طالبان په خپلو بمونو کې دانګلستان ټيکنالوژي کاروي

المحیط :  له برتانیې څخه خپریدونکې ډیلي تیلګراف  مجلې  په خپلې ننۍ ګڼه کې کښلي و چې طالبان په خپلو بمونو کې له انګلستان  څخه قاچاق شوې ټیکنالوژي کاروي  ، چې دبرتانیې مسلمانانو  ورته ورکړې ده .
مجلې  دخپل خبر لپاره کومه سرچینه نه ده په ګوته کړې  خو دا یې ویلي ، چې له ګاونډیو هېوادو افغانستان ته لیږدول کیږي  او یا هغو کسانو ، له انګلستان  څخه دهوا له لارې پاکستان ته  له ځان سره وړلې ده ،چې له طالبانو سره خواخوږي لري  او له دې ځایه بیا افغانستان ته لیږدول کیږي .
مجلې ویلي  ، چې  په برتانیه کې دماینونو  دویستلو یو کارپوه  دبهرنیو چارو وزیر  دیوید میلیبانډ ته  له سفر وړاندې  ددغه قاچاق په اړه معلومات ورکړې و .
دغه کارپوه وزیر ته ویلي  ، چې  موږ داسې  تخینکي شیان موندلې ،چې په افغانستان کې دبرتانوي ځواکونو پر ضد کارول کیږي .
اوسمهال په افغانستان کې 8300 برتانوي سرتیري ځای پر ځای شوي  او د ایساف ځواکونو تر چتر لاندې  دافغانستان په  سویل   کې میشت دي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: