سید طیب جواد : امریکا دې کابل پریږدي ،چې له طالبانو سره خبرو اترو ته ورګډ شي .

دافغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتیژي ، چې په نږدې راتلونکي کې به اعلان شي او د سیاسي ، اقتصادي  او نظامي هڅو له لارې  دغه اوه کلن  جنګ ته دپای ټکې کېښودل شي  دنورو سرتیرو راستول  به ددغه ستراتيژۍ یوه برخه وي .
په امریکا کې دافغانستان سفیر سید طبیب جوادوايي ، افغانستان  دعراق په څير نه دی ، نوموړې  له باراک اوباما وغوښتل ، چې بایدکابل دې ته پرېښودل شي ،چې له طالبانو سره خبرو اترو ته ورګډ شي . جواد وايي  : داربکیو جوړول  به د افغانستان  او سیمې لپاره  دومره  ښه پايله ونه لري . په همدغه ترڅ کې  په افغانستان کې  د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې  له باراک اوباما غوښتي ، چې باید له ټولو طالبانو سره  خبرې اترې وشي  ، خو په دې شرط ، چې طالبان له القاعدې سره خپلې اړیکې  پرې کړي  په دې وروستیو کې   له طالبانو سره دخبرو موضوع ډیره پیچلې شوې ده .
حکومت له څو کلو رادیخوا له طالبانو سره  پر خبرو اترو ټینګار کوي ، خو طالبان وايي ، چې باید بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي .
آبزرور ورځپاڼه وايي : دحزب اسلامي  استازی ، ارسلا رحماني ، دکرزي ورور  ، په پاکستان کې دطالبانو پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف  له حکومت سره دخبرو اترو پروسه پر مخ بیايي .
حکومت  تر اوسه څلور ځلې هڅه کړې ، چې له طالبانو سره خبرې اترې وکړي   دیادونې وړ ده ،چې دطالبانو دواکمنۍ پر مهال د لوړو زده کړو  وزیر  او دمشرانو جرګې غړی ارسلاني رحماني  همدا اوس  دحزب اسلامي   او جلال الدین حقاني له استازو سره په خبرو بوخت دی .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: