عاجل خبر: په کابل کې درې ځانمرګي بريدونه شوي او نښته روانه ده

نيم ساعت وړاندې  په کابل کې درې ځانمرګي بريدونه شوي او دوه يا درې تنه ځانمرګی بريد کوونکي لا هم دعدليې په وزارت کې  مقاومت کوي .د لومړنيو راپورونو له مخې يو ځانمرګي بريد د پوهنې له وزارت سره څېرمه  د ملک اصغر په څلور لاري کې ترسره شوی ، خو تر بريد مخکې د امنيتي  کسانو له خوا پېژندل شوی او ډېر تلفات يې نه دي اړولي . درې يا څلور تنه  ځانمرګي د عدليې وزارت ته ننوتي ، چې يوه يې چاودنه کړې ، يو کس  يې همدا اوس د وزارت بام ته پورته شوی او له امنيتي مسوولينو سره په مقاومت لګيا دی او په دوهم او درېيم پوړ کې هم جګړه روانه ده، د عدليې وزير په څلورم پوړ کې دی او تر اوسه کوم زيان نه دی ورته اوښتی .
د يوه راپور له مخې  په عدليه وزارت کې درې تنه وژل شوي او 16 تنه يرغمل نيول شوي . همداراز يو بل ځانمرګی بريد د خيرخانې په درېيمه برخه کې د لب جر په سيمه کې ترسره شوی ، اود راپورونو له مخې درانه تلفات يې اړولي دي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: