طالبان: د مېنګورې کډوال دې بېرته ستانه شي

له سواته بې ځايه شوي

په سوات، مېنګوره او شاوخوا سيمو کې د روانو جګړو له امله شاوخوا دوه نيم ميليون وګړي بې ځايه شوي چې نژدې نيمايي يې ماشومان دي .

د پاکستان پوځ خبر داری ورکړی ترهغه به په سوات او شاوخوا سيمو کې پوځي عمليات ونه دروي، چې وسله وال طالبان يې له سيمې نه وي شړلي .

خو طالبانو نن اعلان وکړ، چې سوات، مېنګورې او شاوخوا سيمو ته کډوال بېرته ستنېدای او عادي ژوند پيلولی شي .

په سوات کې د ځايي طالبانو وياند مسلم خان رسنيو ته ويلي چې کډوالو ته د طالبانو له خوا د ستنېدا غوښتنه په دې مانا نه ده، چې ګني له پوځ سره به جګړه پای ته ورسېږي، بلکې په سوات او مېنګوره کې به د طالبانو جنګيالي موجود وي .

يو ډز به هم ونه کړو

ښاغلي مسلم خان ويلي چې : (( غواړم د مېنګورې اوسېدونکو ته ووايم، چې خپلو کورونو ته بېرته ستانه شيو او خپل عادي ژوند پيل کړي . موږ ژمنه کوو چې يو ډز به هم ونه کړو .))

بل خوا د پاکستان پوځ تېره ورځ په يوه ويناپاڼه کې ويلي وه، چې د مېنګورې پر درو سترو څلورلارو يې واک خپل کړی او وسله وال له کبل نه مېنګورې ته تښي دي .

د سوات کډوال

له سوات او شاوخوا سيمو دوه نيم ميليون کسان بې ځايه شوي دي .

د پاکستان حکومت ويلي وو ځواکونه يې له ځينو سيمو د طالبانو په شړلو بريالي شوي او له کلک مقاومت وروسته يې د سوات په شمال کې د مالام جبې غرنی مرکز هم نیولی دی .

د طالبانو د وياند په ځواب کې د پاکستاني پوځ وياند جنرال اطهر عباس ويلي چې وسله والو د تېښتې لپاره ښه بهانه پيدا کړې ده .

درمل او خواړه

دا په داسې حال کې ده چې له سوات او شاوخوا سيمو نژدې 20 زره بې ځايه شوي کډوال له ناوړه حالت سره مخامخ دي .

دغه کډوال وايي چې په سره ګرمۍ کې د نازکو خېمو لاندې ژوند کوي، پوره خواړه، د څښلو اوبه او درمل نه لري، روغتيايي حالت يې ډېر خراب دی .

په سوات، مېنګوره او شاوخوا سيمو کې د روانو جګړو له امله شاوخوا دوه نيم ميليون وګړي بې ځايه شوي چې نژدې نيمايي يې ماشومان دي .

د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني تېره ورځ د امريکا د کانګرېس له ځينو غړو سره په ناسته کې يوځل بيا پرنړيوالو له کډوالو سره د مرستې غوښتنه وکړه .

اسلام اباد کې د جماعت اسلامي پلويانو لاريون

لاريون کوونکو (امريکا د اسلام او مسلمانانو دښمنه ده) شعارونه له ځانه سره لېږدول .

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن تر اوسه د پاکستان له کډوالو سره 110 ميليون ډالر مرسته کړې ده .

لاريون

په سوات کې د روانو عملياتو پرضد د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د جماعت اسلامي پلويانو لاريونونه هم وکړل .

مظاهره کوونکو په سوات کې د عملياتو د درولو ترڅنګ له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه هم کوله .

دوی له ځانونه سره (امريکا د اسلام او مسلمانانو دښمنه ده) شعارونه لېږدول.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: