په افغانستان کې د امریکا پر تګلارې د بن لادن د مرستیال نیوکه

د القاعدې د مرستیال مشر افغانستان ته د نویو امریکا سرتیرو پرلیږلو د امریکا په تګلارې په نیوکې سره خبرداری ورکوي چې دا کار د افغانستان حالت نور هم کړکیچن کوي   

د القاعدې د ډلي د مشر مرستیال ایمن الظواهری په ویب پاڼه کې په یوې نوې خبرتیا سره افغانستان ته د سرتیرو په لیږلو د امریکا د ولسمشر پر پروګرام نیوکه وکړه.

د اسوشیتد پرس د رپوټ پر بنسټ د الظواهرې دغه خبری د دوشنبې په ورځ په ویب پاڼه کې خپري شوي دي.

د القاعدې د ډلي دغه غبرګون وروسته له هغه ترسره کیږي چې د فبروری په میاشت کې د امریکا ولسمشر د افغانستان د ناامنو سیمو ته د ۱۷۰۰۰ سرتیرو د لیږلو ژمنه کړې وه.

د اسوشیتد پرس د رپوټ بر بنسټ ایمن الظواهرې په عراق کې د القاعده د ډلي څخه غوښتي ترڅو” د ګاونډیو هیوادونو سرحدونه مات کړي”او بیت المقدس اسرایلو له لاسه وژغوري.

د اسامه بن لادن مرستیال د فلسطینو ډلو تر منځ د منځګړیتوب له امله پر مصر نیوکه وکړه.

الظواهری وایي چې ددې خبرو موخه د اسرایلو سره د سولی د خبرو اترو له امله د تندلاری حماس پر ډلي فشار راوړل دي.

اسامه بن لادن او ایمن الظواهری د القاعدې د ډلي دوه مشران دي چې امریکا د دوی د نیوني پر سر میلیونه ډالره جایزه ټاکلی ده.  

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: