بند امير د افغانستان لمړی ملي پارک وپيژندل شو

د ځمکي د نړیوالې ورځ په ویاړ د چاپریال ساتنې ملي ادراې د افغانستان لمړی پارک ثبت کړ

د افغانستان په مرکز کې د بامیانو ولایت د ښې هوا په درلودو سره د ملي پارک په نامه وپیژندل شو.

د افغانستان د چاپریال ساتنې ملي ادراه وایي چې ددې نوي پارک جوړول به په هیواد کې د اقتصادې او پراختیا د ودې لامل وګرځي.

د افغانستان د چاپریال ساتنې ملي ادارې ریس مصطفي ظاهر وایي” چې ددې پارک د جوړولو کار به یوې تر دوو میاشتو پیل شې. ”

هرکال په ځانګړې توګه په اوړۍ او ژمې کې په زرګونه تنه سیلانیان له بند امیر څخه لیدنه کوي.

سیمه ایزو شرکتونو د بند په غاړو کې رستورانتونه، دوکانونه او هوتلونه جوړ کړې دي، خو د افغانستان د چاپریال ساتنې ملي اداره هوډ لري چې په بند امیر کې د خوب ځای جوړ کړې او هغه په رسمي بڼه د تفریح ځای ته بدل کړې.

تمه کیږي چې دیو مناسب تفریحي ځای په جوړولو سره به د شلو کلونو وروسته په هیواد کې د ګرځندوی صنعت وده وکړي.

د ښاغلی ظاهر په وینا ددې پارک په جوړولو سره به د سیمي خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړې.

د طالبانو د واکمنې وړاندې بند امیر د سیلانیانو د سیل ځای و خو د طالبانو د واکنې پرمهال د ګرځندوی صنعت زیانمن شوې و.

بند امیر شپږ بندونه لري، او ددې پارک مساحت ۵۶۰۰۰۰ هکتاره ځمکه کې جوړیږي. دا بند دا بند یوه ښکلۍ منظره لري او دا منظري د دښتو، اوبو او د تیږو په درلودو سره په نړۍ کې د نورو پارکونو سره سیال ګرځولي دي.  

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: