حميدزاده: له طالبانو سره په خبروکې پرمختګ شوی

سره له دې چې له طالبانو سره د جوړجاړي په اړه ډېر جزييات نه دي په ډاګه شوي، خو افغان حکومت وايي چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت په کار کې د پام وړ پرمختګونه شوي او نه غواړي چې د دغو پرمختياوو جزييات رسنيو ته په واک کې ورکړي .

د افغانستان د ولسمشر وياند همايون حميدز اده وايي چې له نړيوالې ټولنې سره د تور لېست د هغو مخالفو وسله والو د نومونو د ايستلو پرسر خبرې کړي دي .

حميد زاده وايي د هغو طالبانو نومونه به له تور لېست څخه وايستل شي، چې د افغانستان اساسي قانون ته غاړي ږدي .

تر دې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر اروپايي مشرانو هم د دې خبرې هرکلی کړی و، چې له قانون منونکو طالبانو سره خبرو ته چمتو دي .

د افغان ولسمشر وياند په ډاګه کړه، چې افغان حکومت لا پخوا څرګنده کړې وه، هغه مخالفين چې په افغانستان کې د سولې ټينګښت ته لېوالتيا ښيي، او اساسي قانون مني، بايد نړيواله ټولنه د هغوی خونديتوب له پامه ونه غورځوي .

ښاغلی حميد زاده وايي چې يو شمېر هېوادونه له دغې غوښتنې سره همغږي دي، خو په وينا يې تر دې مهاله يوشمېر لا د دغې غوښتنې منلو ته نه دي چمتو شوي .

سره له دې چې افغان حکومت څو څو ځلې له طالبانو سره د جوړجاړي خبرې کړې، خو طالبانو هره پلا دغه شرط رامخې ته کړی، چې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو به له هېچا سره د خبرو اترو په جرګۍ دېره نه شي .

دا هغه څه دي چې د يو شمېر کتونکو په وينا افغان دولت يې دامهال منلو ته چمتو شوی نه دی .

په افغانستان کې يو شمېر سياسي کړيو او ډلو له طالبانو سره د جوړجاړي هرکلی کړی، خو يو شمېر نور بيا وايي دولتي چاروکي په دې توګه غواړي چې د دې تګلارې په وړاندې کولو سره سياسي ګټې ترلاسه کړي .

 

 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: