ایران افغانستان ته دپښتنو ضد کتابونه رااستوي

په نیمروز کې چارواکو یو کانتینر داسې کتابونه  نیولي ، چې له  ایران رااستول شوې  او دپښتنو او سني او شیعه مسایلو  ته په کې لمن وهل شوې ده .
دغه کتابونه  دیوې ځانګړې ډلې پر وسیله دافغانستان نورو ولایتونو ته هم  استول کیدل ، داطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي عبدالکریم خرم  دمشرانو جرګې  ددیني او فرهنګي چارو له کمیسون  سره په یوه مشورتي ناسته کې یو پلاوې ټاکلې ، چې دغه کتابونه  په نیمروز کې  وڅيړي او له څيړنې وروسته یې  پلازمینې کابل ته ولیږدوي .
په مشرانو جرګه کې  دنیمروز ولایت  استازې  محمد انور مرادي وايي  : دغه کتابونه له ایرانه افغانستان  ته دمذهبي  او قومي تعصباتو دراپارولو په موخه رااستول شوې و مرادي د اطلاعاتو او کلتور وزارت  څخه غوښتي ، چې په دغه برخه کې عاجل ګام پورته کړي دیادونې وړ ده ، چې ایران دافغانستان پولو ته څيرمه دومره پياوړي انتنونه لګولي ، چې  پولې ته څيرمه ولایتونو کې  ایراني تلویزونونه  خپل پروګرامونه  خپرولای شي  اوموخه یې داده ،  چې په دغو ولایتونو کې ایراني فرهنګ دود شي د انجینرانو له خولې په نیمروز کې  دولتي انتنونه دومره کمزوري دي ، چې ملي  او افغاني تلویزونه هلته نه لیدل کیږي نو ځکه خلک همدغو ایراني  تلویزونو ته مخه کوي  .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: