طالبانو یوه ښځه او د هغې خاوند په عام محضر کې غرغره کړل

وسله والو طالبانو پرون ناوخته د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه او د هغې خاوند د خلکو د یوه جمیعت په وړاندي غرغره کړل. په دغو کسانو د طالبانو له خوا دا جرم ثابت شو چې د شریعت خلاف یو زشت عمل یې تر سره کړی وو. غرغره کونکو ویل چې دغې ځواني ښځي په داسي حال کې چې بل میړه یې درلود له دوهم کس سره چې هغه هم غرغره شو واده کړی وو. د خاشرود ولسوال هاشم نورزي هم دا پیښه تاید کړه.

 

دا ډول جزاګانې چې طالبان يې ښځو او نارينوو ته ورکوي ، دا هېڅکله د يو پښتون کار ندی او نه د پښتو او پښتونوالې دود او دستورونو سره سر خوري . ځکه هغه پښتانه چې د پښتنې شودی یی خوړلی وي هغه په دې پوهېږي چې انسان که ښځه ده او که نر دی ، نو دوۍ پرېښتې ندي چې د ګناه نه پاکې وي . نو که څوګ ګناه کوي بايد چې د هغه بشري او شخصي حقوق په پام کې ونيول شي .

 

کومو کارونو ته چې طالبانو ملا تړلې ده ، هغه يې د پښتون او پښتني کلتور د بدنامولو د پاره يې تړلې ده . د دوۍ د کړو ـ وړو نه ښکاري چې دوۍ د هيواد او دسيمې د خپلواکۍ د پاره نۀ ، بلکې د عربو د سياسي ، اقتصادي او کلتوري ګټو د پاره د خپلو او پرديو په وړاندې په جګړو بوخت دي .

 

که چېرې د پښتنو راتلونکي د طالبانو په لاس وي او يا ټاکل کېږي ، نو تر ټولو ښه لاره يې دا ده چې د پښتو او پښتونوالې جنازه همدا اوس ولولو او له کومو بدناميو نه چې د طالب تر نامه لاندې به د پښتو او پښتونوالې په نصيب شي ، خپله پښتو وژغورو .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: