کاپيسا: تر ١٠٠ ډېرې نجونې مسمومې شوې

د افغانستان د کاپيسا ولايت د نجونو په يوه ښوونځي کې له سلو ډېرې زده کوونکې مسمومې شوې دي .

پېښه د کوهستان د دوهمې برخې ولسوالۍ د قزاق په نامه د نجونو په يوه ليسه کې رامنځ ته شوې ده .

سيمه ييز چارواکي وايي چې په راتلونکې کې يې د دغو شان پېښو څخه د مخنيوي په موخه يو لړ ګامونه اوچت کړي دي .

د عامي روغتيا وزارت بيا وايي چې سيمې ته يې خپلې روغتيايي ډلې لېږلې او د هغه مادې په اړه چې زده کوونکې يې مسمومې کړې دي، څېړنې روانې دي .

تېره ورځ هم په ورته پېښه کې د پروان ولايت د نجونو په يوه ښوونځي کې له 60 ډېرې نجونې مسمومې شوې وې .

د سيمه ييزو چارواکو په وينا د کاپيسا ولايت د کوهستان د دوهمې برخې په ولسوالۍ کې نژدې 130 نجونې هغه مهال مسمومې شوې چې د قزاق په نامه ښوونځي په انګړ کې ټولګيو ته د تلو په تمه ولاړې وې .

د کوهستان د دوهمې برخې ولسوال عبدالوهاب وايي چې په مسمومو شوو کې د دغه ښوونځي اووه تنه ښوونکي هم شاملې دي، خو په وينا يې د ناروغانو روغتيايي ډاډمن دی :

(( 126 نجونې مسمومې شوې دي، خو دا لا نه ده څرګنده چې څه وخت مسمومې شوې دي، د پېښې په اړه پوليسو پلټنې پيل کړې دي .او د نجونو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی . ))

د نوموړی په وينا په راتلونکې کې يې له ورته پېښو د مخنيوي په موخه په ښوونځيو کې د ساتونکو شمېر زيات کړی دی .

په مشرانو جرګه کې بيا د خلکو يو شمېر استازو دغه پېښه په کلکه وغندله او د عامې روغتيا پر وزارت يې غږ وکړ چې خپلې روغتيايي ډلې سيمې ته ولېږي .

خو د عامې روغتيا د رسنيو او عامه اړيکو مشر احمد فريد رايد وايي چې سيمې ته يې روغتيايي ډلې لېږلې او د پېښې په اړه يې څېړنې روانې دي، خو تر اوسه په ښوونځي کې د کارول شوي ګاز د څرنګوالی په اړه کره معلومات په لاس کې نه لري :

(( زموږ روغتيايي ډلې سيمې ته تللې او منطقه ترکلک پوښښ لاندې نيول شوې ده ، او ده غه ګاز په اړه پلټنه کېږي، چې هوا ته پرېښودل کېږي ، هرڅوک چې دا ګاز تنفس کړي زړه بدوالی او ګنګس کېږي، خو څوک يې چې ډېر تنفس کړي، د کوما حالت ته يې بيايي . ))

تېره ورځ هم د کاپيسا په څنګلوري ولايت پروان کې هم ورته پېښه شوې او د حره جلالي د نجونو ښوونځي د ليسې شاوخوا 60 زده کوونکې مسمومې شوې وې .

تر دې وړاندې د غويي مياشتې په شپږمه نېټه هم د پروان ولايت د چاريکارو د صادقي په لېسه کې له څلوېښتو ډېر زده کوونکي مسموم شوي وو .

چارواکي وايي چې د دې پېښو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول نه دي، خو پلټنې يې روانې دي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: