ډاکتر انوار الحق احدي خپله تګلار اعلان کړه

دافغان ملت ګوند مشر  پوهاند ډاکتر انوار الحق  پرون  شنبه دروان کال دکب پر 24 دافغانستان دولسمشرۍ  لپاره خپله تګلار  ، چې دکورنۍ او بهرنۍ تګلار سربیره یې  دکرنې ، سوداګرۍ ، ترانسپورټ  ،کابینه او ….  موضوعات په کې شامل دافغانستان نوین  په هوټل کې  ، چې دافغانستان له 34 ولایتونو څخه  خلک  دغې غونډې ته رابلل شوې و اعلان کړه .

په دغه غونډه کې یو شمیر بهرني ديپلوماتان ، دپارلمان غړي  هم رابلل شوې و ، ښاغلي احدي  په دغه غونډه کې دولسمشر کرزي  پر حکومت سختې نیوکې وکړې  او له خپله انده یې د اوسنې حکومت ځینې منفي اړخونه  رابرسیره کړل . نوموړې  وايي  په حکومت کې د کمزورو مامورینو دګومارنې  مسوولیت  یوازې  دولسمشر کرزي  پر غاړه دی .

ډاکتر  احدي وايي : که چیرته ولسمشر شم  نو دا وړتیا لرم ، چې د مشارکت داصل له مخې به   دهېواد قضايي اوعدلي سیستم اصلاح کړم  ، اداري فساد ، او دپرمختیايي کارونو لپاره به  سیستم او تګلار جوړه کړم .

ډاکتر احدي وايي  که دولسمشرۍ په ټاکنو کې کامیاب شوم نو ددولت له وسله والو مخالفینو سره به  دېوې روښانه تګلارې  ، سیاسي اصولو په چوکاټ کې خبرې اترې وکړم  . دستونزو ، شخړو سوله  ییز حل ، دهېواد لپاره ملي زغیم  یوازې  د ټاکنو له لارې  رامنځته کېدای شي .

دیادونې وړ ده ،چې داکتر انوار الحق احدي تر اوسه  دخپلې کاندیدا کاغذونه دټاکنو کمیسون ته نه دي سپارلي او دولسمشرۍ دکاندیدانو ترمنځ دا لومړنې کاندید دی ،چې خپله تګلار په پلازمینه کابل نږدې 5000 وګړو په حضور کې اعلان کړه

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: