په کابل کې له ایډز سره د مبارزې مرکز په کار پیل وکړ

 

د اچ ای وی یا ایډزپه وړاندې دا مرکز د افغانستان په پلازمینه کې ددې ناروغۍ ناروغانو ته وړیا روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي 

دا مرکز د روغتیا سازمان او د عامې روغتیا وزارت په ګډې همکارې جوړ شوي دي.

دافغانستان د عامې روغتیا وزیر ‌ډاکټر محمد امین فاطمي وایي چې په ایدز اخته کسانو ته درمل ورکول کیږي څو ددوی په بدن کې د دې ناروغې مخنیوي وکړي خو دا درمل نشې کولای چې دا وژونکی مکروب له منڅه یوسي.

فاطمي وایي” مونږ دا خدمتونه ته په وړیا توګه ناروغانوته ورکوو.”

د عامې روغتیا وزیر وایي چې د ایدز د ناروغۍ درمل هر ناروغ ته دوه سوه امریکایي ډالره ارزښت لري.

په افغانستان کې د ایډز ۲۵۰۰ د ناروغانو په ډله کې یو هم ۲۹ کلن خادم حسین دي.

چې د خیلي کوچنۍ لور په اړه اندیښمن دي چې هغه هم په دې ویروس اخته ده که نه.

نوموړی وایي” زما په آند نامشروع جنسي اړیکې ددې ناروغې د لیږد لامل شوي دي.”

د عامې روغتیا وزارت په وینا، یوازې ۵۵۶ کسانو چې اچ ای وی ویروس لري ،پیژندل شوي دي خو په هیواد کې کابو دوه زره کسان په دې ویروس اخته دي ددې لپاره چې ونه پیژندل شې روغتایي مرکزونو ته نه ورځي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هیواد کې ددې ناروغې له امله یوازې اوه کسان مړه شوي دي.

اډز په نړۍ کې یوه خطرناکه ناروغۍ ده چې تر اوسه دوه میلیونه تنه له دې ناروغي مړه شوي دي.  

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: