په سوات کي د دوو حکومتي مامورینو سرونه غوڅ سول

د ترلاسه سویو خبرونو له مخي نن یکشنبه د پښتونخوا په سیلانۍ سیمه سوات کي د دوه حکومتي مامورینو جسدونه پداسي حال کي موندل سوي چي سرونه يي پرې سوي ول.

د سوات د پولیسو مشر دانشور خان رسنیو ته ویلي چي دغه دوه تنه حکومتي کسان د شنبې په ورځ مازیګر تښتول سوی او وژل سوی دي

ده وویل چي ددې دوو تنو جسدونه د خوازه خیلي په سیمه کي د سړک پر غاړه موندل سوي دي.

د سواتي طالبانو ویاند مسلم خان وايي چي دغه دوه تنه حکومتي مامورین طالبانو د هغو دوو ټيټ پوړو طالب قوماندان د وژني په بدل کي مړه کړل چي د شنبې په سهار د حکومتي ځواکونو له لوري وژل سوي ول.

وروستي وژنې پداسي حال کي ترسره کیږي چي پاکستانی پوځ د پښتونخوا په دیر او بونیر ولسوالیو کي د طالبانو پر ضد په عملیاتو بوخت دي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: