طالبان : له پوځيانو به هرومرو غچ اخلو

پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري تر يوه ميليون ډېرو بې ځايه شويو کورنيو ته له نړيوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کړې ده .

د پاکستان طالبان خبرداری ورکړی، چې د سوات په دره کې د وژل شويو طالبانو انتقام به هرومرو له پاکستاني پوځيانو اخلي .
دا په داسې حال کې ده چې له سوات او شاوخوا سيمو سلګونه زره کورنۍ بې ځايه شوې دي .
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري تر يوه ميليون ډېرو بې ځايه شويو کورنيو ته له نړيوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کړې ده .
نوموړي په نيويارک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي بان کي مون سره تر ناستې وروسته له نړیوالو غوښتي، چې له پاکستان سره د کډوالو په اړه مرسته وکړي .
رپوټونه وايي چې تر دې دمه له سوات او شاوخوا سيمو تر يو اعشاريه درې ميليون پورې کورنۍ د جګړې له امله خپل کلي کورونه پرې اېښي دي .
زرداري نن برتانيا ته د سفر پرمهال بيا هم له نړيوالو د مرستې په غوښتلو ټينګار کړی او خبرداری يې ورکړی، چې ښايي د پاکستان په شمال لوېديځ کې ستر انساني ناورين رامنځ ته شي .
بل خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د پاکستاني بې ځايه شويو کورنيو په اړه اندېښنه ښوولې او د مرستې چمتو کولو غوښتنه يې کړې ده .
خو د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال سازمان ويلي چې له دوی سره په کافي توګه دومره غنم او د ژوند اساسي خوراکي توکي نه شته، چې د 1.5 ميليون بې ځايه شويو کډوالو لپاره درې مياشتې بسنه وکړي .

750 نه، 12 طالبان وژل شوي
په سوات کې د طالبانو يوه تن وياند مسلم خان رسنيو ته ويلي چې د پاکستاني پوځ پروړاندې به خپل بريدونه جاري ساتي او د وژل شويو طالبانو انتقام به اخلي .
نوموړي د حکومت هغه ادعاوې رد کړې، چې ګني د تېرو اوولسو ورځو په اوږدو کې یې سوات کې تر 750 ډېر طالبان وژلي دي .
مسلم خان وايي چې د دوی يوازې 12 جنګيالي وژل شوي دي .
د طالبانو وياند زياتوي چې جنګيالي يې لا هم د سوات په مرکز منګوره ښار ولکه لري .

چريکي بريدونه
رپوټونه وايي چې د سوات په منګوره کې د طالبانو د ځپلو په موخه لا عمليات نه دي پيل شوي او که پيل شي، دا وېره ده چې چريکي بريدونه به زيات شي .
په سوات کې نن سهار د يوې چاودنې له امله يو پاکستانی پوځي وژل شوی او درې نور ټپيان دي .
رپوټونه وايي چې له څو ورځو راهيسې په نښتو کې 29 پاکستاني پوځيان وژل شوي او 77 نور ټپيان شوي دي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: