نیویارک: یو افغان له طالبانو سره په مالي مرسته تورن شو

د امریکې د نیویارک  ښار یوې محکمې په حاجي جمعه خان باندي د کوکنارو د پیسو له لاري د طالبانو د مالي ملاتړ نوي تورونه ولګول.

۵۵ کلن حاجي جمعه خان تیر کال په اندونیزیا  کې نیول شوی او د اکتوبر په میاشت کې امریکایې  چارواکو ته سپارل شوی دی.

 له نوموړي سره د مخدره  توکو پر وړاندي د مبارزې په فدرالي محکمې کې قانوني چلند کیږي.

په جمعه خان تور دی چې د ۱۹۹۹ کال را پدې خوا یې د دوو کلونو لپاره د امریکې د هیروینو ټولو مارکیټونو ته هیروین برابر کړي دي.

نوموړی امریکې ته د تریاکو، مورفینو او هیروینو په قاچاق تورن دی.

امریکايي قاضیان وایې چې نوموړي له دغه مدرک  څخه لاس ته راغلي غټه اندازه پیسې طالبانو ته ورکړي او هغوي ته یې پرې وسلې او نور جګړیز توکې چې د امریکايي ځواکونو پر ضد کارول کیږي برابر کړی دي.

څارنوالان وایې  چې که  چیرته په جمعه خان نوموړي تورونه ثبوت شي نو لږ تر لږه له عمر  قید سره مخامخ کیدای شي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: