پاکستان : طالبانو خپل بريدونه غځولي دي

د پاکستان حکومت منلې ده، چې اورپکو د دغه هېواد په نورو برخو کې فعاليتونه پيل کړي دي .

د امنيت په برخه کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار او د کورنيو چارو مسؤول رحمن ملک دا اعتراف د سوات په سيمه کې له طالبانو سره د سولې په تړون د عمل يوه اوونۍ وروسته کړی دی .

رحمن ملک په پلازمېنه اسلام اباد کې خبري رسنيو ته ويلي چې طالبانو اوس د ملکنډ د بونير ولسوالۍ ځينې برخې تر خپل واک لاندې لري .

دغه سيمه له پلازمېنې اسلام اباد څخه يوازې سل کيلومتره ليرې پرته ده .

رپوټونه وايي چې په بونيز کې طالبانو پر جوماتونو او حکومتي ادارو ولکه ټينګه کړې ده .

داسې رپوټونه هم شته چې طالبانو په سيمه کې د خپل سخت دريځه اسلام پلې کول هم پيل کړي دي .

له پاکستاني حکومت سره د طالبانو تر تړون وروسته داسې ګمان کېده، چې ښايي طالبان وسلې پرځمکه کېږي او له جګړې لاس واخلي، خو دوی غواړي چې خپل فعاليتونه د پاکستان نورو سيمو ته هم وغځوي .

د شمال لوېديځ ايالت د اطلاعاتو وزير ميان افتخار حسين هم منلې، چې طالبانو له سوات درې څخه خپل عمليات ګاونډيو سيمو ته غځولي دي .

ښاغلي حسين زياته کړې په تړون کې د طالبانو د بې وسلې کېدو موافقه هم شوې وه :

((په پيل کې موږ د جوړجاړي او سولې خبره غوره وګڼله، خو داسې ښکاري چې دا به تر يوه حده ممکن نه وي . ))

 

ګزمې

رپوټونه وايي چې طالبانو پر موسيقۍ بنديز لګولی او د جوماتونو له لارې سيمه ييزو ځوانانو ته بلنه ورکوي، چې له دوی سره يوځای شي .

طالبان اوس په سوات او تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې په منظمه توګه ګزمې کوي .

په سوات کې طالبان وايي چې د شريعت پلې کولو غوښتنه د ولسي خلکو وه، او موږ به تر هغه خپلې وسلې پرځمکه کښېنږدو، چې شرعي نظام په بشپړه توګه نه وي پلي شوی .

په سوات کې د طالبانو وياند مسلم خان ويلي د دوی د ډلې موخه دا ده چې په ټول پاکستان کې په زور اسلامي شريعت نافذ کړي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: