په زابل کي طالبان، ملکي وګړي او امنیتي ساتونکي ووژل سول

د زابل په ولایت کي د جلاجلا امنیتي پيښو په پایله کي لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، دزابل چارواکي وايي چي په قربانیانو کي طالبان، او امنیتي ساتونکي شامل دي خو لویه برخه يي ملکي وګړي جوړوي.

د شملزو او شینکۍ ولسوالیو تر منځ پر غځېدلې لویه لاره یوې چاودنې په یوه ټراکټور کي سپاره دولس کوچیان ووژل چي د شملزو د ولسوال په خبره څلور مېرمني او دوه ماشومان هم پکي شامل دي

ولسوال وزیرمحمد بېنوا ته وویل چي په یوه بله جلا پيښه کي دوه طالبان هغه وخت ووژل سول کله يي چي غوښتل د ولسوالۍ په یوه اړونده سیمه کي ماین ښځ کړي ، وزیرمحمد زیاته کړه چي ماین ورباندي وچاودید او دواړه يي ځای پر ځای ووژل.

همدارنګه نن د کلات ښار سره نژدې د سپیني غبرګي په سیمه کي هم په یوه نښته کي مرګ ژوبله اوښتي ده ، د زابل امنیه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ وايي چي طالبانو د یوه کمین په ترڅ کي د یوي امنیتي کمپنۍ پر ساتونکو برید وکړ او شپږ تنه یي ورڅخه ووژل.

ده وویل چي په برید کي ملکي موټر هم په مرمیو لګيدلي چي له امله یي دوه تنه ملکي وګړي مړه او دوه نور ژوبل سويدي.

قاري یوسف وايي چي برید ددوي ملګرو کړي او دیارلس دولت پلوه سرتیري يې له دوو موټرونو سره له منځه وړي او یو موټر او یوه اندازه سلاح او مهمات يي هم ترلاسه کړي

ددې ترڅنګ د زابل د میزاني په ولسوالۍ کي هم د یوه ساختماني شرکت پر ساتونکو د چاودنې خبر ورکول سوي چي د ځینو منابعو په حواله پنځو تنو ته پکي مرګ ژوبله اوښتي ده

په سیوري ولسوالي کي هم تیره شپه د یوې نښتې په ترڅ کي د یوه امنیتی سرتیری د ژوبليدلو خبر ورکړل سوی خو طالبان بیا وايي چي هلته یی ۱۴ دولت پلوه عسکرو ته مرګ ژوبله ور اړولې.

په تیر یوه کال کي دا ټر ټولو خونړۍ ورځ ده چي په ترڅ کي یې لسګونه افغانو په یوه او بل نامه خپل ژوند له لاسه ورکړ

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: