ستره محکمه : کرزی دې ترانتخاباتوپورې واک په لاس کې ولري


د افغانستان دملي تلویزیون دراپورله مخې ددغه هیواد سترې محکمې نن پرېکړه وکړه چې ولسمشر کرزی داسد یا زمري ترانتخاباتوپورې په واک کې پاتې کېدای شي .

 

پرون ښاغلي کرزي یوې خبري غونډې ته وویل چې سترې محکمې ته یې دنده سپارلې چې فیصله وکړي دثور په پای کې د ده دجمهوري ریاست د قانوني دورې له بشپړېدو وروسته څوک واک په لاس کې ولري .هغه همداراز ویلي وو چې ستره محکمه به په نن اوسبا کې خپله پرېکړه اعلان کړي.

 

سترې محکمې نن ( یکشنبه) ولسمشرکرزي ته خپله پرېکړه اعلان کړه چې دی کولی شي ترانتخاباتوپورې دچارو واګې په لاس کې ولري .

 

تردې دمه دسترې محکمې دپرېکړې په وړاندې دولسمشرکرزي سیاسي مخالفانو غبرګون نه دی ښودلی خو ښاغلي کرزي پرون وویل چې که سیاسي مشرانواو ولسي جرګې دسترې محکمې له پرېکړې سره مخالفت وکړ دی به لویه جرګه راوبولي چې د موضوع په هکله وروستۍ پرېکړه وکړي .

 

له اساسي قانون سره سم دولسي اومشرانو جرګو د غړیو اودغه راز دولایتي او ولسوالي شوراګانود استازو په ګډون لویه جرګه جوړېدای شي .

 

دولسمشرکرزي دواک قانوني دوره د ثورپه یودېرشمه نېټه پای ته رسېږي خو اساسي قانون وايي چې دولسمشرۍ انتخابات باید دولسمشرد قانوني دورې ترپای ته رسېدو یوه یا دوې میاشتې دمخه ترسره شي خو اوس چې ټولو داسد په نهه ویشتمه نېټه دانتخاباتو له ترسره کېدو سره سلا کړې ، په هرحالت کې داساسي قانون سرغړونه کېږي.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: