د پاکستان طالبان واېې چې موږ به په سوات کې جگړه بنده کړو

طالبان واېې چې دوی به په امنېتې قواوباندی د پاکستان په مهم ښار مېنگوره کې حملی بندی کړی.

د طآلبانو نطاق مسلم خان واېې چې دوی به د سوات دری په مهم ښار مېنگوره کې د ملکېانو د خوندی ساتلو او د هغی د ملکېت او جاېداد د نه خرابولو له امله په مېنگوره کې حملی بندی کړی.

مسلم خان ونه وېل چې دا به اوربند وی. هغه ووېل چې طآلبان به هغو ملکېانو ته هېڅ خنډونه او ستونزې پېدا نکړی که هغوی غواړی چې بېرته خپلې سېمی ته راستانه شی.

له بل پلوه ، د پاکستان پوځ واېې چې عسکرو د سوات په ناوه کې له افراطېانو سره  تهاجمی جگړی ته ادامه ورکړېده. همدغی جگړی تقرېبا دوه ملېونه کسان بې کوره کړېده.

تورن جنرال اطهر عباس  ددوشنبی په ورځ ووېل چې ښاېې اوه ورځی وخت به پکاروی چې افراطېان د سوات له مهم ښار مېنگوری نه واېستل شی.

نظآمی خبر لېک واېې چې لږ تر لږه څلور افراطېان په تېرو څلوروېشت ساعتونو کې ووژل شول او څوتنه نور ونېول شول.

رپوټ واېې چی عسکرو څو مهم ځاېونه نېولی دی په دې مالم جبه هم شامله ده. دا ځاې د سېلانېانو ډېر مهم ځای ته نېژدی و خو افراطېانو ترېنه د روزنی کمپ جوړ کړې دی. 

د ملگرو ملتونو د مهاجرېنو د اداری نطاق واېې چې دوه اعشارېه ٣٨ ملېونه کسان په دغو جگړو کې بې کوره شوېدی. ملگرو ملتونو په دې ترڅ کې ٥۴٣ ملېونه ډالره نوره مرسته غوښتی ده.

د پاکستان پوځ ددی مېاشتی په سر کې تهاجمی حمله، وروسته له هغه نه  شروع کړله چې افراطېانو د سولی له تړون نه سرغړونه وکړه او د پاکستان پاېتخت اسلام اباد ته سل کېلومتره ورنېژدی شوی وو.

د پاکستان پوځ واېې چې تراوسه پورې ١١٠٠ افراطېان او لږتر لږه ٦٣ عسکر په ددې تهاجمی حملی په  ترڅ کې وژل شوېدی.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: