م . م : د ملکي وګړو وژونکي دې محاکمه شي

په کابل کې د ملگرو ملتونو اداره يوناما وايي په هر ډول عملياتو کې بايد د ولسي وگړو خونديتوب ته لومړيتوب ورکړل شي او له هغو کسانو سره حساب کېږي، چې په جگړو کې ملکي وگړي په نښه کوي .

په کابل کې د ملگرو ملتونو د ادارې وياند عليم صديق وويل کله چې د يو شمېرملکي کسانو د مرگ ژوبلې په اړه بحث کېږي ، نو دا ښکاره ده چې زيات شمېر له منځه تللي .

ده د فراه په ولايت کې د بمباريو له امله د ملکي کسانو د مرگ ژوبلې په اړه د امريکا د پلټنو هرکلى وکړ، خو دغلته يې د سپينو فاسفورسو د کارولو په ادعا بې خبري وښوده .

ښاغلي صديق وويل هر چا چې دوى ته مرگ ژوبله اړولې ، بايد حساب ورسره وشي .

هغه د امريکا له لوري د شبنې په ورځ داعلان شويو پلټنو هرکلى وکړ زياته يې کړه ملگرو ملتونو لا له وړاندې د نړيوالو ځواکونو په هوايي بمباريو کې دولسي کسانو وژنه په گوته کړېده .

وياند د فراه په هوايي بريد کې د سپينو فاسفورسو کارول نه رد او نه هم تاييد کړل ، خو تمه يې وښوده چې دا مساله به د افغان او امريکا د گډ پلاوي د روانو پلټنو مهمه برخه وي .

د چارواکو په وينا په دغو بمباريو کې تر سلو زيات ملکي کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي وژل شوي دي .

په کابل کې د ملگرو ملتونو اداره يوناما وايي په هر ډول عملياتو کې بايد د ولسي وگړو خونديتوب ته لومړيتوب ورکړل شي او له هغو کسانو سره به حساب وشي چې په جگړو کې ملکي وگړي په نښه کوي .

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي د فراه په ولايت د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې د ماشومانو او ښځو په گډون له ١٢٥ تر ١٣٠ کسان وژل شوي ، خو ځايي چارواکي او خلک دغه شمېره آن تر ١٦٧ پورې لوړه ښيي .

د امريکا پوځ مني چې يو شمېر ولسي کسان وژل شوي خو ادعا کوي چې د ځينو وژنو پړه پر وسله والو طالبانو راځي .

د امريکا پوځ په جگړه کې د سپنو پاسفورسو کارول رد کړي او ويلي يې دي چې دوى ٤٠ داسې پېښې ثبت کړې چې په هغو کې وسله والو طالبانو د سرتيرو پر وړاندې دا کېماوي ماده کارولې ده .

ملگري ملتونه وايي په ٢٠٠٨ کال د ادعا شويو ٨٢٨ کسانو له ډلې چې د حکومت پلوو ځواکونو له لوري وژل شوي نژدې دوه په درېيمه برخه يې په هوايي بريدونو کې وژل شوي دي .

 

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: