میدان وردګ: امنیتي حالت مخ په ښه کیدو دی

د میدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې د سیمې خلګ د امنیتي حالت له ښه والي خوښ دي.
په میدان ښار کې یو شمیر د سیمې اوسیدونکو د بینوا ویب پاڼي همکار ته په مرکه کې وویل چې د ښار او لویې لارې په بیلا بیلو سیمو کې د تلاشۍ د پوستو  جوړول د دې لامل شوي چې دغلته د ورانکارو ډلو فعالیتونه قابو شي، د میدان ښار اوسیدونکي او  د کابل- کندهار پر لویه لاري تلونکي مساپر د خوندي توب احساس وکړي.


په ورته وخت کې دغه ولایت ته د ملي اردو د اضافي سرتیرو  او امریکايي سرتیرو په رسیدو سره هم د طالبانو د فعالیتونو مخه تر یوه حده پوري ډب شوي او د میدان وردګو ولایتي چارواکو ته دا موکه په لاس ورغلي چې له دغې موقې څخه د حکومتي ولکې د پراخیدو په برخه کې مثبته ګټه پورته کړي.


میدان وردګو ولایت په تیر ۲۰۰۸ کال کې د جګړو یو عمده مرکز وو چې پلازمیني کابل ته هم ګواښ زیږونکی بلل کیده خو اوس د افغان دولت او امریکايي سرتیرو د خاصي پاملرني له امله تر ډیره بریده خوندي دی.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: