پاکستان کې ځانمرګي بريد لسګونه پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

پاکستان کې ځانمرګي بريد لسګونه پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

بريد د پاکستان شمال لوېديځ هنګو په دوابه سيمه کې د پوليسو د تلاشۍ يوې پوستې ته څېرمه شوی دی .

پاکستاني پوليسو ويلي چې بريد د يوې لارۍ موټر له امله شوی، چې چاودونکو توکي په کې ځای پرځای شوي ول .

د رپوټونو په وينا، په دغه بريد کې ډېری وژل شوي پاکستاني پوليس دي ، او لږ ترلږه 62 نور کسان يې هم ټپيان کړي دي .

د وژل شويو په ډله کې دوه ولسي وګړي هم ښودل شوي دي .

پوليسو ويلي بريد پرداسې مهال شوی، چې په سيمه کې د پوليسو يو کاروان د تېرېدا په حال کې و .

د بريد پړه پاکستاني طالبانو پرغاړه اخيستې ده او ويلي يې دي، تر هغه چې د پاکستان پر قبايلي سيمه د امريکا د بې پيلوټه الوتکو هوايي بريدونه جاري وي، دوی به هم خپلو بريدونو ته دوام ورکوي .

د ويلو ده چې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې پاکستاني اورپکو دې ته ورته بريدونه کړي، چې د لسګونه کسانو ژوند يې اخيستی دی .

په هنګو کې د پوليسو يوه مشر فريدخان رسنيو ته ويلي ښايي چې د مړيو شمېر تر دې هم ډېر شي .

نوموړی زياتوي چې د اوو ټپي شويو پوليسو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی .

د ښاغلي خان په وينا سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې او نژدې څوک نه ورپرېږدي .

دی وايي چې د وژل شويو او ټپيانو په ډله کې سيمه ييز پوليس هم شامل دي

ښاغلي ګيلاني پر پاکستان غږ کړی، چې د اورپکو پروړاندې خپل لاسونه سر يو کړي

 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: