ملاسلام: ۹۵ فیصده طالبان سولې ته چمتو دي

د طالبانو یوه پخواني قوماندان ملاعبدالسلام وایې چې ۹۵ فیصده طالبان دې  ته حاضر دي چې خپله وسله په ځمکه کیږدي  او له افغان دولت سره سوله وکړي خو هغوي د خپل امنیت له ویرې خپله وسله  په ځمکه نه شي ایښودلای. ملاسلام وویل چې که چیرته افغان دولت د دغو طالبانو د امنیت او سرضمانت وکړي نو دی باوري دی چې 9۵ سلنه طالبان به د سولې له بهیر سره یوځای شي. ملاعبدالسلام چې اوس د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالۍ ولسوال دی یو  مهال د طالبانو یوه مشهور قوماندان وو.ملا سلام له رویټرز آژانس سره په مرکه کې ویلي چې طالبان دمګړۍ تر حکومت پیاوړي دي او حکومت دا توان نه لري چې د هغوي د امنیت ضمانت وکړي نو همدا لامل دی چې طالبانو د مذاکراتو لپاره زړه نه ښه کوي. ملا سلام چې د طالبانو د حکومت پر مهال د ارزګان والي وو وایې چې له ملاعمره سره یې نژدې اړیکي لرلي خو له لسکو کلونو را پدې  خوا یې هغه نه دی لیدلی.ملا سلام  وایې چې دی ملا عمر ته یو ډیر نژدې کس وو او تل به یې له هغه سره ناسته پاسته لرله او د یولسم  سپټمبر تر بریدونو دوه کاله دمخه یې هغه لیدلی او بیا یې نه دی لیدلی.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: