طالبان: امريکايي سرتېری موتښتولی

وسله والو طالبانو وايي چې د افغانستان په سوېل ختيز پكتيكا ولايت په وسف خېلو ولسوالۍ كې يې يو امريکايي او درې افغان سرتېري ژوندي نيولي دي .

د مولوي سنګين په نوم يو تن چې ځان په پكتيكا ولايت كې د وسله والو طالبانو ولايتي مسوول بولي ويلي دي چې دغه سرتېري يې ونيول چې په دغې ولسوالۍ كې د ملخ په نوم امنيتي پوستې څخه د نشې په حالت كې راوتلي وو.

مولوي سنګين وايي چې نيول شوي سرتېري يې يوې نامعلومې او خوندي سيمې ته لېږدولي دي .

د پكتيكا يوه چارواكي د نوم نه اخېستو په شرط پېښه ومنله او زياته يې کړه چې دا امريكايي سرتېرى د سه شنبې په ورځ په يوسف خېلو كې د ملخ په نوم امنيتي پوستې څخه په خپل سرښكته شوى او لا دركه شوى دى .

سرچينې ويلي چې اوس دوى ته اطلاع رسېدلې، چې امريكايي سرتېرى د وسله والو طالبانو په لاس كې دى او دهغه دپرېښودو په بدل کې يې د خپلو بنديانو او پېسو غوښتنه كړې ده .

خو وسله وال طالبان وايي چې د نيول شويو د برخليك په اړه به د دوى مشران پريكړه كوي .

په سوېل ختيزو ولايتونو كې د ناټوځواكونو مطبوعاتي دفتر هم د خپل يوه عسكر لادركه كېدل منلي خو نور جزيات يې نه دي وركړي.

وسله وال طالبان وايي چې په نژدې راتلونكي كې به د نيول شويو كسانو انځورونه او ويډيوګانې رسنيو ته واستوي .

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: