الظواهري : امریکا اوس هم په افغانستان ، فلسطین او عراق کې مسلمانان وژني

دالقاعدې مرستیال او دویم مشر ډاکتر ایمن الظواهري  دویبپاڼې له لارې  یوه ویډیويي کېسټ خپره کړې ده  په کېسټ کې راغلي : ولسمشر باراک داسې څه نه دي کړي ، چې دمسلمانانو نظر دځان او امریکا په اړه بدل کاندي . الظواهري زیاتوي  امریکا اوس هم لګیا ده په افغانستان ، فلسطین او عراق کې مسلمانان وژني  نوموړي  پر امریکا تور ولګاوه  ،چې په اسلامي نړۍ کې له فاسدو چارواکو ملاتړ کوي  . الظواهري له دې وړاندې  په خپل ویډیويي پيغام کې دنړیوالې محکمې پر حکم نیوکه  کړې ده ، چې دعمرالبشیر دنیولو حکم  ددې مانا ورکوي ،چې دوی غواړ ي له همدې لارې  په اسلامي هېوادونوکې لاسوهنې ته زمینه برابره کړي  . الظواهري  دسوډان له خلکو غوښتي ،چې  یو اوږدمهاله جګړې ته چمتو اوسې  که چیرې لویدیز هېوادونه  سوډان ته ننوتل نو دا به صلیبي جګړه وي  نوموړې زیاتوي   دنړۍ ځینې مشران  لکه بوش ، پوټین او نور صهیونستان ددې وړ دی ،چې محاکمه شي  .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: