ناپېژاندو وسله والو جاوېد احمد يازمي وواژه

تېر ماښام د کاناډا د تلوېزيوني چينل يو افغان خبريال د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شول .

چارواکي وايی چې تر دې دمه نه شي ويلای چې جاوېد احمد يازمي ولې او چا وژلی دی، خو وايي په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي .

تراوسه پورې د يازمي د وژنې مسؤوليت چا نه دی منلی .

دغه افغان خبريال څه باندې يو نيم کال مخکې امريکايي ځواکونو له طالبانو سره د تړاو په تور نيولی و او 11 مياشتې يې د بګرام په هوايي اډه کې د دغو ځواکونو په بند کې تېرې کړې وې .

23 کلن جاوېد احمد يازمي چې د سي ټي وي په نوم له يوه کاناډايي ټلويزيوني چينل سره يې کار کاوه څه باندې څلور مياشتې مخکې د بګرام په هوايي اډه کې د امريکايي ځواکونو له بند څخه خوشی شوی و .

دی تېرماښام شاوخوا اووه بجې په کندهار ښارکې د ناڅرګندو وسله والو لخوا په ډزو ووژل شو .

عيني شاهدان وايي جاوېد احمد يازمي د ښار په مرکزي سيمه شهيدانو چوک کې چې ډېری حکومتي دفترونه لکه ملي امنيت، منډيګک ماڼۍ، ولايتي شوار او نور هم په کې دي، په خپل کرولا ډوله موټر کې ووژل شو .

د کندهار امنيتي چارواکي يوازې د پېښې پخلی کوي او نور جزييات نه ورکوی خو د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري وايي:

 

 په دې کې شک نه شته، چې د امريکايي ځواکونو په زندان کې افغانانو ته هر ډول شکنجې ورکړل شوې دي، جاوېد احمد به هم ويل چې ماته شکنجې راکړل شوې دي او زما سپکاوی شوی دی . ده دا ادعا کوله چې د دولت له هېڅ ډول مخالفې ډلې سره يې اړيکې نه لرلې .

 

لال ګل

 ((تر اوسه پورې جزييات نه شو ورکولی، يوځل قضيه بايد نوره هم وڅېړو، موږ هڅه کوو چې د دې قضيې عاملي او قاتلين ونيسو او د قانون منګولو ته يې وسپارو. ))

د هغه د توړۍ زوی فضل احمد بي بي سي ته وويل چې له څه مودې راپدېخوا جاوېد احمد يازمي ته ناڅرګندو کسانو د ګرځنده تيلې فون له لارې ګواښونه کول خو زياتوي چې هغه له چاسره شخصي دښمني نه لرله :

((ده ته له ناڅرګنده ځايه تيلې فونونه راتلل، نو ر خدای ته معلومه ده چې دا کار دغو کسانو کړی او که بل چا؟ طالبانو خو هم نه دی کړی، خبريال خو ازاد وي، هېڅ مشکل نه جوړوي . ))

جاوېد احمد يازمي نژدې يونيم کال مخکې د امريکايي ځواکونو له لوري په کندهار کې په دې تور ونيول شو چې ګواکې له طالبانو سره يې اړيکې درلودې .

هغه تر 11 مياشتنې بند وروسته رسنيوته وويل چې په کندهار او بګرام کې ورسره د امريکايي ځواکونو له لوری بد چلند شوی دی .

په دې اړه د افغانستان د بشري حقونو د ټولنې مشر لال ګل چې د جاوېد احمد يازمي دوسيه يې پرمخ بېولې ده بي بي سي ته وويل :

((په دې کې شک نه شته، چې د امريکايي ځواکونو په زندان کې افغانانو ته هر ډول شکنجې ورکړل شوې دي، جاوېد احمد به هم ويل چې ماته شکنجې راکړل شوې دي او زما سپکاوی شوی دی . ده دا ادعا کوله چې د دولت له هېڅ ډول مخالفې ډلې سره يې اړيکې نه لرلې . ))

تر دې مخکې د روان لمريز کال په غبرګولی مياشت په هلمند کی د بي بي سي خبريال عبدالصمد روحاني هم د ناڅرګندو وسله والو له لوري ووژل شو

خو هغه مهال امريکايي ځواکونو دده دغه تورونه رد کړي وو .

په کندهار کې يو سيمه ييز خبريال دواخان مينه پال چې يازمي يې له نژدې پېژانده، بي بي سي ته وويل چې هغه يو بې پرې خبريال و او تر اوسه پورې دوی نه دي ا ورېدلي چې په هغه دې چا له دې امله نيوکه کړې وي چې ګواکې خبر يې بې پرې نه دی :

((جاوېد احمد يازمي د عالي اخلاقو څښتن و، ده بې پرې خبرونه خپرول ډېر واقعيتونه يې روښانه کول، په دغه سيمه کې ډېری کاناډايي عکسر دی او ده غوښتل چې کاناډايان د دغې سيمې له واقعيتونو څخه خبر شي . ))

په پلازمينه کابل کې د خبريالانو د دفاع د کمېټې مشر ضيا بوميا بي بي سي وويل چې دوی د جاوېد احمد يازمي وژنه غندي او زياته يې کړه :

((په لوېدېځه حوزه په تېره بيا په کندهار ولايت کې د ژورنالېستانو وضعيت ډېر خراب دی، دوی هغو معلوماتو ته چې اړتيا لري، سم لاسرسی نه لري .))

تر دې مخکې د روان لمريز کال په غبرګولی مياشت په هلمند کی د بي بي سي خبريال عبدالصمد روحاني هم د ناڅرګندو وسله والو له لوري ووژل شو .

حکومت هغه مهال هم ويلي وو چې په دې اړه به څېړنې کوي خو تر اوسه پورې يې د دغو څېړنو پايلې نه دې څرګندې شوې .

په سويلي ولايتونو کې مېشت خبريالان وايي چې دوی له ډېرو سختو ننګونو سره مخامخ دي او اړ دي چې ان خپلې دندې پرېږدي .

 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: