افغان میرمنۍ طالبانو ته ورته قانون نه منی

د شیعه ګانو د شخصي احوالو کړکیچن قانون ددې لامل شو چې په کابل کې یو شمیر افغانې میرمن په لاریون لاس پوري کړي اوپه دې قانون کې له سره د بیا غور کولو غوښتوکی شې 

راتلونکي څخه ویره ددې لامل شوی چې له پنځوسو څخه ډیرو میرمنو د کابل په واټونو کې په لاریون لاس پوري کړ او د ښځو له حقوقو څخه د ملاتړ غوښتونکي شول.

قهرجنو میرمنو چې له ځان سره یې شعارونه لیږدول، د خاتم النبین د مدرسې دروازه چې مشر یې د شیعه ګانو د قانون ملاتړ کوونکي دي وټکوله.

وروسته بیا مظاهره چیان د افغانستان د ولسي جرګې پر خوا لاړل.

په افغانستان کې د شیعه ګانو قانون په ۲۰۰۱کې د طالبانو د ماتې وروسته یو له جنجالی قانونو څخه شمیرل کیږي.

همداراز په سلګونو میرمنو او نارینه وو له دې قانون څخه په ملاتړ کولو سره وایي چې دا قانون له اساسي قانون سره برابر جوړ شوي دي.

ددې قانون په تصویبولو سره نړیوالي ټولنۍ د ولسمشر حامد کرزی پر ادارې نیوکه وکړه.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په دې وروستیو کې له دې قانون څخه ناخوښي ښوولې وه د یو شمیر د لویدیځو هیوادونو مشرانو هم ددې قانون په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

ولسمشرکرزې له حقوقي ادارو څخه غوښتي و چې د شیعه ګانو پر قانون له سره غور وکړي اوډاډه شې چې دا قانون د ښځو له قانون سره په مخالفت کې نه دي.  

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: