افغان دولت له پاکستانې طالبانو سره خبري په افغانستان کې د طالبانو پیاوړي کول بولي
د افغان ولسمشر ویاند همایون حمید زاده، په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د پاکسانې طالبانو سره د سولي تړون به د افغانستان امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.
د پاکستان ولسمشر آصف علی زرداري د پاکستان په قبایلو سیمو کې له پاکستانې طالبانو سره د سولي تړون لاسلیک کړ تر څو دغه جنګیالي د پاکستان د امنیتي ځواکونو په وړاندې د جګړي څخه لاس واخلي او د جنګیالود واک په سیمه کې شریعت پلی کړي.
د پاکستان ولسمشر د طالبانو سره د سولي تړون چې د پاکستان د پارلمان لخوا تصویب شوي و، لاسلیک کړ.
ددې تړون پر بنسټ د پاکستان په لویدیځ د سوات په سیمه کې به د شریعت قانون پلي شې.
ولسمشر له دولت څخه وغوښتل چې تر څودا قانون پلی کړي. ددې تړون پربنسټ د پاکستانې طالبانو مشر بیت الله مسعود به د دولتي ځواکنو پر وړاندې د جګړي څخه لاس واخلي.
د افغانستان دولتي چارواکې وایي چې دوی په دې اړه خپله اندیښنه له پاکستان دولت سره شریکه کوي، تر څو ډاډه شې چې د ا کار د افغانستان په حالت ناوړه اغیز نلري.
ښاغلی حمید زاده وایي: ” افغانستان او نړیواله ټولنه په دې اړه اندیښمنه ده.”
د پاکستان یو شمیر چارواکې وایي چې د طالبانو سره د سولي تړون به په سرحدي سیمو کې د جنګیالیو د پټنځایونو د پیاوړتیا او دسیمي لپاره د خطر لامل وګرځي.
د امریکا ولسمشربارک اوباما، په خپلو خبرو کې دا سرحدي سیمه په نړي کې تر ټولو خطرناکه سیمه بللي وه.
د سه شنبې په ورځ سپینې ماڼې په دې اړه په غبرګون کې وویل چې دا تړون د دموکراتیک او بشري حقونو د ارزښتونو سره په ضد کې دي.
د ولسي جرګې غړي سید داود هاشمي وایي ددې تړون تر شا سیاسي لاملونه دي خو دا کار هم د پاکستان لپاره زیانمن دي.
دا تړون دوه میاشتۍ وړاندې د طالبانو او د صوبه سرحد د ایالتې دولت سره لاسلیک شو.
د سوات سیمه د طالبانو لخوا د شریعت پلی کولو وړاندې د ګرځندوی او سیکی د سیمې په نامه مشهوره وه.
Filed under: وروستي خبرونه |
ځواب دلته پرېږدئ