په ننګرهار کې ځانمرګي بريد شپږ کسان ټپيان کړل

د ننګرهار امنيتي چارواکو ويلي چې د جلال اباد-تورخم پر لويه لاره په يوه ځانمرګي بريد کې شپږ کسان ټپيان شوي دي .

بريد نن (يکشنبه، د مارچ لومړۍ) سهار شاوخوا يوولس بجې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان شوی دی .

د ننګرهار ولايت امنيه قومانداني وايي چې ځانمرګی بريد له چاوېدونکو توکو د يوه ډک موټر له امله شوی دی .

سرچينه زياتوي چې له جلال اباده د تورخم پر لور د بهرنيو تلونکي کاروان ته کوم زيان نه دی اوښتی .

په ټپيانو کې يو سپين ږيری سړی او دوه ماشومان هم شامل دي .

د بريد پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې .

بل خوا د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدل زي ويلي چې د ننګرهار د ښاروالۍ مدير حاجي احمد جان له تګلوري څخه د بهرنيو ځواکونو د موټر د چپه کېدا له امله مړ شو .

دغه پېښه د جلال اباد په جنوبي سيمه د سرخردو په دوه سړکه کې شوې ده .

بل خوا په افغانستان کې مېشتو ايتلافي ځواکونو ويلي چې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې يې څلور وسله وال اورپکي وژلي دي .

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: