پاکستان دافغانستان مځکنۍ بشپړتیاته د درناوي غوښتنه وکړه

د پاکستان دبهرنیوچارووزیرنن په هېګ کې دافغانستان نړیوال کنفرانس ته وویل چې په افغانستان کې دثبات راوستلوهلې ځلې باید ددغه هیوادپه چارو کې دنه لاسوهنې او مځکنۍ بشپړتیا ته یې ددرناوي پراساس وي .

محمود قریشي کنفرانس ته په وینا کې وویل : پاکستان له ترهګرو سره دمبارزې لپاره پرخپله ژمنه ولاړ دی .

قریشي چې دهیواد استخباراتي ادارې یې په افغانستان کې پرلاسوهنې اودوسله والوسخت دریځو پرملاتړ تورنې دي ، ټینګاروکړ چې په افغانستان کې دثبات راوستلولپاره نړیوالې هلې ځلې باید دافغانستان مځکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري .

په کنفرانس کې له له جرمني رانیولې ترپاکستانه پورې اوله فرانسې ترایرانه درستوپه افغانستان کې دثبات اوسولې دراوستلولپاره دامریکا دنوې ستراتیژۍ ملاتړ وکړ.

ایران هم چې په هره مسئله کې له امریکا سره مخالفت لري په محتاط ډول د دې ستراتیژۍ ننګه وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې دسولې دهڅوملاتړ ته دوام ورکوي .

د روسیې دبهرنیوچارو وزیرسرګۍ لاوروف دافغانستان اوپاکستان ترمنځ داړیکو دپیاوړتیا پرضرورت تینګار وکړ.

خودترکیې دباندنیوچارو وزیرعلي بابه جان وویل چې هیواد یې چمتو دی دافغان امنیتي ځواکونودروزنې لپاره په افغانستان کې دخپلوروزونکو شمېرزیات کړي .

ولسمشرکرزي وویل چې په خپل حکومت کې به داداري فساد له خپرې ناروغۍ اومخدرو موادوسره دمبارزې لپاره نوې هلې ځلې پیل کړي .

کرزي وویل چې افغانستان امنیت،پرمختګ ،ښې ادارې  اوپخلاینې ته اړتیا لري .

هغه دترهګرۍ په اړه وویل : دګاونډیو هیوادونو له همکارۍ پرته دتروریزم پرضد جګړه نه شي بریالۍ کېدای .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: