د نشه یې توکو له منځه وړلود هڅو په اړه غونډه

له نشه یې توکو سره د مبارزې په تګلارې د امریکا، بریتانیا او افغانستان غونډه

 

له نشه یې توکو سره د مبارزې وزارت زلمي افضلي ددې غونډې موخه د افغانستان د نشه یې توکو له منځه وړلو لپاره دنړیوالې ټولنې مرسته بولي او وایي چې تر اوسه یوازې امریکا او بریتانیا ددې وزارت سره د نشه یې توکو له منځه وړلو په برخه کې مرسته کړې ده.

له نشه یې توکوسره د مبارزې وزیر په کابل کې د برتانیې له سفیر سره کتنه او خبري وکړې.

په دې کتنه کې له نشه یې توکو سره د مبارزې وزارت د هغو ولایتونو له خلکو سره چې د کوکنارو له کر څخه یې لاس اخیستی مرستې لږ وبللې.

په دې غونډه کې د برتانیې سفیر له نشه اي توکو سره د مبارزې وزارت د ښو اجراتو د ستاینې د پروګرام لپاره د کابو اته میلیون پونډه مرستې ژمنه وکړه.

د افغانستان د نشه یې توکو تولید یوازې بهرنۍ ملکونه نه دې اغیزمن کړې دي بلکې د هیواد یې هم ۵.۱ میلیونه افغانان روږد شوې دي.

له بله پلوه د افغانستان په ختیځ کې د بهرنیو ځواکونو او پولیسو په ګډو عملیاتو کې دری زره کیلو ګرامه مورفین او پنځه سوه و اتیا کیلو ګرامه نشه یې توکي لاس ته راغلي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه یې توکو سره دمبارزې مرستیال وایي چې دا توکې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالي کې لاس ته راغلي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې ددې پیښي په تړاو یو شمیر قاچاق وړونکي نیول شویدي خو جزیات یې ورنکړل.

ویل کیږي چې له دغو مورفینو څخه دوه زره کیلوګرامه هیروین تر لاسه کیږي.  

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: