لاهور: د پولیسو په اکاډمۍ کې د مرگ ژوبلي شمیره لوړه شوه

نن د دوشنبه غرمه مهال د پاکستان د لاهور په ښار کې د پولیسو په اکاډمۍ باندې د  وسله والو کسانو په ناڅاپي برید کې لږ تر لږه ۳۷ پولیس وژل شوي او شاوخوا ۱۳۰ نور ژوبل دي.
د پاکستان جیبو ټلویزیون هغه انځورونه یو پر بل پسې خپاره کړل چې وسله وال ښیې چې د پولیسو پر مرکز ننوتي او هرې خوا ته چې پولیس په مخه ورځي نو د ټوپک موخه یې ګرزوي.  په انځورونو کې   د پاکستان پولیس ښکاریدل چې ډله ډله یوه او بله خوا په وینو کې لت پت پراته ول. د پولیسو سرچینو  په لاهور ښار کې خبریالانو ته ویلي چې دغه برید د یوې ډلې ترهګرو له خوا تر سره شوي ښایي شمیر یې شپږ او یا اوه کسان وو. له برید وروسته د پولیسو ځمکنی او هوایي ځواک سیمې ته ورسید او د برید کونکو له ډلی څخه یې د دې خبر تر خپریدو پوري دری بریدګر وژلي دي.
تر اوسه د برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو دغه برید په مهمند اجنسۍ کې د پاکستان د پوځ  تر وروستیو عملیاتو وروسته  تر سره شوی دی.ګمان کیږي چې دغه برید په قبایلو کې  د پټو شویو بنسټ پالو له خوا تر سره شوی وي. دغه سیمه  امریکې ډیره خطرناکه ښولي او وایې چې القاعده او طالبان دغلته په ډیره اسانۍ سره تګ را تګ او ژوند کوي چې باید یې هرو مرو مخه ونیول شي. د پاکستان پخواني دوست هیواد انګلستان هم ویلي چې د پاکستان په خاوره کې به د ترهګرو پرضد د هر راز عملیاتو پوځي او دیپلوماتیک ملاتړ وکړي.امریکې تر اوسه نه دي ویلي چې دغو سیمو کې میشتو ترهګرو ته به سرتیري استوي او که څنګه.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: