د ملي پیوستون ۲۷ پروژې بشپړې سوې

د زابل ولایت د کلیو پراختیا د ریاست چارواکي وايي چې ددې ولایت په اوه ویشتو کلیو کې یې ۲۷ د بیارغونې پروژې بشپړې کړېدي.

د کلیو پراختیا رییس و ایی چې دا پروژې د زابل په مرکز او دوو ولسوالیو کې عملي شویدي چی ورباندی څلورلکه او اته دیرش زره امریکایي ډالره لګښت راغلی دی چې لس فیصده یې د خلکو له خوا ورکول سوی دی.

د زابل د انکشاف رییس منصور بېنوا ته وویل چې پدې پروژو کې د ویالو او کاریزونو د پاکولو تر څنګ د پلچکونو او سړکونو رغول هم شامل دي. ده زیاته کړه چې دا پروژې په وروستیو شپږو میاشتو کې تر کار لاندی نیول سوې وې چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل سوې.

د ښارصفا ولسوالۍ د غیشی رباط د کلي اوسیدونکي نجیب الله وویل چې ملي پيوستون خورا ګټور پروګرام دی او باید چې د زابل نورو ولسوالیو ته هم پراخ کړل سي، دغه اوه ویشت پروژې پداسي مهال کې ګټې اخیستنې ته سپازل کیږي چې د زابل خلک د لا زیاتي بیا رغونې غوښتننه کوي

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: