په افغانستان کې دبيان دازادي دپراختيا دلارو چارو په باب غونډه جوړه شوي وه

په افغانستان کې دبيان  دازادي دپراختيا دلارو چارو په باب نن په هغي  غونډه کې  خبرې وشوې  چې ديوناما دفتر په نوښت  په کابل سرينا هوټل کې جوړه شوي وه.دباخترا ژانس  دخبرله مخې  ديوناما ددفتر ويندوي  ددغي غونډي هدف دبيان دازادي درواجولو اوملاتړ په مقصد  درغنده خبرولپاره دزمينوبرابرول وبلل ده دڅرگندونو له مخي  په دي غونډه کې  دهغو نظرغوښتنو په باب  چې  پخوا په افغانستان کې دبيان دازادي دحالت په باب ديوناما ددفتر په نوښت ترسره  شوي دي خبرې وشوې  اونظريي راټولي شوي .په دي  يوه ورځني غونډه کې   چې  دژورناليستانو  دملي اتحاديي   دژورناليستانو دخپلواکې ټولني  اوداسيا د جنوب درسنيو دټولني په همکاري  جوړه شوي وه زيات شميرژورناليستانو  درسنيو مسوولينو  دمدني ټولنې   غړو    دپارلمان  ځينو  استازو   له رسنيو سره مرستندويو  مراجعو  اودبشر دحقوقو  فعالينو  برخه اخيستي وه.برخه والو په کاري  گر وپونو کې په ويشل  کيدوسره د ژورنالستانو دامنيت او ساتني ، دقانون  واکمني   ته درناوي ،  درسنيو پايښت  په شان ديوشميرنورو مسئلو په باب خبرې وکړي .

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: