د طالبانو پخوانی ویاند ‌ډاکټر حنیف ووژل شو او خاوروته وسپارل شو

د طالبانو پخوانی ویاند ووژل شو

 

د طالبانو د ډلي پخوانی ویاند ډاکټر محمد حنیف وړمه شپه د وسله والو ګسانو په برید کې په خپل پلرني کلي ( للمه) کې چې د ننګرهار ولایت د چپرهار په ولسوالۍ کې پروت دی ووژل شو.
د ننګرهار د والي نطاق احمدضیا عبدالزي د دې وژني پخلی کړی او وایې چې په دې برید کې د ډاکټر حنیف د تره دوه زامن هم وژل شوي دي

.
ډاکټر حنیف تیر ژمی د دولت له خوا هغه وخت په تورخم پوله کې ونیول شو چې ننګرهار ولایت ته پر لاره وو خو د څو میاشتي بند په تیریدو د مولوی وکیل احمد متوکل او یو شمیر نورو پخوانیو طالبانو په منځګړیتوب آزاد کړای شو.
ډاکټر حنیف د خپل مرګ څخه دوه ورځي دمخه بینوا ویب پاڼي ته د ټلیفون پر لیکه وویل چې دی شخصي دښمني لري او تیر کال یې ورور هم په پیښورکې وژل شوی وو. خدای بښلي حنیف د خپل ژوند په ورستیو ورځو په خپله سیمه کې د یوې دیني مدرسي مشري کوله او په یوه مهالنۍ یې هم کار کاوه. ډاکټر جنیف د نیکو اخلاقو خاوند ځوان وو چې زیات ملګري یې لرل. طالبانو په دې برید کې خپل لاس درلودل رد کړي دي. د دې ډلي ویاند ذبیح الله مجاهد چې د ډاکټر حنیف له نیول کیدو وروسته د طالبانو د ختیځ زون د ویاند په توګه کار کوي نن سهار وویل چې دوی د حنیف د وژني په اړه هیڅ راز اطلاع نه لري او دا کار طالبانو نه دی کړی.

Advertisements

One Response

  1. دډاکټرحنیف دشهادت په اړه کره معلومات

    دډاکټرحنیف کورنۍ اونږدی ملګروله الاماره ویب پاڼی سره په مستقیموخبروکې وویل:

    د ډاکټر حنيف معصومانه او بى ګناه شهادت دکرزي او شيرزي دوسلوالو بزدلانه او بى رحمانه عمل دى چې اوس غواړى په دې غم لړلې پيښه کې خپل منحوس او په وينو سره لاسونه په نورو پاک کړيډاکټر حنيف چې په زندان کې دګل اغا شيرزى په ابتکار داستخباراتو له خوا هغه ته يوه ليکلې پاڼه ورکول شوى وه ،چې پکې يو شمير جعلى تورونه ليکل شوى وو او دډيرو سختو حيوانى او بشرضد شکنجو په بدل کې هغه دى ته مجبور کړى شو، چې داپاڼه پخپل اواز کې ولولي، هغه مهال ده ته داهم ويل شوي و، چې که هغه ددې پاڼى (جعلى تورونو) حقيقت کله هم افشا کړى نو سزا به يې مرګ وي،خو چې کله هغه د(سره صليب) په مرسته په زندان کې يو څه اسانتياوى ترلاسه کړې نو دغه راز يې د”فيکس نيوز” له يوه خبريال سره شريک کړ،چې سمدستى دکابل داستخباراتو له لورى تر سختو جسمانى او روانى شکنجو لاندى راغى او خبريال هم خاموش کړى شو، ددغو مسلسلو روانى شکنجو په پايله کې حنيف دمعدې دسرطان (کينسر) په ناروغۍ اخته شو،هغه پخپله دغه ناروغۍ ناخبر و، خو واکمن چې کله دهغه په دغه ناروغۍ خبر شول، نو ددې لپاره چې دهغه د درملنى مسئول ونه ګڼل شى او يا دشکنجو راز يې افشانشى په يوه ظاهرى عفوه کې يې حنيف له زندان نه خوشى کړ

    شهيد حنيف چې کله په خپله ناروغۍ خبر شو، نو درملنې لپاره يې هڅى پيل کړى، دا مهال دننګرهار داستخباراتو له خوا هغه ته ګواښ وشو ،چې که هغه ګاونډي هيواد ته ددرملنى په موخه ولاړشى، نو ټوله کورنۍ به يې بمبار کړى شى، شهيد حنيف دخپل کلي په مسجد کې خلګوته پداسى حال کې دقران کريم ترجمه او درس شروع کړ، چې خپلى ورپيښى ناروغۍ سخت زورولو.

    ګوډاګى رژيم بيا هم په همدى مظلوم حالت کې له هغه نه ويريده او کله به يې داسى فشار راوړ چې له دولت سره دى رسمى کار وکړى_ترڅويې له طالبانوسره پرېکون ثابت شي_ او کله به يې ورباندى له طالبانو سره دبيا همکارى تورونه لګول، خو حنيف دخپل بيمارى او دکورنۍ دسرپرستى په وجه اسلامى امارت هم دبيا کار لپاره نه و دعوت کړى او هغه هم دعادي ژوند داختيارولو فيصله کړې وه او دهغه بدنى ځواک هم دکوم فعاليت جوګه نه و، څو ورځى وړاندى هغه له خبريالانو سره څه خبرى وکړې، چې دشيرزې دادارى دانديښنى وړ وګرځيدې او دننګرهار استخبارات پدې هڅه کې شول، چې شهيد حنيف نور دې ته پرينږدې چې خپلى دزندان هغې خاطرې په ډاګه کړې، چې دګوډاګي رژيم داستخباراتو په توره ټنډه يو بل تور داغ وګرځى او ددوى هغه دروغجن تورونه افشا شى چې دشکنجو په بدل کې دحنيف په ژبه خواره کړي وو.دهمدې انديښنى له امله دګوډاکي رژيم نژدى (٢٠٠) سو وسلوالو چې په (٨) خړو رينجر موټرونو کې سواره وو،په نیمه شپه دشهيد حنيف کور محاصره کړ؛ هغه يې له دو دتره زامنومحمدرحیم اومحمدنعیم اوخوريئ ذاکرالله دمحمد رحیم زوﺉ سره يو ځاى ونيول او بيا يې په ډير بې رحمانه ډول په ګوليو غلبيل کړل وحشي قاتلانودکوردسپین ږیرو،تورسرواوماشومانوپه زاریو،چیغواوناروهیڅ پرواونکړه اودخپلوبادارانو له لوری ورکړل شوی پروګرام یی عملی کړ.

    خبري رسنۍ بايد په دې اړه دشهيد حنيف له وينو سره دومره ستره جفا هم ونه کړي، چې دقاتل څرګند لاسونه پټ کړي، اقلا بايد دهغه کورنۍ او دکلي له خلګو خو پيښه وپلټي اوپه دی خبره هم ځانونه پوه کړی چی دشیرزې ویاندولی دنوموړی دشهادت دڅرنګوالی په اړه له عادته خلاف زیاته دلچسپی اخلی.

    حنيف له چاسره کومه داسي شخصى شخړه نه لرله، چې په (٨) موټرونو کې دوه سوه مجهزوسلوال په پوځی یونیفورم اورینجروموټروکی ورته راولي دا ډول اوازې خورول دګوډاګي رژيم هڅې دي، چې له حقيقت سره هيڅ سمون نه خوري دشهيد معصومي او مظلومي وينې به ضرور رنګ راوړي او حيوان صفته قاتلان به ضرور رسواشي

    شهيد حنيف دشهادت پرمهال (٢٧) کلن زلمى وه، له ديني علومو فارغ و؛ په کمپيوټر او انګلسي ژبه کې يې ځانګړى مهارت لاره او دننګرهار پوهنتون داصول دين پوهنځى دڅلورم کال زدکونکى پاته شوى و، معتدل مزاجه او زړور انسان وو،نوړی په دی ورستیووختوکی خپلوملګرته ویلی ‌ؤچی الله تعالی دی نورماته شهادت رانصیب کړی دهغه دتره زامن هم رښتینی مجاهدین وو

    موږ دالله په دربار کې دهغه دجهاد، مبارزې او زندان دقربانيو اجر او دهغه اوملګروودينداره کورنيو ته دجميل صبر غوښتونکي يو…

    د طالبانو ویب پاڼه : یواځی کلیک وکړی الاماره ویب

    پخوانی خبر:

    دطالبانو پخوانی ویاند او له بګرام جیل څخه راخلاص شوی بندي ډاکټر حنیف پرون ( 27/11/2008 ) بیګا مهال ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې په خپل کور چې د للمې په سیمه کی دی په شهادت رسول شوی دی. د توری بوړی دجهادي عمومي محاذ ویب پاڼی ددی وژنی پړه پر امریکایانو اچولی ده خو د طالبانو رسمي ویب پاڼی تر اوسه ( 29/11/2008 ) په دی اړوند څه نه دي ویلي.
    د یوه بل خبر له مخی له ده سره دده دوه تره زامن،خوریی او اوښی یی هم وژل شوي دي او اوس مهال د غربي رسنیو غټ او مهم ټکي د ډاکټر حنیف وژنه تشکیلوي

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: