د افغانستان په جګړه کې د پاکستانې طالبانو لیوالتیا

د پاکستانې طالبانې ویاند وایي که افغانې طالبان له دوی څخه د مرستې غوښتنه وکړي دوی به ورته مثبت ځواب ورکړي 

پاکستانې طالبانو په دې وروستیو کې له پاکستان دولت سره د سولۍ تړون لاسلیک کړ، خو پاکستانې طالبان وسله پر ځمکه نږدي.

نوموړی ویاند چې د خپل نوم له ویلو څخه ډډه وکړه افغانستان او پاکستان دولت ته یې خبرداری ورکړ تر هغه مهاله چې دغه هیوادونه د اسلامې ضد شعارونه بند نه کړي دوی به له کفاروسره وجنګیږي.

همداراز د افغانستان د ولسي جرګي یو شمیر غړي له نړیوالي ټولني غواړي چې د ترهګري سره په جګړه کې جدی اقدامات وکړي.

د ولسي جرګي استازی محمد عباس نویان وایي ترهګري یوه نړیواله ستونزه ده باید له هغه سره جدی عمل وشې، که نه نورو امریکایي او اروپایي هیوادونو ته به ورسیږي.

د پاکستان ولسمشر آصف علی زرداری په دې وروستیو کې د طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړچې پر بنسټ یې د پاکستان په لویدیځ کې د اسلامې شریعت قانون پلی کیږي.

د افغانستان د ولسي جرګي بل غړی رحمان اوغلی، په تیرو کلنو کې له ترهګری سره په جګړه کې پاکستان د جدی ګامونو په نه پورته کولو تورن کړ. رحمان اوغلی، نماینده دیگر پارلمان افغانستان، پاکستان را برای نادیده گرفتن خطر هراس افگنی درچند سال گذشته متهم می کند.

پدې وروستیو کې د پاکستان دولت او طالبانو د سولي د تړون او پر افغانستان د هغه د اغیز په اړه د افغان دولت چارواکو خپله اندیښنه څرګنده کړه.

د ولسمشر حامد کرزې ویاند همایون حمید زاده وایي” مونږد افغانستان په کورنیو چاروکې هیڅ هیواد ته د لاس وهني اجازه نه ورکوو. ”

له طالبانو سره د سولي د تړون د جزیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دې ویل شوې خو پاکستانې چارواکې وایي د اسلامې شریعت له پلی کیدو وروسته به طالبان له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: