یونسکو دنورو ژبو د ورکیدو خبر ورکړ

دملګرو ملتونو  دښوونې ، روزنې او علومو  ټولنې  یونسکو خبر ورکړ ،چې  دنړۍ پر مخ 6000 ژبو څخه  2500 نورې ژبې دختمې شوې او یا ورنږدې دي  .
دغه څرګندونې یونسکو دهغو ژبو ، چې  دورکیدو له ګواښ سره مخ دي ددرییم نړیوال اطلس  دخپرولو په غونډه کې کړي .
BBC 
دهمدغه اطلس  ددوو ژبپوهانو له خولې کښلي ، چې د ژپو ورکیدل دکوچنیو او لیریو هېوادو پورې تړلې موضوع نه ده بلکې دا  اوس نړیواله  ښکارندویه  ( پدیده ) ده ، چې ژبې ګواښي ، دغه اطلس ، چې ناروي یې لګښتونه پر غاړه اخیستې  دروان کال د می په میاشت کې به له چاپه راووځي او نږدې 30 ژبپوهانو په کې کار کړې دی .
په اطلس کې راغلې ، چې  په هرو دریو نسلونو کې نږدې  200 ژبې له منځه تللې دي اوسمهال  199 ژبې شته ، چې د ویونکو شمیر یې 10 کسانو نه اوړي  .
اطلس زیاتوي ، چې دمتحده ایالاتو داوسیدونکو له ژبو څخه نږدې  څلورمه برخې ژبې ، چې شمیر یې 192 ته رسیږي له منځه تللې او 71 نورې  له ګواښ سره مخ دي .
ځینې هغه ژبې  لکه لیفونیان ، چې  له ګواښ سره مخامخ دي  دځوانانو لخوا دشعر ویلو  دهڅو له برکته  یې بیرته دژوندې کولو  چانس شته .
په اطلس کې دهندواروپايي ژبو دڅانګې  لیکواله  مارلین هابارډ وايي :  دسویلي امریکا اصلي  اوسیدونکو دهغو کسانو په  لومړي سر کې راځي ، چې خپلو ژبو ته  پاملرنه کوي او پر حکومت فشار راوړي ، چې د دوی پر حقوقو اعتراف وکړي  .
په یونسکو کې  دکلتور دڅانګې مرستیال فرانسواز وايي ، ددغې پروژې  ار موخه داده ، چې موږ دخلکو  ترمنځ عامه پوهاوې زیات کړو ،چې خپلې ژبې وژغوري  او پردې ارزښت پوه شي .
نوموړې  زیاتوي  موږ هڅه کوو ،چې خلک پردې وپوهیږي  ، چې د دوی مورنۍ ژبه  او یا ددوی  دهېواد ژبه  ډیره مهمه ده  ، موږ باید پر خپله ار ژبې  وویاړو
 
ځینې داسې ژبې هم شته ، چې اوس  کشف شوې لکه اندي ژبه ، چې په 2000 ز کې  دځینو خبریالانو لخوا په اکواردو کې  کشف شوه دیونسکوله مهمو موخو  څخه دا ده ، چې داصلي ژبو دساتنې  لپاره  دخلکو په منځ کې عامه پوهاوې ډير کړي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: