان د هیواد نه ایستلو ته مجبور کړه.
طالبان انګلیسی ژبه کافره بولی ا و زده کونکی یې په مرګ تهدیدوی . ستاسو به ښه په یاد وی چې دزابل ولایت په شار قلات کې یو د انګلیسی ژبې استاد طالبانو صاحبانو له کوره را ویست او د اتو بچیانو ترمخه یې حلال کړ چې ولې د انګلیسی ژبې تدریس کو نو داهم جهاد سو؟
که د هیواد شرقی سیمو څخه یو څوک د هیواد جنوبی سیموته لاړشی نو طالبان یې په وژلو هیڅ صرفه نه کوی که نورهیڅ اسناد یې پيدا نه کړل نو د جاسوسۍ ټاپه خو یې هسې هم مفته اخیستی .
په روانه جګړه کې ساداته وروره لږ فکر وکړه چاته زیات زیان رسیږی . اول اسلام دهمدې طالبانو ناوړه اعمالو په ترسره کولو سره نړ ۍ ته د تروریزم په توګه معرفی سو او مسلمانان یې د همدې طالبانو په واسطه تروریستان معرفی کړل.
لکه مخکې چې ما ویلی چې برتانیی او امریکی د طالبانو  په راوستلوکې د بینظرې سره په ګډه کار کړی وه خو هدف یې همدا وه چې د طالبانو مشران خپل خلک وټاکی او نورستا غوندې افغانا ن چې په اسلام ا وو طن  مین وه د دوستم او مالک غوندې وحشیانو ته په لاس ورکړي تر څو د لیلې دشتې په څیر یې  لکه د مرغیو په څیر په قتل ورسوی.
امریکا او صلییبانو غوښتل چې د پاکستان د سیکولر دولت په واسطه  دطالبانو په نو م یو تحریک جوړکړی ، چون افغانان او باالخصوص پښتانه همیشه د اسلام په سر له خپله سره تېر شوي نو دوی غوښتل چې احساساتی ، پر اسلام مین پښتانه دطالبانو صاحبانو سره یو ځای کړي او د شمال  په سپیانو او وحشیانو باندې یې وخوري ترڅو په نړۍ کې احساساتی مسلمانان نابود شی ، د اسلام دین تروریست او مسلمانان تروریستان معرفي شي چې همداسې وشول.
سادات صیب په دې هم ښه پوهیږی چې د طالبانو د وخت زیاتر والیان ، وزیران او نو رمشران  د پیښور په حیات ا باد او اسلام ابادکې د خپل پلار (ای اس ای) سره ښې شپې سبا کوی . خو کله چې د ای اس ای خوښه شيٍ او پوه شي چې  د کوم طالب مشر نه نور څّه نه کیږي نو بس په امریکا او نورو یې لکه د ملابرادر اخوند غوندې په لوړه بیه پلوري…………….
سادات جانه :  ته د هیواد جنوبی سیمه د هیواد دشمالی سیمې سره چې د طالبانو حضور  په کې کم دی پرتله کړه بیا فکر وکړه چې هغوی د خپل اولاد د اینده لپاره څومره کوښښ کو ي حال دا
چې طالبان په جنوب کې عصری علومو ته شیطانی علوم وایی. ډیر نه لس کاله وروسته چې د هزاره ګانو ، تاجکو اونورور بچیان په علومو سمبال لوی شی او د هیواد د جنوبی او پښتنی سیمو ماشومان ببر سر او څیرلی ګریوان لوی شی نو بیا به درته پته ولګیږی چې دسېره څوپخيږی.
د هلمند ، ارزګان او کندهار ولایتونو څخه د کانکور ازموینې له لارې ۵۶ تنو ګډون کړی وه چې له دې جملې څخه یې ۱۲ تنه بریالی شول اما دبرخشان ولایت څخه صرف یوازې ۲۲۳۴ تنه د هیواد  مختلفو پوهنتونو ته بریالی شول چې دا شرم زما او ستا لپاره کافي دی. دا ځکه چې هغوی د طالبانو د اعمالو څخه محروم دی اما زه چې علم کوم بیاطالب کاکا مې دشیطانی علومو او جاسوسۍ علومو په نامه له مکتبه او ددرس نعمت څخه محروموی.

په پای کې ببا هم له ښاغلي سادات ورور څخه هیله کوم چې خیر لږ حقیقت ته ځیر شه او لږشانې وړاندې وګوره چې طالبان څوک دی چا راوستل او څوک یې حمایه کوې ( دا خو به دې هم اوریدلي وی چې په هلمند ولایت کې د انګریزی صلیبانو هیلی کاپټرې د طالبانو مورچلو ته ورغلې او طالبانوته یې مرسته ورکړه) نو خپله فکر وکړه چې ددې لوبې تر شا ډیر لوی لاسونه دی اما قرباني یې پښتون مسلمان دی بل هیڅوک نه  خو چې ما اوتا خپل ځانونه وپيژنو نو هیڅکله به مو نه امریکایی صلیبیان او نه هم برتانوی صلیبیبان د خپلو مسلمانو ورورنو پرضد استعمال کړي او دوی به شرمیدلي مخ توري انشالله له دې خاورې څخه خپلې پښې سپکوي………………

                                                فااعتبرو یااولی الابصار

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: