دخوست دنادرشاه کوټ په ولسوالۍ کې يو ښوونځی په بمونو الوځول شوی

ناڅرګندو كسانو د خوست ولايت په نادرشاه كوټ ولسوالۍ كې د نجونو او هلكانو لپاره يو ښوونځى په ماينوالوځولۍ او له امله يې دواړه ودانۍ په بشپړ ډول ړنګې شوې دي

دا پېښه د پنجشنبې په شپه د خوست ښار لويديځ ته د نادرشاه كوټ ولسوالۍ اړوند د اووم په نوم كلي كې شوې، د دغه ولايت د پوهنې رياست وياند موسى مجروح وايي چې ناڅرګندو كسان په ياده سيمه كې  د نجونو او هلكانو دوو ښوونځيوته ورغلي او دواړه ودانۍ يې په ماينونو الوځولي، دى زياتوي چې په ودانيو كې اته چاودنې شوې او ټولې څلرويشت خونې يې ړنګې شوې دي.

په نوموړي ښوونځي كې څلور سوه هلكانو او نږدې دوه سوه نجونو زده كړې كولې  او دواړو ته جلاجلا ودانۍ په همدې روان كال كې جوړې په بشپړيدو يې سلوشپيته زره امركا يي ډالره لګول شوي وو.

د ياده ولوده چې څو ورځې وړاندې  هم د همدې ولسوالۍ په بله سيمه كې د يوه ښوونځي وداني په ورته ډول په بمونو الوځول شوې او ويجاړه شوې وه.

.

 

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: