د سولې د راوستو لپاره د لويي جرگې غوښتنه

د افغانستان د عالمانو شورا په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره د نړېوالې ټولنې او جگړې د ښکيلو غاړو په گډون د يوې لويي جرگې د جوړېدوغوښتنه کړې ده .

دعالمانوشورا پر ملگرو ملتونو او اسلامي کنفرانس غږ کړى چې د افغان حکومت د مخالفينو نومونه دې له تور لسټ وباسي چې هغوى په ډاډه زړه په دغې کېدونکې جرگه کې گډون وکړي .

دوى دا ډول دسعودي عربستان په پادشاه غږ وکړ چې په افغانستان کې دسولې دټینګښت په موخه له مخالفینوسره دخبرو اترود چارو مشرتوب په غاړه واخلي.

دافغانستان دعالمانو شورا له ولسمشر حامد کرزي سره په خپله وروستۍ کتنه کې په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي د پاى ته رسېدو په موخه د يوې لويي جرگې د رابلل کېدو غوښتنه کړې ده .

د عالمانو شورا پر نړيوالې ټولنې غږ کړى چې د ترهگرۍ په تور د افغان حکومت دټولو مخالفو مشرانو نومونه له تور لسټ نه وباسي،چې په دغې سترې کېدونکې جرگې کې په ډاډه زړه گډون وکړي .

د عالمانو د شورا مرستيال او وياند قيام الدين کشاف هيله وښووله چې نړيواله ټولنه به د دوى غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي .

ده وويل ” موږ د افغانستان د روان تاوتريخوالي د پاى ته رسېدو لپاره د يوې لويي جرگې غوښتنه وکړه،په دغه جرگه کې به د افغان حکومت ټولې مخالفې و ډلې،لکه وسله وال طالبان،اسلامي حزب او داسې نورې گډون وکړي .
دغه راز په دغه جرگه کې د اسلامي کنفرانس ،ملگرو ملتونو نړيوالې ټولنې او گاونډيو هېوادونو استازي هم بايد وي .د دغې جرگې د مشرتوب لپاره مو د سعودي پاچا په نظر کې نېولى دى .موږ هېله لرو چې نړيواله ټولنه به زموږ د دغې غوښتنې په اږه مثبت ځواب ووايي ”.

ښاغلي کشاف دغه راز وويل چې دوى له ولسمشر نه غوښتنه وکړه چې د کيدونکې جرگې په اړه دګاونډيو هېوادونو موافقه هم ترلاسه کړي .

افغان ولسمشر حامد کرزي د يوې خپرې شوې وينا پرمټ د عالمانو د شورا دغه غوښتنه ستايلې او هر کلى يې کړى دى .

 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: