طالبان : له امریکایانو سره خبرې کوو ، خو

دافغانستان دطالبانو دحرکت  دسیاسي کمیسون مشر آغاجان معتصم له الجزیرې  تلویزون سره  په خپلو خبرو کې وویل : چې موږ په درې شرطونو له امریکایانو سره خبرې کوو .
لومړې :  امریکایان باید له قیداو شرط پرته له افغانستانه ووځي .
دوهم  : امریکایان باید خپل ښکاره او پټ زندانونه راڅرګند کړي اود طالبانو بندیان  راخلاص شي  .
درېیم : دطالبانو حرکت دې دترهګرو له لیست  څخه وویستل شي .
ملا معتصم  له دولت سره په عربي متحده اماراتو ، سعودي عربستان  کې هر ډو ل خبرې رد کړې او زیاته یې کړه ،چې دا ډول بې ځایه خبرې دي او هیڅ ترسره شوې نه دي او دولسمشر کرزي  اداره نه شي کولای ،چې افغان کړکیچ ته د حل لار ومومي  .
همدارنګه  اغا جان معتصم وايي : هغه هېوادونه لکه ایران ، پاکستان ، تاجکستان له امریکایانو سره مرسته کوي ، چې افغانستان نور هم وځپي  دوی باید له دې څخه لاس واخلي  په افغانستان کې د طالبانو تجربه داده ، چې څوک له امریکایانو سره مرسته کوي  همدا امریکایان پرې الله بېرته مسلط کړي دي . اوس ،چې پاکستان له کوم برخلیک سره مخ دی ددې لامل له امریکا سره مرسته ده  ایران دې  دپاکستان له حالت  نه عبرت واخلي او کنه دپاکستان له برخلیک سره مخ کیدای شي .
دا لومړې ځل نه دی ، چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ دخبرو اترو خبرونه  راپورته کيږي  دغه خبرې ، چې له دریو کلونو راهسې  دځینو له انده روانې دي او د ځینو له انده داهسې تش کمپاین دی  اوس افغانان نه پوهیږي ، چې دا خبره څومره حقیقت ته نږدې دي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: