لاهور: چاودنې لسګونو ته مرګ ژوبله واړوله

 

له پاکستانه رپوټونه وايي چې د لاهور ښار د پوليسو استخباراتي ادارې مخې ته چاودنې لسګونه وژلي او تر 200 ډېر نور يې ټپيان کړي دي .

چاودنه د پاکستان پروخت څه کم يوولس بجې شوې ده .

د پنجاب اعلی وزير راجه رياض رسنيو ته ويلي چې په چاودنه کې لږترلږه 30 تنه وژل شوي دي .

په چاودنه کې د ژغورنې د ډلې ودانۍ هم په بشپړ ډول ويجاړه شوې ده . هغې ته څېرمه د د پوليسو او ای اېس ای ودانيو ته هم زيانونه اوښتي دي .

لومړني رپوټونه وايي چې لومړی بريد کوونکو ډزې کړې او بيا وروسته يې چاودنه کړې ده .

دغې زورورې چاودنې د څارګرې ادارې ودانۍ نژدې په بشپړ ډول ويجاړه کړې او نژدې ودانيو ته يې هم سخت زيان رسولی دی .

ځينې رپوټونه وايي چې تر چاودنې وروسته هم ډزې اورېدل کېدې .

د لاهور چاودنه

دغې زورورې چاودنې د څارګرې ادارې ودانۍ نژدې په بشپړ ډول ويجاړه کړې او نژدې ودانيو ته يې هم سخت زيان رسولی دی .

د لاهور پوليس وايي چې د اتو او لسو ترمنځ بريد کوونکو تر ډزو وروسته کوچنۍ چاودنه او ورپسې ستره چاودنه کړې ده .

سيمه د پوليسو له خوا کلابنده شوې ده .

د ای اېس ای يوه کارکوونکي، چې د نامه له اخيستو يې ډډه کړې، ويلي چې : (( د ودانۍ بهر يو ويګن ډوله ګاډی د 15 لمبر ژغورنې ودانۍ مخې ته ودرېد، څلور تنه ترې راکوز شول او پر پوليسو يې ډزې پيل کړې . له ودانۍ څخه پر دوی هم ځوابي ډزې وشوې، چې په همدې کش او ګير کې يوه زوروره چاودنه وشوه . ))

ياده شوې ودانۍ د لاهور ښار په مشهوره او د ګڼې ګوڼې په سيمه کې پرته ده .

نوموړې ودانۍ ته څېرمه د لاهور د اعلی وزير د کار دفتر هم دی .

پاکستاني چارواکي وايي چې دغه بريد د سريلانکا د کريکټ پر لوبډلې بريد ته ورته دی .

د لاهور چاودنه

چاودنه د پوليسو مرکز ته څېرمه شوې ده .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: